اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۶ کال د مرغومي ٢٧ مه

د مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غوڼده کې د سريلانکا هېواد پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د برياليتوب د مبارکۍ تر څنګ د ربړونې د منع قانون او د محابسو او توقيف خانو قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمانونه مطالعه او وڅېړل شول او د لا زياتو مطالعاتو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شول. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو د افغان او پاکستان پوځيانو تر منځ د جګړې د احتمال په اړه چې سلګونه کورنيو په کنړ ولايت کې خپل کورونه پريښې، اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته يې وغوښتل تر څو په دي برخه کې لازم اقدامات ترلاسه لاندي ونيسي.

27-Jadi96-Aqwam.JPG 

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د ځانمرګو او چاودنيزو بريدونو د حرام ګڼلو په اړه د پاکستاني علماو اعلاميه يو مناسب اقدام وګڼل شو او يادونه وشوه چې د دي اعلاميې صدور ډېره ناوخته وه خو سره له دي هم هيله کيږي چې پاکستان په دي برخه کې ثابت قدمه پاتي شي. د غونډې په بله برخه کې افغانستان کې د ناټو سازمان د څارنې او فعاليت د څېړنې په اړه بحث او وويل شول چې دغه امر به د هېواد د امنيتي وضعيت د ښه والي امر کې ګټور وي، ځکه تېرو کلونو کې د جدي څېړنو نشتوالي د جګړې د دوام او په هېواد کې د ناامنيو د پراخېدو سبب شوې، د غونډې په بله برخه کې د ملي شورا د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د فعاليت د ځانګړتياو او کړنو په اړه بحث وشو او يو پريکړې وشوې او هم په پاي کې کمېسيون ته په راغلو عريضو او مکتوبونو خبرې او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې.

27-Jadi96-Bio.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزير او د ا ترا ادارې د رئيس له کړنو څخه د تقدير ليک په ورکړې سره ستاينه وشوه.

په سر کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير شهزاد آريوبي په داسي حال چې د افغان تيلي کام، وصل تيلي کام، روشن، افغان بيسيم او ام ټي ان مخابراتي شرکتونو يو شمېر مسئولانو هم حاضر وو د ياد وزارت عمده لاسته راوړنې يې په ډاګه کړې، ويې ويل چې مسئولان په مخابراتو وزارت کې توانيدلي تر څو په درېو مياشتو کې د د مخابراتي کمپنيو په همکارۍ د بريښنايي پيژندپاڼو سيستم تيار او د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش خونې د کابل ښار پنځو سيمو کې فعالي کړي او زياته يې کړه چې د اترا ادارې، ماليې او اقتصاد وزارتونو او د مخابراتي کمپنيو سره په همکارۍ د مخابراتي محصول د اخيستو په موخه د ريال تايم سيتم د جوړېدو تخنيکي ارزونې تکميلي شوي او ټاکل شوې دغه سيستم تر درېو نورو مياشتو فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.د مخابراتو وزير د سايبر سيکورتي د لومړې مرحلې د تکميل او د دي د د ويمې مرحلې د تطبيق او د واخان- چين نوري فايبر شبکې د پلي کېدو د څرنګوالي څخه يادونه وکړه او ويې ويل، د مخابراتي سيم کارتونو د ثبت کړنلار نهايي شوى او ژر تر ژره به د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت شورا او لويې څارنوالې په همکارۍ تطبيق شي او کوم کسان چې دي کړنلارې سره سم ځان عيار نه کړي، د نافذه کړنلارې سره سم به مجازات کړاي شي. کمېسيون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د مخابراتو وزير شهزاد آريوبي، د اترا ادارې رئيس ډاکټر عزيزي او د يادې ادارې مرستيال نقيب الله سيلاب ته د مشرانو جرګې تقدير ليکونه ډالۍ کړل او د هېواد په ځينو سيمو کې د سيم کارتونو د نه سګنال، د مخابراتي خدمتونو د ټيټ کيفيت، د شپي له خوا د مخابراتي سيستم د پريکون، د مخابراتي لګښت د لوړوالي او د انټرنټ بيې د لوړوالي څخه يادونه او د حل غوښتونکې يې شو.

 27-Jadi96-Mukhabirat.JPG

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون په غونډه كې د ځينو ځوانانو اعتراض چې څو موده مخ كې يې د ملي شورا مخې ته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د ځوانانو د معين په وړاندې ترسره كړى ؤ د ياد وزارت د ځوانانو له معين او راغلي پلاوي سره مطرح شو . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين په داسې حال كې چې يو شمېر ځوانان او د مدني ټولنې غړو حضور درلود په خپلو توضيحاتو كې وويل د ځوانانو خراب وضعيت ته په كتو سره يې د دوى لپاره پنځه كلنه ستراتيژي ترتيب او تصنيف كړې چې په پلي كېدو سره يې د ځوانانو ستونزې تر يو بريده حل شي او زياته يې كړه ياده ستراتيژي د ځوانانو د پرمختګ او ترفۍ لپاره ډېر اړين دغه راز د ځوانانو د اړتياوو ځواب ويونكى دى كمېسيون د مسئولينو د توضيحاتو له اورېدو وروسته پرېكړه وكړه په نژدې راتلونكي كې به د ځوانانو او د ۳۴ ولايتونو د مدني ټولنې د بنستونو او د كمېسيون د غړو په ګډون، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په مقر كې ناسته ترسره شي او په ياده ناسته كې د رسنيو په شتون كې د ځوانانو غوښتنې ترڅېړنې لاندې ونيول شي . د غونډې په بله برخه كې د ننګرهار ولايت د خيوې د ولسوالۍ د اوسېدونكو شكايت د كورنيوچارو د وزارت له نه پاملرنې چې د يادې سيمې د سيمه ايزو پوليسو قوماندان يې تبديل كړى د كورنيوچارو د وزارت د سيمه ايزو پوليسو د قوماندان په حضور كې وارېدل شو. ياد كسان مدعي وه چې سيمه ايزو پوليسو مخكينى قوماندان د يادې سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره موثر ؤ او بايد بيرته په همدې دنده وګمارل شي او و يې ويل ياده ستونزه يې څو ځلي د مسئولينو سره مطرح كړې خو كومه پايله يې نه ده درلودلې .كمېسيون د سيمه ايزو پوليسو خبرې وارېدې او پرېكړه يې وكړه چې مكتوب دي د كورنيوچارو د وزارت په آدرس واستول شي ترڅو سم د لاسه د عاضينو ستونزې ته رسيده ګي وشي چې مخ كې هم په دې اړه د سيمه ايزو پوليسو قوماندان د همكارۍ وعده كړې وه خو د پام وړ ګام پورته نه شو . په پاى كې د كورنيوچارو وزارت د عامه ساتنې د معينت له مسئولانو سره د كمال خان بند د پوليسو د تشكيل پر زياتوالي بحثونه وشول . يادو مسئولينو په خپلو توضيحاتو كې وويل د كورنيوچارو وزارت د تشكيل پر زياتوالي لازم تدابير تر لاس لاندې لري خو يوازنۍ ستونزه د بودجې نه شتون دى چې بايد د اړوندو ارګانونو له خوا وركول شي .كمېسيون په دې اړه پرېكړه وكړه ترڅو ياده موضوع د اوبو او برښنا وزارت سره شريكه ترڅو د تشكيل پر زياتوالي او د امنيتي پرسونل د معاشاتو پر وركړې لازم تدابير ونيول شي .

 27-Jadi96-Shikayat.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروزخيل په مشرۍ د ښځوچارو او مدني ټولنې كمېسيون په غونډه كې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختيايي ادارې له استازو سره د مشرانوجرګې د دارلانشا د كاركوونكو د ظرفيت د لوړوالي په هكله خبرې وشوې او د ۱۳۹۷ يم كال لپاره د ښوونې د پلي كېدو پر اوږدمهاله برنامو ټينګار وشو . دغه راز كمېسيون له يادې ادارې څخه وغوښتل ترڅو خپلې برنامې د ډېريو نړيوالو بنسټونو په خاصه توګه د البا له موسسې ويوان ( اومن ) همغږۍ كړي همداراز د كمېسيون د دوهم اجلاس كړنې مثبتې وارزول شوې . 

 27-Jadi96-Zanan.JPG

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د كمېسيون په غونډه كې، د ټاكنيزوشكايتونو د اورېدو د كمېسيون د معاونيت پر راغلي ليك چې د كمېسيون د نه همغږي د ياد معاونيت سره د پنځو بستونو د اعلان په هكله خبرې او پرېكړه وشوه چې مسئولين د همغږى او صميميت په فضا كې خپلې دندې ترسره كړي . دغه راز په غونډه كې د كمېسيون د دوهم اجلاس كړنې ښه وارزول شوي .

27-Jadi96-Adli.JPG 

د مرستيال محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي او كورني امنيت چارو د كمېسيون په غونډه كې د ولسمشر پرتقنيني فرمان  د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي قانون په اړه ځيني وړاندې شوي تعديلات مشخص شول . ورپسې په غونډه كې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د پلاوي راتګ او كتنې د دولتي چارواكو سره تر بحث لاندې ونيول شو او د ياد پلاوي راتګ كابل ته يوه لاس ته راوړنه حكومت او خلكو ته وبلل شوه . 

 27-Jadi96-Dfai.JPG

دغه راز دمشرانوجرګې په وروستیو عمومي غونډو کې دروان تقنیني کال دکمیسیونونو ددویم اجلاس کاري رپوټونه دکمیسیونونو درییسانو او استازو لخوا وړاندې شول.

دد ديني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمېسيون  رپوټ د کمېسيون دمنشي ميربهادر شاه واصفي له خوا غونډې ته وړاندي چې په رپوټ کې راغلي وو: د دې اجلاس په ترڅ کې د کمېسيون ٥١ غونډې جوړې شوي او اوولس قوانين او موافقتنامې د کمېسيون د غړو له خوا څیړل شوي او هم د شلو زيات دولتي چارواکي د بېلا بېلو مواردو په اړوند دکمیسیون غونډوته رابلل شوي دي په همدي توګه د کمېسيون پلاوي د دويم اجلاس په اوږدو کې د کندهار دمختلفوادارو، کابل پوهنتون، د پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او يو شمېر تحصيلي خصوصي موسسو څخه ليدنه کړې او همدا راز په يادې موده کې ٣٥ عريضو ته رسيدګي شوى ده.

د ولايتي شوراګانو، مصونيت او امتيازونو د چارو د كمېسيون کاري رپوټ دسناتور محمدعثمان رحماني لخوا وړاندې او څرګنده شوه چې ۱۳۹۶ يم كال د وږي د مياشتې د ۱۶ مې نېټې څخه د مرغومې د مياشتې تر دېرشمې ۲۲ غونډې ترسره اوپه یادو غونډو کي د غزني ولايت د ولايتي شورا غړي شکایت، د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دمحلي شوراګانو د انسجام رئيس، د پكتيا ولايت د ولايتي شورا د غړې شکایت د مشرانو جرګې د دارالانشا دلوی ریاست یوشمیرمسولینو او د ملي شورا د امنيتي چارو ریيس ګډون کړی او اړوند موضوعګاني ورسره مطرح شوي دي .

سناتور عثماني وویل کمېسيون دې موده كې د سناتورانو د بهرنيو سفرونو د تنظيم، د دارالانشا د كاركوونكو د ګمارنې بهير كې د روڼوالي او د مالي لګښتونو په برخو كې څارنې شوي او د چارو د ښه پرمخ وړلو په خاطر ددارالانشا لوی ریاست ته يو لړ سپارښتنې شوي دي.

اوهم ياد اجلاس كې دمجلس دغړواو د ولايتي شوراګانو څخه نهه استول شوي رپوټونه او شكايتونه له څېړنو وروسته د حل په موخه اړوندو ادارو ته استول شوي دي همدا راز كمېسيون پنځلس عنوانه تقنيني فرمانونه، نړيوال ميثاقونه او تړونونه ترڅیړنې لاندې نیولي او په اړه یې پریکړې کړي دي.

 همداراز د مواصلاتو او مخابراتو كمېسيون د اووم تقنيني كال د دوهم اجلاس د كړنو رپوټ سناتو محمد رحیم حسن یار له خوا غونډې ته وړاندې شو په رپوټ كې راغلي، په روان كال كې ياد كمېسيون په خپلو څلوېښتو غونډو كې درويشت عنوانه قانونونه، تړونونه او بهرني اسنادو باندې بحثونه کړي او د مسئولينو د كړنو او فعاليتونو څخه نظارت او څېړلو په موخه، د ترانسپورت او هوانوردۍ، ارشاد، حج او اوقافو، اوبو اوبریښنا، مخابراتو اوټکنالوژی، ټولګټو، ښارجوړونې، وزارتونو اړونده چارواكي، د هوانوردۍ د ملكي ادارې عمومي رئيس او د پلان او پاليسۍ معين، د آريانا افغان هوايي شركت، صافي، كام اير، د برښنا شركت عملياتي او تجارتي مرستيالان،د اوبو رسونې شركت رئيس او د كابل ښاروالی سرپرست يې د كابل د ښار د دروازو د ستونزو، په دروازو كې د پيسو اخيستو، د ملي بس په تصدۍ كې پر نيمګړتياوو، د آريانا افغان هوايي شركت پر ښه والي چې د هېواد ملي شتمني ګڼل كيږي، د حاجيانو د د لېږد قرار داد د آريانا افغان له هوايي شركت سره، د ولايتونو په ټكټونو كې د بيو کموالی او پاكوالى ، په پلازمېنه او ولايتونو كې د څښاك اوبو ته نه لاسرسۍ، د اوبو رسونې د شركت د تدابيرو څرنګوالى په ځمكه كې د اوبو د سطحې ښكته والى، د كابل ښار د كاناليزاسيون او د برښنا د پريكون ستونزه، د برښنا د بيو جګوالى ، د هېواد د حلقوي سركونو د رغاونې څرنګوالى، د ننګرهار ولايت د بهسودو د پله ستونزې، د كابل – سالنګ او كابل – جلال آباد د لويې لارې ساتنه او څارنه، د سيم كارتونو او سيم بكسونو د غير قانوني خرڅلاو،د سيم كارتونو ثبت ، په لېري پرتو سيمو كې د مخابراتي آنتنونو نصبول، د مخابراتي محصول په ټولولو كې رڼوالى، د خپلسرو او غير قانوني لوړپوړو ودانيو رغاونه، د پډولې د ښارګوټي ستونزې، په روان كال كې د كابل ښاروالۍ د پلي شويو پروژو پر څرنګوالي، د كابل په ښار كې د تم ځايونو او پاركنګونو پر نشتوالي، په ښار كې د ګڼه ګوڼې او د لارو بندښت، او د كابل ښار د كارته نو پر ستونزو دولتي چارواكي استجواب شوي نوموړي زياته كړه په ياد اجلاس كې شاوخوا دوه سوه عرض پاڼې اړونده مراجعو ته هم د اجرااتو په موخه استول شوي.

د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د كمېسيون رپوټ دسناتورې عزیزه مصلح له خوا د مجلس په عمومي غونډه كې وړاندې شو ،او څرګنده شوه چي  په ياد اجلاس كې ۵۳ غونډې ترسره او ۲۳ عنوانه قوانين، فرمانونه، تړونونه، معاهدې، نړيوال ميثاقونه د اړوندو حكومتي مسئولينو په حضور کې د كمېسيون دغړو پرې بحثونه کړي دي.

سناتورې مصلح زیاته کړه د دې اجلاس په بهیر كې ۶۵ مورده شكايتونه چې له دې شمېر څخه د اولسمې ناحيې د اوسېدونكو شكايت، د ټاكنیزو شکایتونود خپلواك كمېسون له دندې څخه د كوښه شويو كاركونكواو د ولايتي رئيسانو شكايت چې بستونه يې د كمېسيون له خوا اعلان ته سپارل شوي، د اړونده مسئولينو سره مطرح شوي .

همداراز د ۱۳۹۶ يم مالي كال د درېيمې ربعې د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې، د بشر د حقوقو د حپلواک كمېسيون او د كنټرول او تفتيش د ادارې رپوټونه، د مالیه وركونكو له خوا دماليې نه وركړه، د مالياتو په ټولولو كې د ځينو اداراتو نه پاملرنه، د مالياتي وركړې د تفاوت څخه سرغړونه ، په محبسونو او توقيف خونو كې د زندانيانو رپوټ او د هېواد په كچه د محبسونو د ودانيو رغاوونه او بيا رغاوونه د كمېسيون د غړو له خوا مطالعه شوي او د يادو مواردو په اړه د عدليې له وزير، د پوهنې وزارت له معين او د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د كمېسيون له رئيس سره شوي او لازم تصاميم نيول شوي .      

همداراز د مشرانوجرګی په تیرې عمومي غونډه کې دروان تقنینی کال ددویم اجلاس رپوټ  د کمیسیون مرستیال ګل احمد اعظمی له خوا وړاندې چې په کې د ۴۹ غونډو دترسره کیدو،د۲۶وزیرانو او ۷۵معینانو،۲۸۳ د ادارورییسان،‌ ۴۴ امنیی قومندانان، ۱۳ ښاروالانو او ۴ والیانو داستجواب  اوشاوخواد ۱۳۰۰تنو مراجعینو دراتګ یادونه شوې وه او هم وویل شول چې په سلګونو عرض پاڼو او رسمي مکاتیبوته رسیدګي شوې ده.

سناتور اعظمي زیاته کړه کمیسیون ددې اجلاس په بهیرکې نیمروز ولایت ته کاري سفر درلود چې دسفررپوټ دمشرانوجرګې په غونډه کې مطرح اوپخپل وخت داجرااتو دترسره کیدو په اړه یې اقدامات ترسره شوي دي،همدارازیې څرګنده کړه چې کمېسیون د څرخي ‍پله د محبس او د کابل ښار دجنوب غرب د ترمینال څخه نظارت درلود چې د دغه نظارتي ‍پروسې رپوټ هم غونډې ته وړاندې شوى دى .

دکمیسیون مرستیال زیاته کړه په آریانا افغان هوایي شرکت کې شته ستونزوته رسیدګي،د حامد كرزي په نړيوال هوايي ډګر كې د ملي شورا د غړو د سفرونو پرمهال د اوليف ګروپ خصوصي امنيتي شركت نامناسب چلند اوپه یاد هوایي ډګر کې یوشمیر سوداګرو ته دپیسو په بدل کې دوي آی پي کارتونو د ویش، په امنیتي اکاډمی او پوهنتونونو کې دشمولیت په اړه  دهیواد دبیلابیلو ولایتونو دځوانانو شکایت، دیوشمیر متشبسینو غیرقانوني کړنو او هم د كابل ښار د پوهنې د رياست د مامورينو او اجيرانو دشكايت موضوعات په هړ اخیزه توګه دکمیسیون لخوا تعقیب اود اړونده چارواکو سره دحل او رسیدګی په موخه شریک شوي.

په پای کې یې وویل سره ددې چې دشکایتونو داوریدو کمیسیون دنده دهیواد والو شکایتونو او عرضونو ته رسیدګي ده خو بیاهم هرهغه قانوني او بین المللی سند چې کمیسیون ته دنظر غوښتنې لپاره راغلی دی دکمیسیون غړو پروخت اجراات کړي او خپلې نظریې یې وړاندې کړي دي.