اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۷ کال د وري دمیاشتې ۴ نیټه

دمشرانوجرګې دمبارکۍ پیغام

 4-Hamal97-Payam-KRT.jpg

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوی، غړي او ددارالانشا لوی ریاست د۲۰۱۹ کال دکرکټ پنځوس اوریزه لوبو نړیوال جام ته دهیواددکرکټ دملي لوبډلې دلار پيداکولو له امله، دکرکټ اتلولوبغاړو، دکرکټ بورډ چارواکو اوټولو هیواد والو سره خپله خوښي اونیکې پیرزوینې شریکوي.

مشرانوجرګه ویاړي چې دکرکټ ملي لوبډلې دنړیوال جام دغوراوۍ سیالیو کې پرلپسې وکولای شول چې خپلې سیالې قوي لوبډلوته په ماتې ورکولوسره دنړیوالو پام ځان ته واړوي او یاد جام ته دوطن پالنې او هیوادنۍ مینې سره یوځای لار پیداکړي او خپلو کړیدلي ولسونوته تاریخي او نه هیریدونکي خوشحالي وروبښي.

دملي شورا مشرانوجرګه ددې ترڅنګ چې خپل اتلان ستایي، ملاتړیي کوي او دوړیاړونو ډکو اتلولیو څخه یې په کورودانی او قدردانی کوي دحکومت اوپانګه والو څخه غواړي چې دهیواد دکرکټ ملي لوبډلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي اوپردوي لازمه پانګه ولګوي ترڅو دتل په څیر وکولای شي خپلو وطنوالو ته دخوښیو زیري راوړي او دنړۍ په مختلفو ډګرونو کې دهیواد درې رنګه بیرغ رپاند او جګ وساتي .

 

دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار