اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د غويي ۲ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي

د۱۳۹۶ کال د سلواغې ٤ مه

د کابل ښار د معلولينو د ستونزو د حل په موخه د پخوانيو ناستو په درشل کې نن د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار يو ځل بيا د اړوندو مسئولينو سره دغه موضوع مطرح کړه.

په دې كتنه كې ځينې سناتوران، د كابل ښار د ګارنيزيون قوماندان او د كابل د امنيه قوماندانۍ استازى، د كابل ښار د دوهمې ناحيې رئيس او د معلولينو استازو حضور درلود وويل شول دا ايجابوي ترڅو د معلولينو په ياده ستونزه كې د كابل ښاروالۍ ژرترژره اقدام وكړي د معلولينو اسناد او مدارك په ديتابيس كې ثبت او هرمعلول ته د يوې غرفې لپاره ټاكل شوي ځاى وټاكي او دغه راز د سيمو په پاكوالي كې په يوه شان د لاس پلورونكو او معيوبينو سره چلند وشي . وروسته د دوهمې ناحيې رئيس په دې هكله ژمنه وكړه چې ډېر ژر به د كابل ښار په ټولو ناحيو كې د معلولينو د ثبت كار پيل او د غرفو ستونزه به هم د ټاكلي پلاوي سره په مناسبو سيمو كې په پام كې ونيول شي چې د يادې پروسې سره به د معلولينو ته آسانتياوې راشي همداراز د ناوړه ګټې اخيستنې مخه به هم ونيول شي

4-Dalw96-MUL1.JPG .

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي د مجلس د منشي نايب ډاکټر فيصل سميع او يو شمېر سناتورانو په حضور د کابل ښار د قصبې د ښارګوټي په سيمه کې د ځمکو، جوماتونو او مدرستو د تثبيت په اړه د جمهور رئيس د فرمان د طي مراحلو د څرنګوالي په اړه د ياد ښارګوټي د اوسېدونکو وړانديزونه د ښارجوړونې چارو وزارت د پلټنې رئيس سره شريک کړل، ټينګار يې وکړ چې په دي برخه کې دي په وخت اقدام وکړي.

4-Dalw96-MUL3.JPG 

همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب نن د يوې ناستې په ترڅ کې  دجمهوري رياست مقام  د محافظت رئيس ډګر جنرال اختر محمد ابراهيمي سره د ياد رياست د کړنو او فعاليتونو څخه رپوټ واوريد او د جمهوري رياست د محافظت رياست د منسوبينو د خدمتونو په وياړ يې د مشرانو جرګې تقدير ليک او نښان ډګر جنرال ابراهيمي ته ډالۍ کړ. همدا راز په دي ناسته کې د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر رئيس هم د مشرانو جرګې د دويم نايب له خوا تقدير شو.

4-Dalw96-MUL2.JPG 

دغه راز ډاکټر صديقي نن د پروان ولايت د څارنوالې منسوبينو سره د يوې جلا ناستې په ترڅ کې په داسي حال کې چې يو شمېر سناتورانو هم حضور درلود، د ياد ولايت د استيناف څارنوالې رئيس د اداري فساد سره د مبارزې او د تورنو د نسبتي دوسيو د تعقيب په امر کې د يادې ادارې رپوټ وړاندي کړ چې د دويم نايب له خوا د نوموړى کړنې وستايل شوې.

 4-Dalw96-MUL4.JPG