اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د مرغومي ٣٠ مه

د فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د مشرانوجرګې په فوق العاده غونډه کې، د مجلس د روان  تقنيني يوه کال د کاري رپوټ د وړاندې کولو سربېره، د ( افسرانو، ساتنمنانو او بريدملانو) د ذاتي چارو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان تصويب شو .   

30-Jadi96-JAL1.JPG

د ( افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو ) پر ذاتي قانون د تقنيني فرمان د تعديلاتو په اړه چې د مجلس په کمېسيونونو کې وربانندې مطالعه شوې وه، د دفاعي او کورني امنيت د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې شو د يوې مادې د تعديل چې د فعال احتياط د منسوبينو په هکله وو، د ياد تقنيني فرمان ډېرۍ مواد په اکثريت د آراوو تصويب شو، خو په نهه ويشتمه ماده کې لاندې تعديل مخې ته راغى : ډګروالان، سمونوالان او لوړپوړي افسران چې د فعاله احتياط په حالت کې راځي، د بست د نشتوالي له کبله نبايد په تشکيل کې تر ١٨٠ ورځو زياد وخت د فعاله احتياط په حالت کې پاتې شي، که چيرې ډګروالان، سمونوالان او عالي رتبه افسران د بست د نشتوالي له کبله تر ١٨٠ ورځو زياد وخت پاتي کيږي تقاعد ته دي سوق کړاي شي په داسې حال کې چې په تقنيني فرمان کې ور ته ٩٠ ورځې وخت ټاکل شوى وو . د يادوونې ده چې ياد قانون د ولسي جرګې له خوا رد شوى وو او اساسي قانون ته په کتو سره د يادې ستونزې د حلولو لپاره په مساوي ترکيب سره د دواړو مجلسونو څخه به پلاوۍ وټاکل شي .     

په آزادو بحثونو کې د مشرانو جرګې رئيس، لومړي نايب او نورو غړو د ځانمرګو بريدونو د حرام ګڼلو په اړه د پاکستاني علماو وروستۍ فتوا ناوخته او د دوي اقدام يې د امريکا او نړيوالې ټولنې د سياسي فشارونو پايله وبلله، او ويې ويل چې دغه فتوا يو ځانګړي قلمرو ته منحصره شوې او د افغانستان د استخباراتي سازمان له خوا د نړيوالي ټولنې د اغفال په موخه ترسره شوې ده په داسي حال کې چې تېر کلونه د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د يوه رهبر پروفيسور استاد عبدالرب الرسول سياف په ګډون د ېهواد علماو ځانمرګي بريدونه حرام ګڼلي وو خو د پاکستان عالمانو هيڅ راز غبرګون نه ښودلي او حتي د پاکستان ځينو مذهبي رهبرانو په افغانستان جګړه جهاد ګاڼه.په غونډه کې د مجلس غړو د افغانستان او سيمې د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د ځانګړې ناستې جوړېدو څخه ملاتړ څرګند کړ، ويې ويل چې ښاريان او په ځانګړې توګه  سناتورانو تمه لري کومې پريکړې چې په دي برخه کې ترسره شوي دي پلي دي شي او پر پاکستان دي لازم سياسي او اقتصادي فشارونه وارد شي چې په سيمه کې د تروريزم اصلي ملاتړې هېواد دي تر څو ياد هېواد په رښتيني توګه د سولې بهير سره همکاري وکړي او د ترهګرو د لاسوهنې او تجهيز څخه مخنيوي وکړي.د مجلس غړو سوله يو اساسي او مهمه اړتيا وګڼله او ويې ويل، د سولې راوړو له پاره يواځينۍ د خبرو لار د افغانستان حکومت په رهبرې د افغانانو تر منځ هوکړه ده او نورو هېوادونو کې د سولې پلټنې هره لارې پايله نه ورکوي او زياته يې کړه چې په دي وروستيو کې فدراتيفې روسې تياري ښودلي چې د سولې په راوړلو کې همکاري کوي نو په دي برخه کې اړتيا شته د افغانستان متحدينو سره خبرې وکړاي شي او د سولې په بهير کې په همغږي توګه کار وکړي.همدا راز په غونډه کې يو شمېر سناتورانو په دي تقنيني کال کې د دارالانشا د رئيس، اداري پلاوي او کارکوونکو له کړنو څخه په نيکۍ يادونه وکړه، ويې ويل اړتيا شته چې اداري پلاوى او په ځانګړې توګه د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د مجلس د غړو د وړانديز پر بنسټ د هېواد د جمهور رئيس له خو تقدير او تحسين شي.


30-Jadi96-JAL2.JPG

د ودونو مراسمو د جوړېدو قانون نه پلي کېدل، فراه کې د روسيې جوړ وسلو ته د وسله والو طالبانو لاسرسي، بدخشانؤ فراه او کندز ولايتونو کې د وېره اچوونکو شتون څخه د سيمو په پاکولو ټينګار، کاري چارو کې د کابل ښاروالۍ په سرپرست نيوکه او د مشرانو جرګې اړوند کمېسيون کې د نوموړي د نه حضور، ٢٠١٧ ميلادي کال کې د خبريالانو د تلفاتو د زياتوالي څخه يادونه، د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق څخه د ياد ولايت د سناتور ملاتړ او د نوموړى ګټورو کارونو څخه يادونه، د موافقتنامې سره سم د حزب اسلامي د بنديانو په خوشي کولو ټينګار، د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د ا غزن تار د غځولو پر وړاندې د کنړ اوسېدونکو ولاړې څخه يادونه، د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا ناسته کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د نه ګډون څخه د خواشينۍ څرګندول، د مجلس د رئيس له خوا د مشرانو جرګې د کمېسيونونو د کړنو ارزونه او ځينې نور مسايل مطرح شول.لومړي نايب محمد علم ايزديار چې مطرح شوي موارد يې جمع بندۍ کول د مجلس د ټولو غړو يې مننه او قدرداني څرګنده کړه چې په روان تقنيني کال کې يې عمومي غونډو او د کمېسيونونو غونډو کې خپلې دندې او فعاليتونه په ښه توګه پرمخ يووړل او زياته يې کړه چې د مجلس د رئيس د تقدير موضوع به د جمهوري رياست عنواني وليږي تر څو له دوي څخه په ښه توګه تقدير او قدرداني وشي.

ايزديار هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونود سازمان د امنيت شورا د ناستې ترسره كېدل مثبته پايله ولري او د افغانستان په اوسني وضعيت كې ښه والى راولي او اوس دا ايجابوي ترڅو د افغانستان ټوله سياسيون په نړيوالو قضاياوو كې يو واحد موقف ونيسي . د سنا د مجلس نايب د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو ټينګار وكړ او زياته يې كړه د سولې په خبرواترو كې بايد د سولې عالي شورا او حكومت ګدون ولري او دغه راز دغه خبرې اترې د سيمې او نړيوالو تر نظارت لاندې وي . نوموړي له حكومته وغوښتل ترڅو د كندهار ولايت د اسېدونكو وړانديزونه او خواهشات د كندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په اړه د رضايت د درلودلو څخه ملاتړ وكړي . په پاى كې يې د امنيتي ځواكونو ځان تېرېدنه او زړه ورتيا وستايله په كنړ ولايت كې يې د ياد ولايت د اسېدونكو او امنيتي ځواكونو درېدنه د پاكستاني مليشو په وړاندې په نيكۍ يادوونه وكړه.  

وروسته د آجندا سره سم د مشرانوجرګې د شپاړسمې دورې د اووم تقنيني كال د كړنو رپوټ په لنډه توګه د استاد محمد طيب عطا او محمد فيصل سميع د جرګې د منشيانو له خوا په لاندې توګه وړاندې شو . د يوه كال په ترڅ كې ۷۵ عمومي غونډې، ۹۵۹ د كمېسيونونو غونډې او ۲۷ د رئيسانو د كمېټې غونډې ترسره شوي . ۲۳ قانونونه، ۱۶ عنوانه معاهدې، نړيوال ميثاقونه، پروتوكولونه او تړونونه تصويب او تائيد شوي . همداراز په دې موده كې ۱۰۹۷ واره مسئولان د وزيرانو په ګډون ډېرى حكومتي چارواكي عمومي غونډو او د كمېسيونونو غونډو ته د استجواب لپاره رابلل شوي او په سل هاوو د خلګو او حكومتي اداراتوعرض پاڼو ته رسيده ګي شوې ده د هم دې رپوټ پر بنسټ ۵۶ مورده پيغامونه، اعلاميې او قطعنامې صادري شوي او ۲۷ واره د مجلس پلاوي كابل ښار د اداراتو او ولايتونو څخه نظارت ترسره كړى   


30-Jadi96-JAL4.JPG

د نننۍ غونډې په ترسره كولو سره وپتېيل شوه چې سناتوران د اساسي قانون د احكامو پر بنسټ د راون كال د سلواغې د لومړۍ نېټې څخه د يوې نيمې مياشتې لپاره خپل ژمني تعطيلات پيلوي او په دې موده كې په ولايتونو او د خپل استوګنې په ځاى كې له خپلو مؤكلينو سره كتنې كوي، د دوى وړانديزونه، غوښتنې راټولې او په راتونكي اجلاس كې يې وړاندې كړي . د مجلس رئيس د امنيتي ځواكونو څخه وغوښتل ترڅو په پلازمېنه او ولايتونو كې د سناتورانو او ښاريانو د امنيت په ټينګښت كې لازم تدابير ترلاس لاندې ونيسي . دغه راز د غونډې له اجندا سره سم د غونډې په پيل كې د مشرانوجرګې د دارلانشا د مخكيني رئيس او د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د اوسني كمېشنر د ستاينليك او نشان په وركړې ستاينه


30-Jadi96-JAL3.JPG

وشوه داراز د دوهم څارن نصيراحمد چې د پوليسو د اكاډمۍ څخه په لومړۍ درجه بريالى شوى په تقديرليك سره ستاينه ترسره شوه . سيد حفيظ الله هاشمي په خپلو خبرو كې وويل د مشرانوجرګې له غړو، د دارلانشا د كاركونكو نه مننه چې د پنځو كلونو په موده كې يې زما سره خپله دوامداره همكاري ترسره كړې . نوموړي زياته كړه په دې وروستيو كې په تولنيزه رسنيو كې زما د تحصيلي سندونو په هكله بې اساسه آوازې ترسره شوي، په داسې حال كې چې ما خپل د ليسانس سند د يوه امريكايي پوهنتون څخه په آنلاين ډول او د ماسترۍ سند مې په حضوري توګه د اسلامي واحد افغانستان د خصوصي پوهنتون څخه د كابل په ښار كې ترلاسه كړى او د ماسټرۍ سند مې د لوړوزده كړو د وزارت له خوا تر څېړلو وروسته تائيد شوى .