اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د سلواغې لومړۍ

د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه:

د ملي شورا مشرانو جرګه د تېرې شپې د تروريستي پرله پسې پېښو د رامنځته کېدو منجمله د کابل ښار د انترکانتيننتال هوټل بريد، د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د بزباي کلي کې پر يوې ميلمستيا د طالبانو ډله ييز بريد او د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون د اتلسو تنو وژل کيدل او فراه ولايت کې د وېره اچوونکو سره په مخامخ جګړه کې د فراه ولايت د امنيت آمر سمونوال ګلبهار مجاهد د وژنې په نسبت خپل ژور خفګان څرګندوي او د دا ډول جنايت کارانه اعمالو پېښيدل په کلکو ټکو غندي او محکوموي يې.د ملي شورا مشرانو جرګه په داسي حال کې چې د يادو پېښو په غم او خفګان کې ځان شريک ګڼي، د بريدونو پر عاملينو او طرحه کوونکو نفرت وايي او د دي خونړيو پېښو د قربانيانو پاتې کسانو ته د جميل صبر، شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوي.د ملي شورا مشرانو جرګه ټينګار کوي چې حکومت دي د اجيرو او زبنو دښمنانو د بريدونو په کشف او شنډولو کې خپل مکلفيتونه او مسئوليتونه له پېښې وړاندې په لاره واچوي او پرينږدي چې له دي زيات زموږ خلک د خپلو عزيزانو د غم په ټغر کيني او د عامه ملکيتونو د ورانولو شاهدان و اوسي، ځکه د يادو پېښو تکرار دا ښيي چې امنيتي او کشفي ارګانونه په خپلو دندو کې بريالي نه دي او پوليس د لوړو احضاراتو او لازم ظرفيت درلودونکي سمبالښت نلري دا پېښي د غفلت او مسلکي ضعف له کبله رامنځ ته کيږي د امنيتي، دفاعي او استخباراتي رهبري د لازمې توانايي او تعهد و هېواد او خلکو ته نلري .مشرانوجرګه ټينګار کوي چې حکومت او د هېواد امنيتي ارګانونه، دي د افغانستان د خلکو د دښمنانو خصمانه پلانونه ته په کمه سترګه نه ګوري، د پيښو په کشف او د دښمنانو په له منځه وړلو کې دي هراړخيز تدابير تر لاس لاندې ونيسي .