اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د مرغومي نولسمه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار دیوي ناستې په ترځ کي د معلولينو غوښتنې د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره مطرح کړې.

په دي ناسته کې چې د مشرانو جرګې لومړي نايب ،منشی ،دمنشي نایب، دمعلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون رئيس ، ځینو سناتورانواو د دارالانشا لوی رییس هم ګډون درلودِ؛ د معلولينو د اتحاديو استازو د کابل ښاروالۍ په کړنو نيوکه درلوده او ويي ویل،چي ښاروالۍ له مخکینۍ خبرتیا پرته؛ دشپې له خوا يي د فروشګاه په سيمه کې د دوي د ځايونو په تخليې لاس پوري کړي؛چې د غرفو خاوندانو ته يي ګڼ شمېر مالي زيانونه اړولي دي.

د معلوليت لرونکو کسانو استازو د معلولينو د حقونو او امتيازونو قانون د نه پلي کېدو او د ځينو امنيتي حوزو د مسئولينو د نامناسب چلند څخه د يادونې تر څنګ ادعا وکړه چې د کابل ښاروالۍ له معلولينو سره تبعيضي چلند لري او ښاروالۍ يواځي دمعلولينو دغرفو په راټولولو لاس پوري کړی دي.

19-Jadi96-MUL1.JPG 

ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زى د يادو ستونزو په اړوند رڼا واچوله او ويې ويل، هغه سيمې چې د لاس پلورونکو څخه پاکې شوي، د ښار کليدي تګلوري دي چې بايد ترافيکو او کابل مېشتو ته هيڅ راز خنډ او مزاحمت نه وي او دغه سيمې د اړوندو ارګانونو او څارنوالۍ تر څارنې لاندي تخليه او پاکې شوي دي او بديل يې د معلولينو له پاره په پام کې نيول شوې دي او هم د معلوليت لرونکو کسانو له پاره د پوښل شويو بازارانونو د رامنځته کولو پروګرامونه تر لاس لاندي دي.

خو ددي ناستې په پيل کې فضل هادي مسلميار د کابل ښاروالۍ د کړنو څخه د ملاتړ تر څنګ ټينګار وکړ، هغوي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو څخه د ساتني په لاره کې يې د خپل بدن غړى له لاسه ورکړي، بايد د مسئولينو د پام وړ وګرځي او زياته يې کړه چې د ښارد پاکولو په بهيرکي هيڅ راز استثنا د منلو وړ نه ده او کومې غرفې چې په ټاکلو سيمو کې د معلولينو له پاره په پام کې نيول شوې دي په ديتابيس کې دي ثبت کړاي شي تر څو د معلولينو حقوق ضايع نه شي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې پريکړه وشوه چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ دي د ښاروالۍ ،دمعلولینودریو تنو استازو اودجرګې دمعلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون درئيس او غړو په ګډون دي یوه کمیټه رامینځ ته شي اودا کمیټه دي د معلولينو د ستونزو د حل او معلولينو له پاره د مشخصو شويو سيمو د وېش په برخه کې څارنه او رسيدګي وکړي.