اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د۱۳۹۶ کال د مرغومي شلمه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډې کي د افغانستان د پایداره انکشاف د موخو او په  ښځو باندي ددي موخو او هدفونو د مثبتو اثراتو په اړه بحث تر سره شو او په ځانګړي ډول ټینګار وشو چې دي پراختیايي هدفونو ته دي له اړوند جزیاتو سره پوره دقت وشي،کمیسیون پريکړه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې دي اړوندې ادارې په دي برخه کې خپل پروګرامونه په لیکلي ډول د ښځواو مدني ټولنې کمېسيون ته راوليږي.د غونډې په بله برخه کې د افغان مېرمنو د کاري ملي پروګرامونو او د افغانستان د پایداره انکشاف له هدفونو سره د دي د اړيکو په اړه خبري وشوې او  وپتييل شوه چي مسئولې ادارې او په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت دي ژر تر ژره په دي هکله خپل رپوټ د کره ارقامو او د ياد پروګرام د پلي کېدو په هکله د کمېسيون غونډې ته وړاندي کړي. په پاي کې د کمېسيون غړو په تېرو اتو کلونو کې د دغې پروګرام د نه عملي کولو له امله اندېښنه څرګنده کړه او پريکړه يې وکړه چي د ښځو دملي کاري برنامي،په حکومتي ادارو کي دجنسیت د برابرۍ پالیسۍ او ددي پالیسیود تطبیق د څرنګوالي په هکله دي مسوول ارګانونه استجواب شي.

20-Jadi96-Zanan.JPG 

د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د مالدارۍ چارو د تنظيم قانون په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان او په ځانګړې توګه د ياد قانون د اوومې او نهمې مادې په اړه بحث وشو او  پاتې برخه يې راتلونکو غونډو ته وځنډول شوه. د غونډې په پاى کې د کمېسيون غړو د بهرنيو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې د افغانيو د بيې د راټيټېدو او په هېواد کې د سون او خوراکي توکو د بيو د لوړوالي څخه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې، پريکړه يې وکړه چې د مرکزي بانک لومړى مرستيال دي د کمېسيون د راتلونکې اونۍ په يوې غونډه کې د خپلو د تدابيرو په اړوند د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.

20-Jadi96-Mali.JPG 

د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون له لوري د جلال آباد ښار د تجربوي ليسې د ملکيت د احاطې په اړه د يادې ليسې د شکايت په اړوند د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا دراستول شوي مکتوب په اړه چې د وزيرانو شورا هم پريکړه کړې چې د دغې ځمکې څخه دي هم پوهنتون او هم تجربوي لېسه په ګډه استفاده وکړي، تربحث لاندي ونیول شو او د اجرااتو په موخه ځانګړي کمېسيون ته وليږل شو. د غونډې په دويمه برخه کې د ملي شورا د امنيتي مسايلو او د دارالانشا د لوی رياست مالي اړوند موضوعګانو په اړه بحث او پريکړې وشوې، همدا راز کمېسيون ته راغلي عريضې او مکتوبونه د اجرااتو په موخه اړوندو بنسټونو ته ولېږل شوې.

20-Jadi96-Emtiazat.JPG 

د نثار احمد حارس په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون په غونډه کې د فصلي حرارتي بدلونونو، ښارونو کې د طبيعي ککړتيا، په دي فصل کې د هوا د ککړتيا په اړه چې د هېواد ګڼ میشته ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې د ښاريانو له پاره د ستونزو د رامنځته کېدو په اړه بحث وشو او د هوا ککړتيا څخه د مخنيوى دولتي عالي کمېسيون پريکړو له جملې څخه د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، ښځو چارو وزارتونو په همکارۍ د ټوليزو رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پيغامونو خپرول، په مرکز او ولايتونو کې د دودجنو موټرو توقف او د سهار او ماځيګر په وختونو کې د موټرو د تګ راتګ محدودول، د سون توکو مارکيټ او په ځانګړې توګه د ګازو او د ژمي په موسم کې د طبيعي ګازو د بيو راټيټولو کې د حکومت مداخله، ښارونو کې د دولتي ادارو د سون توکو د تعويض بهير څخه څارنه د کمېيسون د غړو د تائيد وړ وګرځيده او څرګنده شوه چې مسئولي ادارې دي د يادو پريکړو په عملي کولو کي جدي پاملرنه وکړي. همدا راز د کمېسيون غړو د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانيو پيسو د بيې د کمښت په اړه خپلې اندېشنې څرګندې کړي او زياته يې کړه چې د مرکزي بانک د رئيس د څرګندونو پر بنسټ د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانيو د کمښت لوي علت په هېواد کې وروستي کړکيچونه دي.د کمېسيون غړو د مرکزي بانک څخه وغوښتل تر څو په دي برخه کې لازم پلانونه تر لاس لاندي ونيسي. د غونډې په دويمه برخه کې د کمېسيون غړو د ربړونې قانون د لومړې ګڼه ضميمې او د محبسونو او توقيف خانو قانون د ديارلسمې او اته دېرشمې مادې د ایزاد دطرحې په اړه په بحث سربېره د افغانستان خلکو له پاره د اساسي قانون د څوارلسمې کليزې له امله مبارکي وويله، د ملي يووالي حکومت د مشرانو يې وغوښتل تر څو د دغې ملي وثيقې د پلي کېدو غوره زمينې برابري کړي او پرينږدي چې د اساسي قانون ترپښو لاندي شي. د غونډې په پاي کې د کمېسيون غړو د مقرريو، تبديليو او د امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ملي پوليسو د ترفيعاتو په برخو کې د ملي شورا د نه مداخلې په اړه د جمهور رئيس وروستۍ څرګندونو څخه هرکلې وکړ او د کورنيو چارو وزارت مسئولينو څخه يې وغوښتل تر څو په دي برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

20-Jadi96-Rifai.JPG 

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او كوچيانو چارو كمېسيون په غونډه كې د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د قانون په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان د مادو پر تعديلونو بحث وشو او د نورو بحثونو لپاره راتلونكو غونډو ته وځنډول شو . همداراز په غونډه كې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۲۰۱۷ ميلادي كال كې افغانان د جګړو له امله هره ورځ د ۱۲۰۰ډير كسان كډې كولو ته اړ کیږي،د رپوټ له مخې لومړى د ننګرهار ولايت چې سلوزره څخه زیات كسان، په كندوز کي نژدي څلویښت زره کسه اوبادغیس په ولایت کي شاوخوا شپږویشت زره تنه كډه كولو ته اړ شوي همداراز د پاكستان او ايران له هېوادونو څخه هم د كډوالو راستنېدنه زياته شوې چې د دوى راستنېدل بايد په جبري توګه نه وي او كډوالو باید د اوسنیو سياسي کړکیچونوقرباني نشي . دغه راز د غونډې په بله برخه كې د كنړ ولايت د مسئولينو په وينا دسركاڼو ولسوالۍ په شونكړۍ سيمه كې د پاكستاني پوځ له خوا د توپونو ګذارونه شوي چې يو تن شهيد او اته تنه ټپيان شوي او په روان كال كې د ياد هېواد د پوځيانو له خوا پنځه زره توپونه توغول شوي چې ډېر ځاني او مالي زيانونو يې اړولي دي د كمېسيون غړو د پاكستاني پوځيانو دا عمل په كلكه وغانده او د نړيوالې ټولنې يې وغوښتل تر څو په دې هكله جدي اقدامات وكړي .

20-Jadi96-Aqwam.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئيس جنرال جميل کوهستاني د نشه يي توکو او الکومي مشروباتو د پلور، تښتونو او د اسلامي اعمالو خلاف کړنې چې د کابل ښار ځينو هوټلونو کې ترسره کيږي، معلومات وړاندي کړل. نوموړي وويل په دي وروستيو کې  د پوليسو منسوبينو د کاري پروګرامونو او پلانونو ر اساس کابل ښار کې ځينې سيمې چې په کې نشه يي توکي او الکولي مشروبات پلورل کيږي او هم اسلام ضد کړنې او اخلاقي جرايم ترسره کيږي، پيژندلي او خلک يې هم نيول شوي دي، نوموړي فقر، بيکاري، د تلويزيوني مبتذلو پروګرامونو خپرول، د ټولنې ناسالمې سيالۍ، ځينو حالاتو کې د مور او پلار کمه پاملرنه، د ودونو لګښت لوړوالي او ځينې نور عوامل يې د جنايي او اخلاقي جرمونو له عواملو څخه په ګوته کړل.همدا راز څرګنده يې کړه چې د کابل ښار د بنايي سيمه کې دولتي ځمکې غصب شوي او دغه سيمه د الکولي مشروباتو په عمده فروشۍ بدله شوې وه چې پر  وړاندې يې نهه ځلې د کورنيو چارو وزارت اقدامات وکړل خو د ځينو له خوا يې ملاتړ کيده او څه موده مخکې چې د دي سيمې پر  وړاندې اقدام وشو د اړوندې څارنوالۍ او له خوا د هټيو د مهرولاک په موخه ترسره شو او په دي کې حسين نومي چې په ډول ډول جرمونو تورن وو، ونيول شو خو بدبختانه د ځانمرګي بريد له امله د پوليسو ديارلس تنه منسوبين شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول.د غونډې په دويمه برخه کې د بګرام زندان د نظامي پوليسو قوماندان د هغو زندانيانو ود شکايت په تړاو چې ويل کيږي ربړول کيږي د کمېسيون غړو ته معلومات وړاندي کړل او ويې ويل، کوم پلاوى چې د ملي دفاع وزارت، لويې څارنوالې، د بشري حقونو کمېسيون او يوناما چې له دي زندان څخه ليدنه کړې او د زندانيانو استازو سره يې کتلي، هيڅ راز ربړونه يې نه ده موندلي، سره له دي هم د کمېسيون څخه وغوښتل شول چې د دي زندان څخه د څېړنې په موخه څارنيزه کتنه وکړي.همدا راز د غونډې په بله برخه کې د ميدان ورکدو ولايت د ملي پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن اقتاش د اجيرو او پرديپالو دښمنانو ډله ييز بريد په اړه چې څه موده وړاندې د دي مرکز د امنيتي منسوبينو له خوا دفع او څوارلس تنه ځانمرګي هلاک شول، معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې د کشفي او استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د ډله ييز بريد پر وړاندې تدابير نيول شوي وو چې له امله يې د دښمنانو شوم پلان شنډ کړاي شي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواوکونو لاسته ورغلل.د کمېسيون غړو د روزنيز مرکز د قوماندان د وړاندي شويو څرګندونو د اورېدو وروسته د ياد مرکز د زړه ورو او وښتو ځواونو د اتلوليو څخه د مننې او قدردانۍ د څرګندولو تر څنګ د هېواد دفاعي او امنيتي زړه ورو ځواکونو څخه د ملي شورا د مشرانو جرګې د هميشني ملاتړ پر اساس د ميدان وردک د ملي پوليسو د رونيز مرکز قوماندانۍ منسوبينو ته تقدير ليک تقديم او دوي ته يې د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

 20-Jadi96-Dfai.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د پرسونل او تعليماتو چارو کې د ملي دفاع وزير د مرستيال، د دفاع وزارت د حقوقو د رئيس، د ملي امنيت رياست د حقوقي سلاکار، د کورنيو چارو وزارت د حقوقي لوي سلاکار او د عدليې وزارت د تقنين رئيس په حضور سره د افسرانو، بريدملانو او ساتمنانو د ذاتي چارو قانون په ا ړه خبرې  وشوې، يادو مسئولينو دغه قانون د نورو قوانينو په پرتله جامع، کامل او ګټور وباله، زياته يې کړه چې د پخوانيو قوانينو ستونزې د اوسني قانون په واسطه د تشکيل، تقاعد او د ملي اردو او امنيتي ځواکونو د منسوبينو د ترفيع په برخو کې حل شوي دي، دوي ياد قانون د ملي اردو د منسوبينو په ګټه وباله او ويې ويل چې په دي قانون کې د ملي اردو د ټولو منسوبينو عزت او حرمت خوندي ساتل شوې او د منسوبينو تقاعد د عالي امتيازونو سره د نړيوالې ټولنې په مرسته په پام کې نيول شوې دي، د کورنيو چارو وزارت سلاکار د مسئولينو د څرګندونو د تائيد تر څنګ وويل، د پوليسو ځواکونه تل د کمو امتيازونو او د ملي اردو ځواکونو سره د خپلو امتيازنو د نه توازن څخه برخمن وو چې يادې ستونزې په دي قانون کې حل شوي دي خو يواځي د دندو په پام کې نيولو سره د پوليسو منسوبينو د تقاعد عمر کې د نظر بدلون وغوښتل شو، رابلل شويو مسئولينو د ملي شورا له خوا د دي قانون د تائيد غوښتونکې شول. کمېسيون وپتييله تر څو په راتلونکو غونډو کې د اړوندو ادارو د استازو په حضور ياد قانون و ارزوي او پيشنهادي نظريې وړاندي کړي، په پاي کې د ربړونې د منع قانون ولوستل شو او وپتييل شوه چې د کمېيسون وړانديزې نظريې دي د تصويب په موخه عمومي غونډې ته وړاندي شي.

20-Jadi96-Adli.JPG 

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون په غونډه كې، د عامې روغتيا د معالجوي طب عمومي رئيس، د بهرنيوچارو وزارت كنسولي رئيس، د كورنيو چارو وزارت د امنيتي معينيت مرستيال، د زړه بوږنوونكو پېښو پر محال شكايتونه د عامې روغتيا د اداراتو، كابل امبولانس او امنيتي ارګانونو پر نه همغږۍ، د پېښې پر محال د ملكي كسانو راټولېدل او په غير مسلكي توګه د ټپيانو او مړو لېږد صحي مركزونو ته، د عامې روغتيا د وزارت شكايت د هندوستان له سفارته چې يوه سياحتي شركت ته يې په انحصاري توګه جواز توزيع كړى مطرح شو . د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب رئيس د ستونزو په منلو سره وويل چې د عامې روغتيا وزارت د كابل امبولانس اسټېشنونه د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې دندې وركړي د كومې دردونكي پېښي په محال د امنيتي ارګانونو په همغږۍ او د سركونو په بندولو هلته خضور مومي او ټپيان د دوى ټپونو ته په كتو سره روغتونونو ته لېږدوي او زياته يې كړه ټپيان او ضرر ليدونكي له هغه ناروغانو مهم بلل كيږي چې په بستر كې وي په خواشينۍ سره د ښاريانو او پايوازانو ګڼه ګوڼه د پېښې په ځاى او روغتيايي مركزونو كې د صحي كاركونكو د مزاحمت سبب كرځي هيله لرو هېوادوال ياد اصل په پام كې ونيسي او د روغتيايي كاركونكو سره همكاري وكړي او د دوى هداياتو ته غوږ شي .   وروسته د كورنيوچارو وزارت امنيتي معين زياته كړه د كورنيو چارو وزارت د سوق او ادارې مركز د داسې پېښو پر محال د روغتونو، ترافيكو او كابل امبولانس سره لازمه همغږي لري خو كافي يې نه بولو دا ايجابوي د لا زياتې همغږۍ لپاره د عامې روغتيا له وزارت سره يوه ناسته تر سره شي . دغه راز د بهرنيوچارو وزارت كنسولي رئيس د عامې روغتيا د اعتراض په اړه وويل ياد وزارت بايد په دې اړه طرح جوړه ترڅو د هندوستان له سفارت سره شريكه شي .  كمېسيون د يادو مسئولينو د توضيحاتو په اورېدو سره يو لړ لازمې لارښوونې د ټپيانود لېږد پر لا زياتې همغږۍ  ارايه كړې .همداراز د كابل ښار د بګراميو او د ولسوالۍ او د نژدې سيمو شكايت چې مدعي دي زموږ په سيمه كې نورو ستونزو برسېره امنيتي ستونزې، د روغتيايي مركزونو، ښوونځيو او سركونو نه شتون، تر اوسه څرګنده نه ده چې ياده سيمه په ناحيې پورې تړلې ده او كه په ولسوالۍ پورې، د پوهنې وزارت د معين، د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې مرستيال، د عامې روغتيا اړوند رئيس، د ښاروالې د ملكيتونو رئيس او د كابل د امنيه قوماندانې د سرپرست په شتون سره مطرح شول .  د كابل د امنيه قوماندانې سرپرست وويل ياده اداره پلان لري په هغه سيمه كې د يوې مياشتې په لړ كې د پوليسو په تشكيل كې سل كسان زياد كړي، په همدې توګه د پوهنې وزارت معين او د عامې روغتيا رئيس زياته كړه د سيمې د اوسېدونكو ستونزې په ناحيې يا ولسوالۍ پورې اړه نلري د دوى ستونزو ته به خاصه پاملرنه وشي .كمېسيون د سيمه ايزو اګانونو د مستقلې ادارې د مرستالې توضيحات وارېدل او يادې ادارې ته يپې دنده وسپارله د يادې سيمې د ناحيې يا ولسوالۍ پورې د تړلو كار تر لاس لاندې ونيسي او د عارضينو قناعت دي حاصل كړي .د غونډې په بله برخه كې، د ننګرهار ولايت د كامې د ولسوالۍ د ښوونكو شكايت د پخواني والي د نامناسبه چلند په اړه، د ځمكو د نمرو د نه ويش او د محلي مسئولينو نه همكاري له عارضينو سره مطرح شول او پرېكړه وشوه ترڅو د ننګرهار ولايت والي، د پوهنې وزارت سرپرست او د ياد ولايت د پوهنې رئيس په راتلونكې غونډه كې ګډون وكړي .د غونډې په پاى كې د كابل ښار د پوهنې رياست مامورين او خدماتي كاركونكي د موټر د تګ راتګ د پيسو د نه وركړې په اړه د بشري سرچينو او مالي چارو له رئيسانو، د عدليې وزارت د تقنين رئيس او د كاراوټولنيزو چارو د وزارت د حقوقو له رئيس سره مطرح شوې . چې د عدليې او تولنيزو چارو وزارتونو مسئولينو د قانوني د كرايې د تنظيم د لايحې له پلوه ياد كاركونكي مستحق وګڼل چې د پوهنې د وزارت مسئولينو د ماليې وزارت د نه همكارۍ يادوونه وكړه، چې په پايله كې پرېكړه وشوه ترڅو ياده موضوع په رسمي ډول او د عارضينو د ستونزې د حلېدو په موخه د ماليې وزارت ته د لازمو اجراآتو لپاره ګسيل شي .

 20-Jadi96-Shikayat.JPG

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د ازبيکستان د دسک مسئول او د بهرنيو چارو وزارت د کډوالو او تابعيت چارو د مرستيال په حضور تاجکستان او ازبيکستان هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو او  وضعيت د څرنګوالي په اړه بحث وشو. يادو مسئولانو وويل چې په ازبکستان کې د افغان کډوالو شمېر پنځه سوه تنو ته رسيږي چې د ياد هېواد معتبر اسناد او ويزه له ځانه سره لري، همدا راز د کمېسيون غړو ازبيکستان څخه هرات ولايت پورې د اوسپنې پټلۍ د تمديد په برخه کې د ياد هېواد له ژمنې او پريکړې څخه هرکلې وکړ او له دي څخه يې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو او پرمختګ د ټکې په نوم يادونه وکړه. همدا راز مسئولانو په تاجکستان کې د هېواد د کډوالو وضعيت مناسب وباله او په يوه ښوونځي کې د يوې ستونزې په اړه چې د افغانانو اړوند دي، يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د يوې اونۍ په لړ کې به دغه موضوع په تاجکستا کې ميشت د افغان سفارت له لارې وڅيړي او پايلې به يې کمېسيون سره شريکي کړي.

 20-Jadi96-Bio.JPG