د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۷ کال د وري ٥ مه
فضل هادی مسلم یارنن دجرګې دلومړي
نایب په ملتیا،دمشرانوجرګې دمقام د دفتر رئیس دپیژندنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دمشرانوجرګې رییس ددې ترڅنګ چې ډاکټرضیاالرحمن
ضیا ټاکنه يې دمشرانوجرګې دمقام ددفتر دررییس په توګه مبارکې وویله، زیاته يې کړه چې دچارو دښه پرمختګ لپاره ګمارنې اوبدلون په
دولتي اداراتوکې یومعمول اصل دی اوهیله مندیم چې نوموړی به دنافذه قوانینو اومقررو
په رڼا کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، همدارانګه دمجلس رییس، د ډاکټرمحمدکبیرشینواری
دکړنو اوهڅو څخه چې تراوسه یې ددی ریاست دسرپرست په توګه دنده تر سره کوله؛ دتقدیرنامې
په ورکولو سره هم ستاینه وکړه.
دیادولو ده چې دمشرانوجرګې ددارالانشا دلوی
ریاست په وړاندیز او جمهوری ریاست دعالی مقام په منظوری ډاکټرضیا الرحمن ضیا
دمشرانوجرګې دمقام ددفتر د رییس په توګه وګمارل شو.