اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د مرغومي نولسمه    

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د يو عنوان نړيوالې موافقتنامې او د مجلس د دارالانشا عمومي رئيس د تقدير ليک د ډالۍ کولو سربېره د هېواد د روانو مسايلو په اړوند بحث وشو.

 19-Jadi96-JAL1.JPG

خپل قلمرو او د قلمرو څخه بهر په خپل منځ کې د هوايي خدمتونو په اړه د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منح موافقتنامه چې د مجلس اړوندو کمېسيونونو تر لوست لاندي نيول شوې وه، د نړيوالو چارو کمېسيون د مرستيال او نورو غړو له خوا غونډې ته وړاندي او تصديق شوه.

خو په آزدو بحثونو کې د مشرانو جرګې رئيس او ټولو غړو يو ځل بيا د حزب محاذ ملي د رهبر سيد حامد ګيلاني د وروستيو څرګندونو په اړه چې ويلي يې دي،  د طالبانو مشران په افغانستان کې دي نه په نورو هېوادونو کې، زياتې تبصرې وشوې او ټينګار وشو چې ښاغلى ګيلاني په خپلو خبرو کې په مستقيم ډول د پاکستان هېواد څخه ملاتړ کړي، نوموړې بايد د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خلکو بښنه وغواړي او يا دي د طالبانو د استوګنې آدرس امنيتي ځواکونو ته ښکاره کړي.

دغه راز يو شمېر سناتورانو يو ځل بيا د بريښنايي پيژندپاڼو په وېش ټينګار وکړ او ويې ويل، د بريښنايي پيژندپاڼو په وېش کې د ځنډ په اړه د  اجراائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرونيو څرګندونو نوموړى خواشينې کړي، ځکه د نفوسو د احوال د ثبت قانون نافذ شوې او هيڅ مقام د تصويب شوي قانون د رد او اجماع د غوښتنې حق نه لري، د ملي يووالي حکومت مشران بايد ژر تر ژره د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش بهير پيل کړي خو يو شمېر نور په دي باور وو چې ډاکټر عبدالله عبدالله د خلکو د کتنو پر اساس ناچاره دي تر څو د دوي نظريې ته انعکاس ورکړي.

يو شمېر غړو د ارګ او استاد عطا محمد نور تر منځ وروستۍ ستونزې د اندېښنې وړ وګڼلې او څرګنده يې کړه چې د ستونزو پر ځاي بايد د جنرال عبدالرشيد دوستم، جنرال عطا محمد نور او جنرال عبدالرازق په شان وتلو او نفوذي کسانو څخه د سولې، ټيکار او د امنيت د ټينګښت په موخه ګټه واخيستل شي خو د مجلس يو شمېر نورو غړو د حکومت د مامورينو تغير او تبديل د ادارې او حکومتوالۍ يو اصل وباله او ويې ويل چې د اساسي قانون سره سم ولسمشر د لوړپوړو چارواکو د عزي او نصب واک لري، بايد په دي برخه کې قانون پلي کړي او زورواکۍ ته دي اجازه نه ورکوي.

د مجلس غړو وويل، په هېود کې روان وضعيت د افغانيو پيسو د ازرښت د بي څاري لوېدو او د خوړو او سون توکو د بيو د لوړوالي سبب شوې چې بايد مسئول ارګانونه د بيو د کنټرول، د افغانيو پيسو او لومړنيو توکو د ثابت ساتلو په برخو کې لازم تدابير تر لاس لاندي ونيسي.

په غونډه کې د مجلس يو شمېر غړو وويل په داسي حال کې د افغانستان د اساسي قانون د ملي اونۍ څخه لمانځه کيږي چې د ياد  قانون زياتره برخې د چارواکو له خوا نقض شوى او حکومت بايد د ياد قانون د نقض څخه د مخنيوي په موخه مثبت ګامونه پورته کړي او له دي جملې څخه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنوو په وړېدو کې اقدام وکړي.

19-Jadi96-JAL2.JPG

د پاکستان قلمرو څخه بهر سيمو څخه د ناټو ځواکونو د انتقالاتو له پاره د بديلو لارو په موندلو ټينګار، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس په مقررۍ ټينګار، مرکزي سيمو کې د اوبو راګرځولو بندونو د نه جوړېدو د علت د مشخصېدو، د هېواد د پنځلس سلنه عوايدو لوړوالي څخه هرکلې او په غوره توګه د مالياتو په راټولولو ټينګار، د ټولنيزو رسنيو څخه د ځينو د ناوړه استفادې او د سناتور انار کلي هنر يار په نوم د تقلبي ادرس رامنځته کول په داسي حال کې چې نوموړى وايي چې د ټولنيزو شبکو کې هيڅ آدرس نه لري، د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان پر قرارداد ټينګار، د بنايي سيمې د اوسېدونکو د لاريون د علت پر څېړنې ټينګار او په يادې سيمه کې د امنيتي ځواکونو تلفات، په کندز کې د شپې له خوا د مخابراتو سيستم پري کول، کندز وليات کې امنيتي ځواکونو ته د اعاشي او اړتيا وړ توکو نه رسيدل، د سوريې په جګړه کې د افغانانو د تلفاتو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ايران سفير پر احضار ټينګار، د ميدان وردک- غزني د دوه سوه شل کيلو واټه بريشنا شبکې د افتتاح په موخه د جمهور رئيس څخه د مننې څرګندول، د کنړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ کې د زرګونو کورنيو بيځايه کېدل او د ياد ولايت د يو شمېر سيمو د مواصلاتو لارو بندښت او ځينې نور مسايل وو چې د نن ورځې په غوڼده کې مطرح شول.

د بحثونو په پاي کې د مشرانو جرګې رئيس څرګنده کړه چې د هېواد اساسي قانون د دولت د درې واړو قواو دندې او واکونه مشخص کړي او د نفوسو د احوال د ثبت قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې د حکومت له لارې ملي شورا ته راستول شوې وو د مشرانو جرګې او د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوى له خوا تصويب شو او هيله کيږي چې د بريښنايي پيژندپاڼو وېش پيل شي او اوس اړتيا نه ليدل کيږي چې د حکومت اجراايه رئيس يادې تذکرې وځنډوي او که چېرې حکومت په دي برخه کې غوښتنه لري د قانوني لارو دي وڅيړي.

فضل هادي مسلم يار د سوريې په جګړه كې د افغان ځوانانو د درنو تلفاتو او نشر شوي رپوټونو يې ټكان وركونكي وبلل او زياته يې كړه چې ايران بايد د افغان كډوالو له مجبوريتونو ناوړه ګټه وا نه خلي او د دوى پښه سيمه ايزو جګړو ته و نه كاږي او له باندنيو چارو له وزارت څخه يې وغوښتل ترڅو د ايران سفيراحضار او د خلكو شديد اعتراض له نوموړي سره شريك كړي همداراز د ملګرو ملتونو د سازمان په امنيت شورا كې شكايت پاڼه ثبت شي د مجلس رئيس د افغانيو د بيې ټيټ والۍ د ډالرو پر وړاندې د تشويش وړ وباله او و يې ويل د افغانستان بانك په دې اړه خپل مسئوليت نه دى ادا كړى چې بايد د پام وړ اقدامات وكړي .

مسلم يار له حكومته وغوښتل په پاكستان كې د افغان كډوالو ستونزې او اندېښنې د ډيپلوماتيكو لارو رسيدګي وكړي او دغه راز  يادو كسانو ته د هېواد دننه د سرپناه زمينه برابره كړي .

  د مشرانوجرګې رئيس د بې نظميو او د قانون څخه د تېښتې، د قانون پلي كول يې په هېواد كې يوه مهمه اړتيا وبلله د هېواد له سياسيونو يې وغوښتل پرڅو اوسنۍ اوضاع ته په كتو سره، زړونه سره نژدې او خپل په منځو كې يووالى وساتي او ډاډ يې وركړ د مجلس د غړو غوښتنې به په يوه غونډه كې له ولسمشر سره مطرح كړي .

19-Jadi96-JAL3.JPG

په پاى كې د امنيتي اودفاعي پوځونه د اتلوليو په يادولو كې يې وويل دوى ته نه ښايي چې په سياسي مسايلو كې دخيل شي او زياته يې كړه چې بايد د امنيتي سكتور رهبري د كنړ ولايت په څوكۍ ولسوالۍ كې د وينه بيونكو داعشيانو په له منځه وړلو كې لاس په كارشي او پرې يې نږدي ترڅو خلكو ته نور سرخوږى جوړ كړي .

په غونډه كې د اجندا سره سم د مشرانوجرګې د دارلانشا د عمومي رئيس سيدحفيظ الله هاشمي له كاري كړنو څخه ستاينه وشوه په خاصه توګه د مشرانوجرګې د تلويزنوني شبكې په رامنځ ته كولو كې چې په دې توګه د مشرانوجرګې ستاينليك د مجلس د رئيس او ځينو غړو له ور ته ډالۍ شوه .