اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۶ کال د سلواغې لسمه

نن له غرمې مخکې د هېواد د وروستيو شهيدانو روحونو ته د ملي شورا الحاقيه کې د قرآن عظيم الشان د ختم مراسم جوړ شول.

 10-Dalw96-GEN2.JPG

دغه مراسم چې د ملي شورا مشرانو جرګې د دارالانشا له خوا جوړ شوې وو، په کې د پارلماني او مسلکي چارو مرستيال او د دارالانشا سرپرست تيمور شاه قويم او يو شمېر کارکوونکو ګډون کړي وو، دوي د قرآنکريم د سپارو د تلاوت وروسته د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د وروستيو تروريستي بريدونو د غندلو تر څنګ د افغانستان خلکو د شهيدانو پاکو روحونو ته دعا وکړه، او د منان خداي له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت او د پېښې ټپيانو ته يې د سملاسي

 10-Dalw96-GEN1.JPG

روغتيا او د دوي پاتې کسانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه او هم د دعا په کولو سره د لوي رب څخه وغوښتل شول چې نوره دي له دي خاورې څخه د جګړې، وېرې او وينو تويولو ټغر ټول او په هېواد کې دي د افغان مسلمان ملت په يووالي سره دايمي سوله او ټيکاو ټينګ شي.