اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

  د۱۳۹۶کال د سلواغې۲۳مه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یارد تره د زوی،د ملي اردو د ژمن افسراو د ختیځ زون د وسلو د راټولولو(ډایاګ)د پروګرام مسوول شهید جنرال جوهر د جنازې لمونځ نن د کابل ښارد عید ګاه په جومات کې ادا شو.

23-Dalw96-GEN1.JPG 

د نوموړي د جنازې په لمانځه کې د ملي شورا ځینوغړو،د وسله وال پوځ یو شمېرلوړرتبه افسرانواو منسوبینو،د ختیځ زون د ولایتونو زیات شمېرخلکواو د شهید خپلوانو ګډون درلود،چې نوموړي ته له دعا کولو وروسته ،د شهید دولتزي جسد  خاورو ته د سپارلو له پاره د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو په کلي کې،د نوموړي پلارنۍ هدیرې ته ولیږدول شو.

23-Dalw96-GEN2.JPG 

د یادونې وړ ده چې جنرال دولتزی د سلواغې د میاشتې په دوویشتمه نېټه د یکشنبې په ورځ، کله چې له ننګرهارڅخه کابل ته را روان وو،د کابل –ننګرهارد لویې لاري په اوږدو کې یې د ترافیکې پیښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.