اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د سلواغې او ومه

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د يو شمېر سناتورانو په حضور د لوګر ولايت د ولايتي شورا رئيس او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 7-Dalw96-MUL1.JPG

په دي کتنه کې د لوګر ولايت د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي د خبرو په ترڅ کې په مهمو ملي او نړيوالو مسايلو کې د مشرانو جرګې د پريکړو او دريځونو څخه مننه څرګنده کړه او د خپل رپوټ د وړاندي کولو تر څنګ يې وويل، دغې شورا د لوګر ولايت د سيمه ييزې ادارې سره د نږدې همکاريو په لړ کې هڅې کړي تر څو د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته د امکان تر حده رسيدګي وشي.

د مشرانو جرګې دويم نايب ټينګار وکړ چې ولايتي شوراګاني د خلکو د استازو په توګه بايد خپلې کاري چارې د سيمه ييزو ادارو سره په تفاهم پر مخ يوسي چې په خوښۍ سره د لوګر ولايت ولايتي شورا خپل اجراات له والي او نورو سيمه ييزو ادارو سره په هوکې او همکارۍ ترسره کوي چې د دوي کړنې د موضوعه قوانينو سره په مطابقت دي او د سيمه ييزو ادارو کړنو څخه د څارنې او د خلکو څخه په استازولۍ کې د دي ولايت د ولايتي شورا رول دستایلو وبلل.

همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب د يوې جلا ناستې په ترڅ کې د کابل ولايت د اوسېدونکې حشمت الله نومي شکايت چې څه موده وړاندې د يوې تښتوونکې ډلې له خوا تښتول شوې وو، واوريد.

نوموړي وويل، د روان کال د تلې په اووه ويشتمه نېټه وتښتول شو چې د خوشي کولو په بدل کې يې د زياتو پيسو غوښتنه وکړه، خو کورنۍ مي دغه پيسې برابري نه کړي او د لاس دوه ګوتې مي د تښتوونکو له خوا پري شوې چې بلآخره د کابل د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو منسوبينو د کوښښونو او پلټنو له امله د بت خاک په سيمه کې د دوي له بنده خوشي شو خو تر اوسه ددي تښتوونکې ډلې نور غړى نه دي نيول شوي.

ډاکټر صديقي د نوموړي د څرګندونو د اورېدو وروسته د نوموړي د خوشي کېدو په اړه د کابل پوليسو د اقدام ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په دي برخه کې به د کشفي اړوندو مسئولينو سره خبري وکړي.