اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د مرغومي ٢٣ مه نېټه

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د معلولينو، عامه هوساينې او چاپېريال ساتنې چارو کمېسيون غونډه کې د کمېسيون د دوهم اجلاس د اووم تقنيني کال کاري رپوټ د قناعت وړ وارزول شو د کمېسيون د رئيس لخوا د کمېسيون د غړو فعاله ګډون په غونډو کې وستايل شو او وپتیل شوه چې دکمیسیون غړي به دژمنیو تعطیلاتو په ترڅ کې دخپلو موکلینو ستونزې واوري او دحل په موخه به یې داړه حکومتي چارواکو سره مطرح کړي. د غونډې په بله برخه کې د معلوليت لرونکو کسانو وړانديزونو څخه لکه ولايتونو او ځينو نورو ادارتو کې د سلاکارانو د پستونو رامنځ ته کېدل، ياد قشر ته د شغل ايجادول د دوى حقوق او امتيازات په وخت سره ورکول او ځينو نورو مسايلو په اړه خبرې و شوې اوپه اړه یې لازمې پریکړې وشوې.   

23-Jadi96-Rifai.JPG 

د مېرمنې شفيقۍ نوروزخيل په مشرۍ د ښځوچارو او مدني ټولنې کمېسيون غونډه کې، د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي د مخنيوي د ملي برنامې او د ښځو چارو، حج او اوقافو، عامې روغتيا، عدليې، کورنيوچارو، پوهنې، لوړوزده کړو وزارتونو دغه راز د سترې محکمې پر مسئوليتونو خبرې وشوي او وپتېيل شوه د تاوتريخوالي د مخنيوي عالي کمېسيون او نور اړوند ارګانونه خپل د کړنو او فعاليتونو رپوټ د تاوتريخوالي په ملي پروګرام کې چې په تطبيق شويو مکانيزمونو پورې اړوند، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنيوي، د ښځو په حقوقو او مالي ملکيتونو پورې اړونده پاليسۍ، د معياري برنامو په لاره اچول، دعامه پوهاوى، د کورنی قانون، د ودونو او طلاقونو د پروتوکول لاسليک د مسئولو اداراتو ترمنځ د ثبتولو شمیرې او اطلاعاتو لپاره دى ژرترژره دې کمېسيون ته ارايه کړي . 

23-Jadi96-Zanan.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غونډه کې، د آرياناافغان هوایی شرکت د دوو الوتکو د درېدو د څرنګوالي پر ستونزو، د سهم لرونکو نه پاملرنه، د هوانوردۍ د ادارې لخوا د ياد شرکت نه ملاتړکول او د احتمالي ورشکستګۍ په اړه يې خبرې وشوې وپتېيل شوه چې پدې اړه دې د وضاحت  ورکولو لپاره د ماليې وزير، د هوانوردۍ د خپلواکې ادارې لوی ریيس، د ملي تدارکاتو رئيس او د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس د کمېسيون د مرغومي مياشتې د پنځه ويشتمې نېټې په غونډه کې ګډون وکړي .

دغه راز د داخلي او بهرنيو مکالمو د بيو د لوړوالي، د ضعيفه انټرنيټي خدمتونو، په بازارونو کې د راجسترېشن د اصولو او مقرراتو پرته د سيمکارتونو وېش او خرڅلاو او په ځينو ولايتونو کې د شپې لخوا د مخابراتي خدمتونو پر پرېکون خبرې وشوې وپتېيل شوه ترڅو د اترا د ادارې ریيس او د دولتي  او خصوصي مخابراتي شرکتونو لوړ پوړي مسئولين دې دکمیسیون په یوې غونډه کې په دې اړه او هم روان کال کې  د خپلو لاس ته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي .

په پاى کې د کابل ښاروالۍ د روان کال د پلي شويو پروژو د څرنګوالي رپوټ، د پډولې دښت د پروژې د کار پر درېدنه، د خپلسرو اوغيرقانوني ودانيو د رغاونې نه مخنيوۍ، د يادي ادارې د عايداتي منابعو د راټولو پر څرنګوالي، د غصب شويو ملکيتونو او ترانسپورتي تم ځايونو په اړه معلومات، د ميترو بسونو او هوايي پلونو د رغاونې، کابل ښاروالۍ ته د ترافيکو د مسئوليتونو سپارل، د ځمکو د نمراتو پر وېش او د سرکونو د رغاونې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست او د ملکيتونو رئيس، دطرحې او تطبيق رئيس، د څلورمې او اوومې ناحيو ریيسان او د کورنیو چارو وزارت دترافيکو ریيس دې د کمېسيون د مرغومې د اوه ويشتمې نېټې په غونډه کې د يادو موادو په اړه توضيحات ورکړي .      

23-Jadi96-Mukhabirat.JPG 

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د کډوالو او منلو پر وړاندې يې د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس وروستۍ څرګندونې نژاد پرستانه او تبعيض آميزه وګڼل شوې او دغه څرګندونو د ټولو نړيوالو اصولو او خلاف او غير مسئولان وګڼل شوې، خو هيله څرګنده شوه له هغه ځايه چې د امريکا متحده ايالات د بشر اساسي حقوقو، آزادۍ او د ديموکراسۍ اصولو ته درناوى لري، اړتيا شته چې د کډوالو د منلو پر وړاندې اسانه شرايط اجرا ته وړاندي کړي. همدا راز کمېسيون د تروريستي ډلو پر وړاندې مبارزه کې د افغان پوځيانو څخه د ملاتړ او روزنې په موخه د ځانګړو زرو پوځي ځواکونو د لېږد په اړه د ياد هېواد پريکړې څخه هرکلې وکړ او دغه ګام يې د سولې او ټيکاو په ټينګښت کې يو نيک ګامل وباله. د غونډې په پاي کې د پاکستان هېواد له خوا په ياد هېواد کې د افغان کډوالو زورول د ټولو قوانينو او نړيوالو معاهد خلاف عمل وګڼل شو، د کمېسيون غړو د دي تر څنګ يې د پاکستان د ولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو سره په نرمۍ چلند وکړي، ټينګار يې وکړ چې د هېواد د بهرنيو چارو او کډوالو چارو وزارتونه دي د ديپلوماتيکو لارو دغه مسله حل کړي تر څو مطرح شوې ستونزې حل شي.

23-Jadi96-Bio.JPG 

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس، د کابل شاروالۍ مرستيال، د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو عمومي رئيس او نورو اړوندو مسئولانو د هوا ککړتيا څخه د مخنيوي او د دي څخه د رامنځته شويو ناروغيو په موخه د خپلو تدابيرو په اړوند سناتورانو ته ځوابونه وړاندي کړل، ويې ويل چې د چآپيريال ساتنې اداره د ا ړوندو ارګانونو په همکارۍ منظم پلانونه طرحه کړي چې په پلي کېدو سره به يې د کابل ښار هوا د ککړتيا څخه وژغورل شي. په غونډه کې په داسي حال کې چې د اومه سړکونو شتون، هوټلونو، د استوګنو بلاکونو، د خښتو بټيو، حمامونو کې په غير معياري توګه د ډبرو سکرو څخه ګټه اخيستل او د ترافيکو ګڼه ګوڼه د چاپيريال ساتنې د ککړتيا اصلي لاملونه وګڼل شول او ټينګار وشو چې ژر تر ژره  ياد پلان پلي شي.د غونډې په بله برخه کې يو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين څخه خپل شکايتونه مطرح کړل. يو شمېر ځوانان چې د ځوانانو چارو د معين پر وړاندې يې د ملي شورا تر څنګ اعتراض کړي وو د دوي استازو د کمېسيون ناستې ته حضور راوړ، ويې ويل چې د ځوانانو چارو معين د ځوانانو د پرمختګ له پاره پلان نه لري او په دي برخه کې هيڅ راز لاسته راوړنه هم نه لري او هيله مند يو چې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون دي مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او موضوع له نږدې وڅيړي.کمېسيون د دوي د شکايتونو پر بنسټ پريکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې دي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د ياد وزارت د ځوانانو چارو معين ګډون وکړي تر څو مطرح شوى موضوعګانې له دوي سره مطرح شي.  د غونډې په پاي کې د کلونو راهيسې د کندهار جامع جومات د رغاونې کار د نه تکمل څخه راغلى شکايت د ښارجوړونې چارو وزارت معين، د کندهار ښاروال، د ساختماني تصدۍ رئيس او نورو اړوندو مسئولانو سره مطرح شو.په غونډه کې د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته پريکړه وشوه چې د کندهار د جامع جومات د رغاونې پروژې د کارکوونکو معاشونه دي ژر تر ژره ورکړل شي او د جومات د کار د تکميل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي ځکه له دي زيات ځنډ کمېسيون او کندهار ښاريانو ته د منلو وړ نه دي.

23-Jadi96-Shikayat.JPG 

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو كمېسيون په غونډه كې د ملي دفاع وزارت مرستيال او د حقوقو رئيس، د ملي امنيت د عمومي رياست حقوقي سلاكار، د كورنيوچارو وزارت پېژندوال او حقوقي كارپوه، د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي قانون په اړه د ولسمشر پر تقنيني فرمان بحثونه وشول او وپتېيل شول په راتلونكو غونډو كې د حقوقي او مسلكي كارپوهانو نظرونه تحليل او وروسته به د پام وړ تصاميم ونيول شي .   د غونډې په پاى كې د انجنير غلام علي نبي زاده شكايت چې مدعي دى د لسو كلنو را په دې خوا د آزادې سيالۍ له لارې د ګمركونو د عوايدو د تفتيش د رئيس په توګه مقرر شوى او په دې پست كې دنده ترسره كړې او اوس مهال يې هم د سي بي آر د سيالۍ آزموينه وركړې، پر ځاى يې بل كس د آزموينې د وركړې پرته په ياد پست كې مقرر او د ملكي خدمتونو او د كاركونكو د ذاتي قانون خلاف د نوموړي بست څخه منفك شوى د بې سرنوشتۍ په حالت كې شپې او ورځې تېروي .  كمېسيون د نوموړي دعرض پاڼې په لوستو سره ياده موضوع د اړيكو له مخې اړونده مراجعو ته ارجاع ترڅو لازمه رسيده ګي ور ته وشي . 

23-Jadi96-Adli.JPG