اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د کب ۱۴ مه

د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم يار نن د يوې ناستې په ترڅ کې ،د جلال آباد ښار د سبزۍ او مېوې مارکيټ د يو شمېر هټيوالو د استازو شکايت د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو له ریيس سره مطرح کړ.

 14-Hot96-MUL1.JPG

په ناسته کې دوي ادعا درلوده سره له دي چې د زياتو کلونو راهيسې دغه مارکيټ په جلال آباد ښار کې فعاليت لري او عوايد يې د اړوندو ادارو له خوا د دولت خزانې ته انتقاليږي، خو په دې وروستيو کې يو غير مسئول شخص د ملي اردو ځواکونو  يوه مرکز ته څیرمه، په غير قانوني ډول ځمکه قرارداد او په ياده ځمکه کې يې نوى مارکيټ جوړ کړی دی، په داسې حال کې چې د ملکيتونو څخه د ساتنې سيمه ييزې ادارو او د ياد ولايت محکمې دنوي مارکيټ د تړلو په اړه حکم صادر کړی، خو د ټولګټو ریيس د ننګرهار ولايت د والي په همکارۍ د خپلو واکونو څخه په  ناوړه استفادې،  څو ورځې وړاندې دغه مارکيټ پرانیست.

ورپسې د ملي دفاع وزارت دتاسیساتو ریيس په دې برخه کې څرګنده کړه چې د وزيرانو شورا د پريکړې سره سم د دولتي ځمکو د قراردادونو تړل د ماليې وزارت د املاکوریاست او د ولايتونو د مستوفيتونو مکلفیت دی، خو سره له دې به د موضوع د څېړنې په موخه ياد ولايت ته یو پلاوی واستول شي اود ياد مارکيټ د تړلو په برخه کې به اقدام ترسره شي.

د مشرانو جرګې رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو د مرکزونو تر څنګ د هر ډول تاسيساتو جوړول د امنيتي ملاحظاتو له پلوه نامناسب وګڼل او ويې ويل، هغوکسانو ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې د دولتي عوايدو پر وړاندې خنډونه راولاړ وي او هم يې ټینګار وکړ چې اړوند مسوولین دي  په دي برخه کې لازم کړنې ترسره کړي .