اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۶ کال د دسلواغې ۴نیټه

دمشرانوجرګې دخواشینۍ او غمرازۍ پیغام

 4-Dalw96-Payam.jpg

دمشرانوجرګې اداري پلاوي،غړواو دیادي جرګې د دارالانشا د لوی ریاست منسوبینو په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړچې نن هم اجیرو، پردیپالو او وحشې ترهګرو په جلال آباد ښارکې دماشومانو دساتنې دفتر په نښه او یوځل بیایې په ډاګه کړه چې دوی هیڅ رازبشري ،دیني او ملې ارزښتونو ته پابند نه دي او دتل په څیریې د افغانانو د قسم خوړلي دښمنانو په دستور هڅه کړي  چې زموږ بیګناه هیواد وال قربانې کړي.

مشرانوجرګه څرګندوي پداسې حال کې چې پرترهګرو او ددوی په ملاتړي هیواد نړیوال فشارونه زیات شوي ،نو له دې امله دانسانیت دا دښمنان  پدې وروستیوکې په خپلو کرغیړنو عملونو سره زموږ بیکناه وګړي اوآن تنکي ماشومان په نښه کوي.

مشرانوجرګه ددې ترڅنګ چې دقربانیانو له کورنیوسره ځان په دي غم کې شریک بولي، د الله(ج) له دربارڅخه شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړي او همدارنګه ټینګار کوي چي دهیواد کشفي او استخباراتي ارګانونه دي،ددې د وحشي صفتو ترهګرو دهرډول کرغیړنو پلانونو په شنډولو کي ټینګي هلې ځلې وکړي ، ترڅو د دا ډول  بدبختو پیښو مخنیوی وشي.

 

دمشرانوجرګې اداري پلاوي