اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د مرغومي د مياشتې ٢٥ مه نېټه

د مشرانوجرګې د کمېسيونونو په نننۍ غونډو کې په بيلابېلو موضوعګانو خبرې او بحثونه وشول .

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند ادارې د عملياتي معين په ګډون او د آريانا افغان هوايي شرکت د تدارکاتو سرپرست د يادې ادارې د عملياتي مرستيال سره يو ځاي د آريانا افغان هوايي شرکت د ستونزو، د ياد شرکت د سهام دارانو د نه پاملرنې، د ملکي هوايي چلند ادارې د نه ملاتړ، الوتنو کې د ځنډ ستونزو او همدا راز د ياد شرکت د تدارکاتي ستونزو او د نمايندګيو د ستونزو په اړوند خبرې وکړې. د کمېسيون رئيس ښاغلي بابا وويل، دغه دولتي شرکت چې د هېواد ملي پانګه او هويت ګڼل کيږي د دري الوتکو لرونکې دي چې له دي جملې څخه دوه الوتکې د وو مياشتو راهيسې غير فعالي او تدارکاتي مسايل يې د  تدارکاتو د ملي ادارې له خوا تکميل شوي نه دي چې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې نه ملاتړ او د دوه ګوني چلند امر د آريانا افغان هوايي شرکت د ورشکسګۍ سبب ګرځيدلي دي. ورپسې د مسئولينو له خوا په دي برخه کې يو لړ دلايل وړاندي شول او هم د هوايي چلند د معين له خوا په ځينو مسايلو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو. د ټکټونو د بيو او الوتنو کې د ځنډ په اړه د مسئولينو څرګندونو د کمېسيون د غړو قناعت حاصل نه کړ او د نن ورځې په غونډه کې د ملکي هوايي چلندې ادارې د رئيس په نه راتګ سختې نيوکې وشوې او نوموړې د آريانا افغان هوايي شرکت د ورځ تر بلې د ستونزو د زياتېدو اصلي لامل وګڼل شو.

25-Jadi96-Mukhabirat.JPG 

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړلو سربېره د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي قانون په اړه دهیواد دولسمشر تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسيون له خوا تائيد شو .

 25-Jadi96-Adli.JPG

د کمېسيون د مرستيالې مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانوچارو کمېسيون غونډه کې، د مالدارۍ  چارو د تنظيم پر قانون بحث ترسره شو د حکومت له خوا  د ياد قانون په اړه وړاندې شوي تعديلونه د کمېسيون له خوا تائيد شوه . د غونډې په بله برخه کې د افغان کډوالو ته دايستلو په اړه د پاکستان د حکومت  خبرتیا داندېښنې  وړ وګرځیده او دحکومت څخه وغوښتل شول چې يو پلاوی دې د نړيوالو بنسټونو په ملتیا ددې ستونزې دحل په موخه اقدامات ترسره کړي.

الحاج قاري ميرحاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو،خوندیتوب او امتيازونوچارو کمېسيون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو سربېره، د مالدارۍ چارو د تنظيم دقانون په اړه د ولسمشرتقنيني فرمان، مطالعه او د کمېسيون له لورې تائيد شو.

 دغه راز په ملي شورا کې د امنيت پر ټينګښت بحث او لازم تصامميم ونيول شول همداشان د ننګرهار ولايت په اچین ولسوای کې پرځاي پاڅونکونکو د خارجي ځواکونو له خوا د الوتکو بمبار په سختو ټکو وغندل شو او ياد عمل د انساني ارزښتونو خلاف وبلل شو، شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او زيانمن شوو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه وشوه.

25-Jadi96-Emtiazat.JPG 

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د معلولينو، عامه هوساينې او چاپېريال ساتنې کمېسيون غونډه کې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پلاوي راتګ کابل ته یوښه اقدام وګڼل اوڅرګنده شوه چې داپلاوی د ټولو هغه غاړو سره چې د هېواد په داخلي قضاياوو کې ښکيل دي اوهم دې دسياسي رهبرانو سره کتنه وکړي او د ياد سفر رپوټ دي په بې پلوه توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړي .

 همداراز په غونډه کې د کابل ښار دهوا پر ککړتيا اندیښنه څرګنده شوه او يادې ستونزې د حل په موخه هم بحثونه وشول اوهم پدې اړه  د چاپېريال ساتنې ادارې څخه وغوښتل شول ترڅو دکابل ښار دهوا دلازیاتې ککړتیا دمخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

د غونډې په پاى کې د لومړي نيابت د مکتوب له مخي دو تنه د کمېسيون غړي د معلوليت لرونکو کسانو کمېټې ته د دوى د ستونزو د حلولو په موخه وپیژندل شول .

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړیوالوچارو کمېسيون غونډه کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پلاوي سفر او د هېواد د اوسني امنيتي وضعيت او ستونزو په هکله خبرې اترې مثبت  ګام وبلل شو، اوهیله څرګنده شوه چې نړیواله ټولنه دې د ترهګری  سره په مبارزه ، د تروريزم سره پر همغږو د پوره  فشار راوستل او افغانستان د بيارغاونې او مرستو په برخو کې لازمې مرستې وکړي.

دغه راز د افغانستان د سولې د عالي شورا او د طالبانو کوېټې شورا او حقاني ډلې سره پرغير رسمي خبرو چې د ترکيې په هېواد کې ترسره کيږي خوښي وښودل شوه او د ښکېلو غاړو وغوښتل شول ترڅو د هېواد د اوسېدونکو د سپېڅلي آرمان ته درسیدو لپاره صادقانه مرسته وکړي. 

25-Jadi96-Bio.JPG 

د کمېسيون د مرستيال محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د پوليسو منسوبينو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو په اړه د کورنيو چارو وزارت روغتيايي رئيس قندهار شينواري معلومات وړاندي کړل او ويې ويل، د پوليسو په برخه کې ټولو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو پرسونل شتون لري او د پوليسو منسوبينو او د دوي کورنيو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندي کولو بوخت دي او د دي تر څنګ په کابل، ننګرهار او مزار شريف کې د پوليسو روغتونونه فعال دي او ژر تر ژره به د هلمند ولايت کې يو روغتون په خپل کار پيل وکړي او زياته يې کړه چې د هېواد د جمهور رئيس او کورنيو چارو وزارت د پاملرنې له امله د پوليسو درې سوه بستريز روغتون د آم آراي، ستي سکن، د زړه ګراف، اندوسکوبي دستګاو په شاون پرمختللو وسايلو او نورو مجهزو ضروروي وسايلو سمبال شوي او يو شمېر ډاکټران د فرانسويانو روغتون کې په مسلکي روزنو بوخت دي.نوموړي روغتيايي برخو کې ستونزې د ملي اردو د روغتيايي برخې په پرتله پراخې وګڼلې او ويې ويل، په داسي حال کې چې د پوليسو روغتونونو کې درمل باکيفيته دي خو پېرل يې چې د بهرنيانو له خوا ترسره کيږي په وخت سره نه کيږي بايد ټول درمل په يوه وخت کې د روغتيايي پرسونل په واک کې ورکړل شي. ډاکټر شينواري وويل، سره له دي چې پوليس د جګړې په لومړې کرښه کې قرار لري خو د ټپيانو په لېږد کې يې دوه ګونې چلند کيږي چې بايد په دي برخه کې پاملرنه وشي، کوم کسان چې ټپيان کيږي څه پوليس او څه د اردو څخه وي ژر تر ژره دي د ځمکې او هوا له لارې انتقال کړاي شي او زياته يې کړه اړتيا شته د پوليسو د درې سوه بستريز روغتون د لا ښه امنيت د ټينګښت په موخه په سيمه کې زيات تحکيمات ترسره شي. کمېسيون د نوموړي د څرګندونو په اورېدو او د تعيناتو جدول په مطالعې سره د پوليسو منسوبينو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو په موخه يو لړ لازمې لارښوونې وکړي.

25-Jadi96-Dfai.JPG 

د حاجی صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې په داسي حال کې چې د معلولينو او عامه هوساينې د کمېسيون رئيس نثار احمد حارس هم ګډون درلود، د مشرانو جرګې د عمومي غونډې د پرکړې پر بنسټ د مرکزي بانک لومړې مرستيال د ياد بنسټ د پولي سياست مرستيال سره يو ځاي د بهرنيو اسعارو د بيو د لوړوالي او د افغانيو پيسو د ارزښت د کمښت په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل.
يادو مسئولانو د مالي کال وروستۍ ربع کې د حکومت د زيات لګښت، ګاونډيو هېوادونو کې د ډالرو ارزښت د لوړېدو او په هېواد کې امنيتي مسايل يې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو پيسو د ارزښت د کمښت عمده عوامل وګڼل او ويې ويل چې په بازاراونو کې د ډالرو د بيې لوړوالي موقتي او د مرکزي بانک په مداخلې سره اوس ښه وضعيت لري او يو امريکايي ډالر نن په بازارونو کې نهه شپېته او څلويښت پيسو باندې بدليده او دغه بانک د بيو د ثابت ساتلو په موخه تل جدي هڅې کړي دي، يادو مسئولانو ١٣٩٦ مالي کال کې د اسعارو او د تورم وضعيت ښه و ارزوه، ويې ويل چې په دي کال کې د نورو کلونو په پرتله شاوخوا پنځه سوه ميليونه ډالر کم بازار ته وړاندي شوي او د مرکزي بانک دغه اقدام د دولت د اقتصاد او ذېرمو په ګټه دي او د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله د افغانيو پيسو ثبات ښه وو.

دوي زياته کړه، د هېواد مرکزي بانک په روان مالي کال کې د افغانيو پيسو د ارزښت د ثابت ساتلو، صرافانو ته د يو شمېر ډالرو د ليلام، خصوصي بانکونو باندې د لوړ بيه پاڼو د پلور او خلکو سره د صکوکو معاملاتو په موخه استفاده وکړي.

25-Jadi96-Mali.JPG 

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو اورېدو كمېسيون په غونډه كې، د ملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو قوماندان او د ستردرستيز مرستيال سره د محمد عاشور په نامه د خاصو قطعاتو يو تن سرتېري شكايت چې مدعي دى . د رخصت اخيستلو وروسته د لارې په اوږدو كې د مظاهره چيانو له خوا وهل او ټكول شوى د ډاكټرانو د تداوۍ او تشتخيص وروسته و تقاعد ته سوق شوى خپله اكراميه او د تقاعد پيسې يې ترلاسه كړي خو د كنډك د قوماندان د لوري يادې پيسې بيرته زما څخه اخيستل شوي . يادو مسئولانو په دې اړه په په خپلو توضيحاتو كې وويل د راغلي معلوماتو پر بنسټ نوموړي سرتيري د خبرتيا پرته خپله دنده پرېښودې او د مظاهره كوونكو سره يو ځاى شوى چې د تاوتريخوالي په پايله كې ټپي شوى، خو عارض ادعا لري چې د په رسمي اجازه يې خپله دنده پرېښوولې، كمېسيون د موضوع په اړه پرېكړه وكړه چې مسئولين دي ياده ستونزه دي په نظامي چارو كې عدلي او قضايي ادارې تعقيب او د خپلو اجراآتو په اړه دي رپوټ وړاندې كړي .دغه راز د سيمه ايزو ارګانو د مستقلې ادارې او د نورم او استندرد د ملي ادارې د كاركونكو شكايت چې د خپلو بستونو د اعلان په اړه درلودى د اصلاحاتو د مستقل كمېسيون د تعيناتو د بورډ مسئولينو او د نورم او استندرد د ملي ادارې د بشري سرچينو له رئيس سره مطرح شول، كمېسيون د دواړو غاړو خبرې واورېدې پرېكړه وشوه ياده موضوع دي رسماً د اصلاحاتو د مستقل كمېسيون اړونده څانګو ته ولېږدول شي ترڅو د عارضينو قناعت حاصل او قانوني اجراآت ترسره شي .همداراز د باميانو د ولايت د ورس د ولسوالۍ د ښاري خدمتونو د محصول د ټولولو مسئول رحمن نومې شكايت چې مدعي دى د ياد ولايت د ولايتي شورا يوتن غړى د حاجي اسدي په نامه د محصول د ټولولو مخنيوى كوي چې د باميانو ولايت د ټاكل شوي پلاوي په حضوركې مطرح شو چې پرېكړه وشوه ياده موضوع دي په رسمي توګه د باميانو د ولايت مقام ته واستول شي او د عارض د بياځلي په شكايت سره به كمېسيون معروض عليه عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي ترڅو د نوموړي سره قانوني چلند وشي . 

 25-Jadi96-Shikayat.JPG

د عبداللطيف نهتضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړوزده كړو چارو كمېسيون په غونډه كې، د ولسمشر پر تقنيني فرمان د مالدارۍ چارو د تنظيم د قانون په اړه بحث او د تائيد وړ وګرځېد . دغه راز د دوهم اجلاس د روان تقنيني كال پر رپوټ چې د قوانينو طي مراحل، د دولتي او خصوصي د لوړوزده كړو موسسو څخه نظارت او كتنه، د ولايتي اداراتو څخه كتنې، د ارشاد، حج او اوقافو چارو څخه ليدنه، د موكلينو ستونزې او ډېرو مواردو باندې بحث او نظريات مطرح شول . په پاى كې د قزاقستان په هېواد كې د افغان محصلينو پر ستونزو خبرې وشوې او د نوموړو عرض پاڼې د رسيده ګۍ په موخه اړونده مراجعو ته واستول شوې .  

 25-Jadi96-Farhangi.JPG