اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د کب ١٩ مه

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم يار چې د يو شمېر سناتورانو او د مشرانوجرګې د دارالانشا د عمومي رياست د سرپرست له خوا يې ملګرتيا کيده د مجلس او دولسګونو کمېسيونونو اداري پلاوي يې معرفي کړل.

 

فضل هادي مسلم يار د مشرانو جرګې د اداري پلاوي دفترونو ته لاړ، لومړي نايب، دويم نايب، منشي او د مجلس منشي نايب يې په خپلو څوکيو کينول او ويې ويل، يادې څوکۍ يو امانت دى بايد د هېواد د اساسي قانون د حکم سره سم کار وشي تر څو زموږ ګران افغانستان د ستونزو او قانون ماتولو څخه وژغول شي.

ورپسې د مشرانوجرګې رئيس د مشرانوجرګې کمېسيونونو ته ولاړ او د کمېسيونونو رئيسان، مرستيالان او منشيان يې ټولو غړو ته وپېژندل او په ورسپارل شويو چارو کې يې د دوى د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه چې محترم سناتوران دي په عمومي او د کمېسيونونو په غونډو کې فعاله ونډه واخلي او د غير موجه غيرحاضريو دي ډډه وکړي.

 

ويل کيږي چې مشرانو جرګه د ملي شورا د نوي تقنيني کال د پرانيسې وروسته د چهارشنبې په ورځ د مجلس او دولسګونو کمېسيونونو اداري پلاوي د راروان کال د تقنيني کال له پاره وټاکل چې پر بنسټ يې محمد علم ايزديار د لومړي نايب، ډاکټر محمد آصف صديقي د دويم نايب، استاد محمد طيب عطا او ډاکټر فيصل سميع د مجلس د منشيانو په توګه د سناتورانو له خوا انتخاب شول خو د کمېسيونونو اکثريت اداري پلاوي د پخوا په شان په خپلو څوکيو پاتې شول او يواځي په څلورو کمېسيونونو کې د ټولټاکنو پر بنسټ بدلونونه رامنځته شول.