اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۵نیټه

دمشرانوجرګې دتسلیت او خواخوږی پیغام

دمشرانوجرګې اداري پلاوي،غړو او ددارالانشا لوی ریاست په خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړچې دمشرانوجرګې درییس فضل هادي مسلم یار دکاکا زوی او دننګرهار ولایت یوتن مخور اوقومی مشرحاجي اول خان په حق رسیدلی دی.

انالله واناالیه راجعون.

خدای بښلي حاجې اول خان دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالی اوسیدونکی وو چې خپل ډیر عمریې دافغانستان په سپیڅلي جهاد کې تیرکړی وو اوپدې لاره کې دځان څخه تلپاتې کارنامې پریښې وې ‎اوهم یې دیوه مخور اوقومي مشرپه توګه تل دخلکو سره نږدې اړیکې لرلې او دهغوی دستونزو دحل په لار کې به یی هلې ځلې کولې اوکله به یې هم دستړیا احساس نه کاوه.

دملي شورا مشرانوجرګه مرحوم حاجې اول خان مړینه یوه تشه بولي او خپل دتسلیت مراتب دمجلس رییس فضل هادي مسلم یار،دحاجي اول خان دکورنۍ غړو او ټولو دوستانو ته وړاندې کوي او دمنان خدای له دربار څخه خدای بښلي ته دفردوس جنت،کورنۍ او پاتې دوستانو ته یې دستر صبرغوښتنه کوي.

 

دمشرانوجرګې اداري پلاوي