د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۶ يم كال د كب ۱۲ مه نېټه
د مشرانوجرګې لومړي نائب
محمد علم ايزديار نن د خپل كار په دفتر كې د غزني ولايت د والي سره د خبرو ترڅنګ
يې د نوموړي د كړنو رپوټ وارېد .

په ياده كتنه كې انجنير عبدالكريم متين و
غزني والي سربېره د پراختيايي، فرهنګي، امنيتي او ښې حكومتولۍ ترڅنګ په غزني ولايت
كې زياته كړه چې نور وړانديزونه د امنيت د ټينګښت، د پراختيايي برنامو پر عملي
كېدو، ښې حكومتولۍ او د قانون ټينګښت په هكله يې ولسمشرى ماڼۍ ته وړانديزونه كړي
دي چې د يادو طرحو څخه د مركزي حكومت د ملاتړ په صورت كې به غزني ولايت د هېواد په
كچه يو نمونه ولايت جوړ شي نوموړي زياته كړه څرنګه چې د غزني ولايت د آى سيسكو د
فرهنګي سازمان له خوا د اسلامي ثقافت د مركز په توګه پېژندل شوى دا ايجابوي ترڅو
حكومت هم ياد ولايت ته ځانګړى امتياز قايل شي .
نوموړي د ياد ولايت معادنو، ځمكنيو ذخايرو
او د كرهنې څانګو ته په كتو سره وويل د پانګې اچونې د جلب په صورت كې د معادنو د
راايستلو په برخه كې كېداى سي په ياد ولايت كې د ناامنيو، لوږې او بيكارۍ كچه ډېره
ټيټه شي .
وروسته د مجلس لومړي نائب په يادو برخو كې
د هر ډول همكاريو وعده وركړه او و يې ويل هره طرح چې د غزني ولايت په آبادى كې
ګټوره تمامه شي د هغې طرحې څخه به د ملي شورا مشرانوجرګه ملاتړ كوي .