اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د مرغومي ٢٤ مه

د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دوو عنوانه تقنيني فرمانونو د تصويب سربېره د هېواد د روانو مسايلو په اړوند نظريې وړاندې شوې.

24-Jadi96-JAL1.JPG 

د شکنجې د منع قانون په اړه تقنيني فرمان او د ياد فرمان لومړﺉ ګڼه ضميمه چې په کمېسيونونو کې تر څېړنې لاندي نيول شوی وو د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون د ریيس اوغړو له خوا وړاندې او تصويب شو او هم د افغانستان په هوایی قلمرو کې د بهرنيو دولتونو د پوځي هلیکوپترو او الوتکو د الوتنو د تنظيم قانون په اړه تقنيني فرمان د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون د ریيس او غړو له خوا وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شو.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو کابل ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د پلاوي راتګ په افغانستان کې د سولې او ټيکاو دټینګښت په موخه يو مناسب فرصت وباله او د نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د برحقه غوښتنو مطرح کول يې وګڼل او ويې ويل:اړتيا شته چې د هېواد دولتي چارواکي له دې طلايي فرصت څخه ګټوره استفاده وکړي او ياد پلاوى ته قناعت ورکړي چې د تروريزم اصلي ځالې د پاکستان خاوره کې دي او ترهګرې ډلې د ياد هېواد لخوا تمويل او سمباليږي چې بايد دې لوبو ته د پاي ټکې کيښودل شي او هم د هېواد په دننه کې د تروريزم د پراخوالي مسله او دې سره ټینګه مبارزه په هر اړخيزه توګه له دوی سره شريکه کړاي شي تر څو په افغانستان کې رښتيني سوله او ټيکاو را مینځ ته شي.

په غونډه کې سناتورانو د جمهور ریيس او اجرائيه رئيس څخه د ټاکنو دخپلواک کمېسيون د کميشنر په توګه د سيد حفيظ الله هاشمي د انتخاب له امله مننه څرګنده کړه او ويې ويل، د مشرانو جرګې د دارالانشا لوی ریيس سيد حفيظ الله هاشمي یوپیاوړی مدیر،وتلې څیره او ملي شخصيت دې چې هیله کیږي د نوموړي په انتخاب سره راتلونکې ټاکنې په خپل وخت په شفاف ډول ترسره،د ټاکنيزو کمېسيونونو تر منځ اړيکې ښې اوهم د خلکو بي باورۍ چې د انتخاباتو پر وړاندې يې درلودې؛حل کړای شي او حتي ځينو سناتورانو هيله څرګنده کړه، که چېرې سيد حفيظ الله هاشمي چې يو باتجربه شخص اوکارپوه مدير دې د کمېسيون مشر شي، شته ستونزې به تر يو بريده پای ته ورسيږي.

دغه راز په غونډه کې د مجلس يو شمېر غړو د ولسمشر د خبرو په اړه چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو اکاډمۍ د افسرانو فراغت غونډه کې يې کړې وې،غبرګون وښود او ويې ويل، که چېرې عدالت او روڼوالي د حکومت په ټولو برخو کې شتون ولري هيڅکله به دخلکو استازي مجبور نه شي چې د خپلو موکلينو د ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو ته مراجعه وکړي او زياته يې کړه چې د قانون سره سم د خلکو استازي حق لري چې د خپلو موکلينو ستونزو ته رسيدګي او د حکومت کړنو څخه څارنه وکړي خو يو شمېر نورو د هېواد دولسمشر له خبرو څخه ملاتړ اوهرکلی وکړ، ويې ويل چې د اداري فساد سره د مبارزې او ناوړه ګټې اخيستنې په موخه اړتيا شته چې مقررۍ د قانون سره سمې ترسره شي او اجازه ورنکړل شي چې د ملي شورا ځينې غړى او بانفوذه کسان په ګمارنو کې لاسوهنې وکړي.

24-Jadi96-JAL2.JPG

د کابل ګارنيزون قوماندانی د ملي شورا غړوته ته د مزاحمت رامنځته کول، د افغانستان د جمعيت اسلامي د رهبري شورا غړى مرحوم استاد محمد نسيم فقيري روح ته دعا او کورنۍ ته يې د ډاډګېرنې څرګندول، د دولت مخالفينو سره د افغانستان د حزب اسلامي د سولې طرحې څخه هرکلی چې ټاکل شوې په ترکيې هېواد کې په لاره واچول شي، د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو څخه د ممانعت په موخه د دولت د مخالفينو په ګډون د کنړ ولايت د خلکو دمقاومت څخه هرکلی، زندانونو څخه د حزب اسلامي اړوند د پنځه اويا زندانيانو خوشي کېدلو باندي ملاحظات او نورو زندانيانو د حقوقو پښو لاندي کول، د بهرنيو اسعارو د لوړېدو په نسبت د لومړنيو توکو د بيو لوړوالی د ستونزو په حل ټينګار، اوسنيو شرايطو کې د هويت څخه د دفاع جبهې د جوړېدو په موخه يو شمېر افرادو باندې نيوکه او د اړوندو ارګانونو له خوا د دې موضوع په اړه پرڅېړنوټينګار، د پاکستان د کرکټ ټيم پر وړاندې د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ملي ټيم برياليتوب څخه يادونه اومبارکي، د ملي سرود د غږېدو په وخت د قانوني ودرېدو طرز څخه د هېوادوالو له پاره په پوهاوي ورکولو ټينګار، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پاڅون کوونکو څخه د ديارلس تنو د وژنې په خاطر په امريکايي پوځيانو باندې نيوکه او د مسئولو ارګانونو له خوا د يادې پېښې په جدي څېړنه ټينګار، د ولسي جرګې له خوا د ملي بودجې د نه تصويب څخه د اندېښنې څرګندول، د معلوليت لرونکو اشخاصو د ستونزو د څېړنو په موخه د مشرانو جرګې د رئيس او لومړي نايب څخه د قدردانۍ څرګندول،د پوليسو د اعاشې دستونزې په حل ټينګار، د لوي څارنوال او مرستيالانو د کړنوڅخه د تقدير وړانديز او ځينې نور مسايل وو چې د غړو په آزادو بحثونو کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې چې د غونډې رياست د جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار په غاړه درلود د ننګرهار ولايت د اچين او د فراه ولايت د بالابلوک پېښو د قربانيانو کورنيو سره د غم شريکۍ د څرګندولو تر څنګ يې د کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل تر څو دغه موارد وڅيړي او هم يې د استاد محمد نسيم فقيري دجمعیت اسلامی ګوند درهبری شورا غړي د مړيني له امله د لغمان ولايت خلکو ته ډاډګېرنه څرګنده کړه او د مرحوم څخه يې دعلمي څیرې په توګه يادونه وکړه.

24-Jadi96-JAL3.JPG 

لومړي نايب زياته کړه، داسي طرحه دې جوړه شي چې هيچاته د غير قانوني مقرريو اجازه ورنه کړل شي او حکومت دي خپله هم په ګمارلو کې رښتيني شايسته سالاري رعايت کړي

محمد علم ايزديار څرګنده کړه چې د بلخ ولايت په اړه خبرې روانې دي، هيله ده چې اوسني وضعيت ته په کتو سره په معقول ډول ورته رسيدګي وشي او زياته يې کړه هر اقدام چې سولې او امنيت دټینګیدو سبب شي دخلکو دملاتړ وړ دی او هيله کيږي چې حکومت او دسولې عالي شورا په لازمې همغږۍ د قضاياو په جريان کې ښکېله وي.

لومړي نايب د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړى په توګه د مشرانو جرګې د دارالانشا دلوی رييس سيد حفيظ الله هاشمي ګمارنې له امله مبارکي وويله او ياد اقدام يې پر ځاي او غوره وباله او د سيد حفيظ الله هاشمي، مرستيالانو او د دارالانشا د لوی رياست د ټولو کارکوونکو له کړنو او هڅو څخه یې مننه څرګنده کړه.

ايزديار کابل ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د پلاوي راتګ څخه هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل تر څو واحد سياست خپل او له دې فرصت څخه لازمه ګټه واخلي او له دي لارې ټول امنيتي مسايل او د پاکستان د لاسوهنو موضوع د امنيت شورا لوړپوړو مسئولينو ته انتقال کړي، په پاي کې یې د پاکستان پر وړاندې د هېواد د کرکټ دنولس کلنو د ټيم بريایې وستایله اوپه راتلونکو لوبوکې یې ور ته د نورو برياليتوبونو هيله وکړه.

24-Jadi96-JAL4.JPG 

همدا راز په غونډه کې د اجندا سره سم دروان تقنیني کال ددویم اجلاس رپوټونه غونډې ته وړاندې شول چې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون رپوټ د سناتور ګل احمد اعظمي، د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون کاري رپوټ د سناتور محمد رحيم حسن يار، د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون رپوټ د سناتورې عزيزې مصلح او د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون رپوټ د سناتور محمد عثمان رحماني له خوا وړاندې او ټاکل شوې د يادو کمېسيونونو تفصيلي رپوټ سبا شپه د مشرانو جرګې د کمېسيونونو په خبرونو کې خپاره شي.