اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

 د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۶ کال د کب ۶ مه نېټه

د مشرانو جرګې د پخواني دويم نايب  الحاج رفيع الله ګل افغان د شهادت په اړه د مشرانوجرګې او د يادې جرګې د دارلانشا دلوى رياست د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پيغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم يار اوسناتورانو په ډېرې خواشينۍ او خفګان سره خبر تر لاسه کړ چې په شپاړسمه دوره کې د مشرانوجرګې سناتور رفيع الله ګل افغان د خپل يو تن ساتونکي سره، تيره شپه د کابل ښار د اوه لسمې ناحيې په سيمه کې د ناپېژانده وسله والو لخوا ترور او په شهادت ورسيد .  

انــــــــــالله و انــــــا الیه راجعون

 6-Hot96-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانوجرګه ياد د جنايت ډک تروريستي عمل د سختو ټکو د غندلو تر څنګ ياده پيښه د حرفوي او جنايت کاره تروريستانو له خوا يو بل ناورين بولي او د الله ( ج ) له لوى درباره شهيد ګل افغان او محافظ ته يې جنت فردوس ،کورنۍ اودوستانوته يې د جميل صبر غوښتنه کوي .  

مشرانوجرګه يادوونه کوي چې وحشي تروريستان خپلو جنايت پيشه بادارانو ته د لاس آله ګرځېدلي او هره ورځ په خپلو ناځوانمردانه تروريستي اوځانمرګو بريدونو سره، امنيتي منسوبين، ملي شخصيتونه، قومي مشران، ديني علما او زموږ بې ګناه هېوادوال په شهادت رسوي او ځاى لري ترڅو داسې وحشيانه حملې او د بشر ضد جنايتونو چې دټولو اسلامي او انساني لارښوونو خلاف دي د هېواد والو اوټول بشريت له خوا وغندل شي او دوحشت او ترور پر عاملينو د لا زياتو بنديزونو او مجازاتو تدابير سخت کړاى شي .     

مشرانوجرګه د مسؤلو ارګانونو څخه په جدي توګه غواړي چې د يادې ويره اچوونکي پيښې او نورو تروريستي پيښوعاملين او طراحان وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري . 

شهيد الحاج رفيع الله ګل افغان دجرګې پخوانى فعال او وتلى غړى  او دويم نايب وو چې تل به يې په غونډو او ناستو کې د ملي يووالي او ځورېدلو خلکو د هوساينې لپاره  سالم  افکار وړاندې کول .

 شهيد ګل افغان د عبدالعزيز آخندزاده زوى په ١٣٥٢ لمريز کال د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ د کارېز په کلي کې په يوې متدينه کورنۍ کې سترګې غړولې وې، خپلې لومړنۍ زده کړې يې د وزيرمحمد اکبرخان په طبي متوسطه کې او لوړې زده کړې يې د حقوق او سياسي علومو په برخه کې د ليسانس په کچه د کابل  پوهنتون کې پاى ته رسولي وې .

ياد شهيد تل په سياسي، ټولنيزو او د خلکو د ژوندانه چارو په مسايلو کې مخکښ رول درلود د هېواد او هېوادوالو خدمت به يې ترسره کاوه، د دې ډول شخصيتونو په مړينه د ملي شورا مشرانوجرګه خپله خواشيني څرګندوي او د نوموړي روح ته د دعا لاسونه لپه کوي .    

 

د ملي شورا د مشرانوجرګې رييس

فضل هادي مسلم يار