اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٧ يم کال د وري ١٢ مه نېټه

 

دمشرانو جرګې د خواخوږى او ډاډګېرنې پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د مشرانوجرګې رئيس، اداري پلاوي او غړو په ژورې خواشينۍ سره خبر تر لاسه کړ چې د ترکيې هېواد د اګدير ولايت په وروستۍ ټرافيکي پېښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون  شپاړسو تنو  افغانانو خپل ژوند د لاسه ورګړى  او یوشمیر نور ټپیان دي.

انالله واناالیه راجعون

د ملي شورا مشرانوجرګه خپله خواشیني او دتسلیت مراتب د دې مرګوني پېښي کورنيو او پاته شوو سره شریکوي او د لوى الله  له درباره يادو شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله څرګندوي. او د بهرنيوچارو د وزارت څخه غواړي هغه هېوادوال چې په دې ناوړه پېښه کې شهيدان يا ټپيان شوي ژرترژره ور ته رسيده ګي وکړي .  

مشرانوجرګه دا مني چې د افغانستان ستونزمن شرايط ، زموږ هېوادوال کډوالى او بېځايه کېدو ته مجبوره کړي چې ځينې هم په دې ډول دردناکو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، په دې توګه په جګړه کې د ښکيلو خواوو اوهغه هېوادونه چې د افغانستان په قضيه کې دخيل دي غواړي جګړې او بېلابېلو بحرانونو ته د پاى ټکى کښېږدي ترڅو د هېواد اوسېدونکو ته د امنيت او سولې په فضا کې د ژوند کولو زمينه برابره شي.

دملی شورا دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار