اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر 

د ١٣٩٦ کال د مرغومي ٢٦ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په  عمومي غونډه کې د يوه عنوان تقنيني فرمان د تصويب سربېره، کابل ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د پلاوى راتګ يوه لويه لاسته راوړنه وګڼل شوه.

 26-Jadi96-JAL1.JPG

د مالدارۍ چارو د تنظيم قانون په اړه تقنيني فرمان چې د مشرانو جرګې کمېسيونونو کې مطالعه شوې وو د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او د رايو په اتفاق تصويب شو.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې د مجلس غړو په يوه ليد کابل ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د پلاوى حضور د افغانستان حکومت او خلکو ته يوه لويه او تاريخي لاسته راوړنه وګڼله او ويې ويل، د هېواد لوړپوړي چارواکي په هغو ناستو کې ترسره يې کړي، موکه پيدا کړه تر څو د پاکستان بېلا بېلو سيمو کې د ترهګرو د مصئونو پټنځايونو، د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستان له  خوا د ا غزن تار د غځولو او راکټونو د توغولو او په هېواد کې د نورو لاسوهنو په اړه انکار ناپذيره شواهد او اسناد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوى سره شريک کړل چې هيله کيږي ياد پلاوى د دي اسنادو او شواهدو پر بنسټ مقتضي پريکړې وکړي او په دوامداره توګه د افغانستان قضيې ته پاملرنه وکړي او سناتورانو د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د هميشني استازي محمود صيق او ملګري ټيم رول يې د دوي د برياليو لابي ګريو په برخو کې لوړ او ښه وبله او د نوموړي له کړنو يې ستاينه وکړه.

همدا راز يو شمېر سناتورانو د ترکيې ناستې په اړه نظريې وړاندې کړي او ويې ويل، د افغانستان خلک د جګړو او وينو تويېدو ستري شوي او هر اقدام چې د سولې د رامنځته کېدو سبب شي د افغانانو په ګټه يې بولي او ورڅخه ملاتړ کوي او هيله مند يو چې په دي ناسته کې مخالفو وسله والو ته قناعت ورکړل شي. دغه راز يو ځل بيا ځينو غړو د حکومت او استاد عطا تر منځ د هوکړې غوښتونکې شول او د نظام په داخل کې يې اوسنۍ ستونزې د اندېښنې وړ وبللې.

دغه راز په غونډه کې د غور ولايت سناتور څرګنده کړه، کوم زندانيان چې د هېواد په جيلونو کې شتون لري هيڅ يو يې د حزب اسلامي سره د همکارۍ په جرم نه دي نيول شوې او په دي وروستيو کې يو محبوس چې د حزب اسلامي په نوم له بنده خوشې شوې، اصلا د طالبۍ په جرم زنداني شوې وو او ياد شخص د خپلې ازادۍ وروسته درې تنه په غور کې وژلي چې بايد په دي برخه کې جدي څېړنې وشي او خلکو ته د قناعت وړ ځواب وړاندي کړاي شي. همدا راز د مجلس يو شمېر غړو په داسي حال کې چې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو له ا تلوليو يې قدرداني څرګندونه، وويل په همدې ورځو کې مو د رسنيو له لارې خبر ترلاسه کړ چې د داعش ترهګره ډلې د کابل ولايت بګرامي ولسوالۍ کې خپل تبليغات په لاره اچولي چې دغه کار د مسئولو ارګانونو کمزورتيا په ډاګه کوي او بايد دي برخې ته لازمه پاملرنه وشي، او د داعش ترهګرې ډلې د شعارونو نصب کوونکې وپيژني او سخت مجازات دي ورکړي.

د ملي يووالي حکومت کې د قومونو او په ځانګړې توګه د نورستان ولايت د کادرونو کم رنګي، د حزب محاذ ملي د رهبر سيد حامد ګيلاني د خبرو په څېړنه ټينګار او په کور کې يې د پاکستان د رهبر د انځورو لګول، د ملګرو ملتونو سازمان څخه د کورنيو بيځايه شويو د ستونزو د حل په موخه د ٤٣٠ ميليونو ډالرو غوښتنې څخه هرکلې، د غور ولايت يوه کور کې د ځانمرګي بريد په څېړلو ټينګار، د پاکستان پر وړاندې د وروستيو اقداماتو په موخه د امريکا جمهور رئيس ډونالد ټرامپ ته د لوګر ولايت د اوسېدونکو د مېړانې مډال ډالۍ کولو څخه هرکلې، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس په مشخصېدو ټينګار، شپنيو عملياتو کې د ملکي خلکو تلفاتو څخه خبردارې چې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا په لار اچول کيږي، هېواد کې په قانون مدارۍ او د زورواکۍ په ختم ټينګار او ځينې نور مسايل مطرح شول.

26-Jadi96-JAL2.JPG 

د بحثونو په پاي کې د مجلس رئيس د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا پلاوى سره د خپلې ليدنې په اړه وويل، په دي کتنه کې د پاکستان خاوره کې د ترهګرو د امن ځالو د شتون او د دوي د تجهيز او تمويل، د افغانستان په خاوره د ياد هېواد د پوځيانو له خوا د راکټونو د توغولو، د ډيورنډ فرضي ليکې په اوږدو کې د ياد هېواد له خوا د اغزن تار د غځولو په اړوند حساس موارد د انکار نه کېدونکو اسنادو او مدارکو سره مل ياد پلاوى سره شريک کړاي شول.

د مجلس رئيس زياته کړه نن نړيوالو ته ثابته شوې ده چې د وېره اچوونکو ټولو ډلو له پاره د پاکستان قلمرو کې زمينه سازي کيږي او د ياد هېواد سيمو کې د دوي د رهبرانو د استوګنې سربېره، د دوي يو شمېر هملته په قتل هم رسيدلي دي او په دي وروستيو کې د سيمې يو شمېر نور هېوادونو هم د وېره اچوونکو څخه ملاتړ کوي، نوموړي څرګنده کړه چې د ياد پلاوى غړو په افغانستان کې د سولې او اورپند د برقرارۍ له پاره د هڅو څخه ياده کړه چې منجمله امنيت شورا کې د امريکا استازي جنوب آسيا او افغانستان له پاره د خپل هېواد د نوى ستراتيژۍ اعلان  او د مرستو د دوام څخه يې يو ځل بيا ملاتړ او تياري څرګند کړ.

فضل هادي مسلميار په دوام کې وويل په ټوليزه توګه د افغان دولت او دمدني ټولنې د اتسازو ټولې کتنې ګټورې او ارزښتمنې وي او د دښمنانو او د دوي د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې په متفق او واحد دريځ ونيول شو. دوي د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د هميشني  استازي محمود صيق او ملګري ټيم له کړنو څخه يې مننه څرګنده کړه چې وتوانيد د هېواد وضعيت څخه رښتينې انځور نړيوالو ته وښاي او په دي ځواکمن ترکيب پلاوى اړ کړي تر څو افغانستان ته سفر وکړي او د جګړې د دوام علل په ژوره توګه وڅيړي.

نوموړي په ترکيه کې د سولې خبرو اترو په اړه وويل، هر مثبت ګام چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت له پاره وچت شي زموږ د هرکلې وړ دي او قضاوت به د وخت تېرېدو ته پريږدو تر څو وګڼل شي هغه کسان چې د وسله والو مخالفينو په استازولۍ يې ګډون کړي وو، رښتيني استازي هغوي دي يا چې آي اس آي د وروستيو فشارونو وروسته داسي مانورونه ترسره کوي او که چېرې دا ناستې مثبته پايله ولري، د شک پرته به يې د سنا مجلس له خو هرکلې وشي.

دغه راز د غونډې يوه برخه چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ جوړه شوه، د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمېسيون رئيس عبدالطيف نهضت يار د کندهار ولايت څخه د کمېسيون د پلاوى رپوټ وړاندي کړ.  په رپوټ کې يادونه شوې چې ياد پلاوى د پوهنتونونو، لوړو زدکړو موسسو، د پوهنې وضعيت او په ځانګړې توګه د ښوونځيو او مدرسو د وضعيت، د ارشاد، حج او اوقافو، د کندهار د بېلا بېلو فرهنګي برخو څخه ليدنه کړي ده.

 26-Jadi96-JAL3.JPG

همدا راز په ليدنه کې د مشرانو جرګې استول شوي پلاوى د کندهار ولايت والي، د ولايتي شورا غړو، د ملالۍ د لوړو زدکړو د موسسې، ميوند روغتون، محمديه دارالعلوم، ارشاد، حج او اوقافو، راډيو تلويزيون، اطلاعاتو او فرهنګ مسئولانو سره کتلي او د دي تر څنګ يې د کندهار اوسېدونکو او مسئولانو ستونزې د امنيت او بريښنا د نشتوالي، درسي کتابونو او په ځانګړې توګه د اسلامي تعليماتو د برخې، ښوونځيو د ودانۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له پاره د بودجې د کمښت، د تاريخي آبداتو او په ځانګړې توګه د احمد شاه بابا زيارت د رغاونې له پاره د بودجې د نشتوالي په اړه ستونزې اوريدلي دي او زياته يې کړه چې د کندهار اوسېدونکو له پلاوى وغوښتل چې د اړوندو مسئولانو سره په هوکړه د امنيت د لا ښه تينګښت، پاکستان سره د کندهار ولايت د پولې د ټينګښت او ساتلو په موخه د سرحدي ځواکونو د تشکيل زياتوالي ته دي جدي پاملرنه وکړي، او ټاکل شوې چې د رپوټ مفصل جزئيات سبا شته د کمېسيونونو د خبرونو له لارې خپاره شي.