دمشرانوجرگي مطبوعاتی دفتر
د۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۹نیټه
دمشرانوجرګې دویم نایب
ډاکټرمحمدآصف صدیقی نن دلویې پکتیا دیوشمیر باروړونکو موټرو دخاوندانو شکایت
واورید.

پدې کتنه کې چې ځینې سناتوان هم ګډون کړی وو،څوتنو دنورو
په استازیتوب خبرې ورکړې او دکابل ښار په یوشمیرسیموکې یې دپولیسو دنامناسب چلند
او دغیرقانوني اخاذیو باندي نیوکه درلوده او ويي ویل چې په ډیرو مواردو کې پولیس دترافیک دنده پرمخ وړي او دوی ته سرخوږی
جوړوي اوکه چیرې ددا ډول غیرقانوني کړنو
مخه ونه نیول شي ،کاري اعتصاب به وکړي .
ډاکټرصدیقی ژمنه وکړه چې ددوی شکایت به
داړونده حکومتي چارواکوسره شریک او دحل
لاربه یې وپلټي.