اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د مرغومي ١٨ مه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسيونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحثونه او خبرې وکړې .

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د معلولينو، چاپېريال ساتنې او عامه هوساينې کمېسيون په غونډه کې، د چاپېريال ساتنې ادارې رالېږل شوى پلان ( د هوا د ککړتيا د راټيټېدو لپاره سملاسي پلان په خاصه توګه په کابل ښارکې ) مطالعه شو .

په غونډه کې وويل شول ياد پلان هراړخيز او ډېر ګټور دى که چېري مسئولي ادارې د چاپېريال ساتنې له ادارې سره د ياد پلان په پلي کولو کې لازمه همکاري وکړي، د هوا د ککړتيا په راټيټېدو کې په د پام وړ بدلون رامنځ ته شي، هيله لرو چې اړونده مسئولين په دې اړه خپله خاصه پاملرنه وکړي .د غونډې په بله برخه کې د ولسمشر تقنيني فرمان د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو ذاتي قانون مطالعه او وپتېيل شوه په راتلونکو غونډو کې به د ياد قانون پر ډېريو موادو بحث وشي . د غونډې په پاى کې د کورني بېځايه شويو او راستنېدونکو پر ستونزو خبرې وشوې او يادوونه وشوه چې د ټولنې ياد شوي کسان په ښه او مناسب وضعيت کې نه دي سم د لاسه دي مسئول ارګانونه ژمنۍ مرستې يادو اړمنو کسانو ته برابرې کړي .

18-Jadi96-Rifai.JPG 

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون غونډه، د حج او اوقافو وزارت مسلکي معين او د علمي مجمعې رئيس په زندانونو کې د ديني زده کړې پر څرنګوالي د کمېسيون غړو ته معلومات وړاندې کړل . د حج او اوقافو وزارت د مسئولينو په وينا د پنځو کلونو را په دې خوا په زندانونو او د ماشومانو د روزنې او اصلاح په مرکزونو کې د کومې بودجې پرته يې د ديني زده کړو پروګرام په مخ وړى چې په دې لړ کې د پنځو سوو ديني کتابونو او درې تنو ديني مبلغينو يادوونه په مرکزي زندان کې وکړو او نوموړو زياته کړه اړتيا ليدل کيږي چې د پوهنې، لوړوزده کړو حج او اوقافو وزارتونو په همغږۍ د هېواد په ټولو زندانونو کې د زده  کړې منظم سيستم طرح او تطبيق شي .  

کمېسيون د مسئولينو توضيحات وارېدل او پرېکړه وکړه چې د تشکيل په ډېرېدو، د ديني زده کړو په برخه کې د د بودجې موندنه، د درسي کتابونو برابرول، د دارالحفاظونو او دارالعلومونو رامنځ ته کوول، د مسجدونو رغاونه او د هېواد په ټولو زندانونو کې د اړتياوو په پوره کولو له اړونده مسئولينو سره خبرې وشوې .  

دغه راز د کمېسيون په غونډه کې د ځورونې د مخنيوي پر قانون خبرې وشوې او د نورو بحثونو لپاره راتلونکو غونډو ته وځنډېدى.

د غونډې په پاى کې د بريالي ابدالي شکايت چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو د رياست پست ته د سي پي آر د پروسې له لارې نوماند و مطالعه او د اړيکو ته په کتو سره موضوع اړونده مراجعو ته ارجاع ترڅو د نوموړي شکايت ته لازمه رسيدګي وشي .  

18-Jadi96-Adli.JPG 

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د باندنيوچارو د کمېسيون غونډه کې، د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر پاکستان د بنديزونه وضع کول او د موثريت په اړه يې، د پاکستان له خوا و افغان کډوالو ته د ضرب العجل پر ټاکلو خبرې وشوې او زياته شوه چې د افغانستان حکومت بايد د افغان کډوالو د آبرومندانه راستنېدو لپاره لازم تدابير تر لاس لاندې ونيسي .  

د غونډې په بله برخه کې د هېواد د ځينو وګړو ګډون په لښکر فاطميون او په نورو ډلو کې چې د سوريې په جګړه کې برخه اخلي خبرې وشوې او د يادو کسانو د ګډون لامل يې فقر او د هېوادوالو ځينې نورې ستونزې وبللې او حکومت يې د شغل او د فقر په لمنځه وړلو کې ناکامه وباله په راتلونکي کرې بايد په دې اړه لازم تصاميم ونيسي .  

د غونډې په پاى کې د کمېسيون د څلورنيمو مياشتو رپوټ د بېلابېلو اړخونو تر ارزيابۍ لاندې ونيول شو او وويل شول چې په راتلونکي تقنيني کال کې به پر نوو او ځانګړو طرحو کار وشي .

18-Jadi96-Bio.JPG 

د عبالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړوزده کرو چارو د کمېسيون غونډه کې، د ولسمشر تقنيني فرمان د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو ذاتي قانون مطالعه او لازم تصاميم ونيول شول . همداراز کندهار ولايت ته د کمېسيون پر احندا په خاصه توګه د پوهنې برخه، د بستونو کموالى، د ښوونځيو رغونه، د کتابونو د ورکړې پر څرنګوالي، د آزموينو پر سيالۍ، د ښوونکو د استخدام پر راغلو شکايتونو، د علماى کرامو پر ستونزو، د حج او اوقافو پورې اړوندو مسايلو، اطلاعاتو او فرهنګ، د محصلينو پر ستونزو او ځيني نور مسايل په ګوته شول ترڅو په ياد سفر کې تر څېړنې لاندې ونيول شي .

18-Jadi96-Farhangi.JPG 

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د شهروند موسسې کارپوهانو د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون په اړه خپل وړانديزونه وړاندي کړل. د يادو کارپوهانو وړانديزونو حقوقي اصلاحاتو، د محکمو د حکم څخه وروسته د تاوتريخوالي د قرباني مېرمنو برخليک ته د پاملرنې، د تاوتريخوالي قربانيو اړوند شکايتونو د محدودولو اړوند موادو تعديل او د کورنيو اړيکو د فشار اعمالو مسايلو درج او ځينې نور مسايل رانغښتل او وپتييل شوه چې د دي وړانديزونو په اړه دي په راتلونکې ناسته کې غور وشي. د غونډې په پاي کې د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان مطالعه او وپتييل شوه چې په راتلونکو ناستو کې دي د ياد قانون په اړوند کار وشي.

18-Jadi96-Zanan.JPG 

د کمېسيون د مرستيال محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان او د ملي امنيت رياست مرستيال د يوه صراف د وژنې، د جنازې مراسمو کې د چاودنې او وروستيو ناامنيو په ګډون د ځينو قضيو په اړوند د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل. په پيل کې لوي پاسوال عبدالرحمن رحيمي د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، د ياد صراف د وژنې عامل د نوموړي د جرمي شريکانو سره نيول شوي او د هسکې مېنې د پخواني ولسوال د جنازې پر مراسمو د چاودنې د عاملينو او طرحه کوونکو د نيولو په موخه هڅې رواني دي. نوموړي وويل، د هېواد د امنيتي ځواکونو د سرښندنو له امله د داعش او طالب ترهګرې ډلې د کوټ، اچين، هسکې مينې، چپرهار، پچيرآګام ولسواليو او د تورې بورې سيمه کې له ماتې سره مخ دي او د پام وړ تلفات ورته اوښتي دي او زياته يې کړه چې په تېرېو درېو مياشتو کې د تښتونو او غلاو په ګډون د بېلابېلو جرمونو سلګونه مظنونين نيول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي. ورپسې د ننګرهار ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال په داسي حال کې چې د امنيتي ځواکونو تر منځ يې د ښه همغږۍ څخه خبرې کولي، وويل دغې ادارې د تښتوونکو د يو شمېر ډلو د نيولو سربېره د نشه يي توکو دولس فابريکې لمنځه وړي او د نشه يي توکو يو شمېر قاچاقبران يې هم نيولي دي چې د پوښتنې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي او زياته يې کړه چې په تېرو څو مياشتو کې دولس ټنه نشه يي توکو سوځول شوي او ژر تر ژره به اتلس ټنه نور نشه يي توکو د اړوندو ارګانونو په حضور کې لمنځه يووړل شي. کمېسيون د ننګرهار ولايت د امنيتي مسئولانو څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې او د امنيتي وضعيت د لا ښه والي په موخه يې يو لړ لارښوونې وړاندې کړي.

 18-Jadi96-Dfai.JPG

همداراز په پرونۍ غونډه کې ددفاعي چارو او کورني امنیت دکمیسیون ددوهم اجلاس کاري رپوټ دکمیسیون منشي میرمن رڼا ترین له لورې وړاندې شو.

میرمن ترین وویل پدې اجلاس کې ۵۱غونډې ترسره شوي او هم ۱۷عنوانه قوانینو،دولسمشرتقنیني فرامینو،تقنیني اسنادو،هوکړه لیکونو،کنوانسیونونواو اساسنامولازم بحثونه او پریکړې کړي دي اوله دې جملې څخه یې دنفوسو دثبت او احوالو قانون په اړه دولسمشر تقنیني فرمان دهیواد والو دغوښتنوسره سم کارکړی چې هم دمشرانوجرګې په عمومي غونډه کې او هم ددواړو مجلسونو دمختلط پلاوي په ناسته کې درایو په اتفاق سره دتایید وړ وګرځید.

دکمیسیون منشي زیاته کړه ددفاعي چارو او کورني امنیت کمیسیون قندهار ولایت ته دخپل سفرپه ترڅ کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې  دسرحدي پوستو او هم سرحدي منسوبینو سره وکتل او هم یې دقندهار دامنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او یوشمیر نورو هغو منسوبینو چې په جګړه کې یې دځان څخه شهامت ښوولی وه ستاینه وکړه، همداراز یې هلمند ته دیوبل سفرپه ترڅ کې دخلکو هغه غوښتنې چې یې دیاد ولایت دمرستیال او داستیناف څارنوالی رییس دګوښه کیدو لپاره درلودې له نږدې واوریدې او دمختلفو غونډو په ترڅ کې یی داموضوعات دااړونده چارواکوسره مطرح کړې.

میرمن ترین زیاته کړه کمیسیون په مرکزي محبس پلچرخي کې دمحبوسینو دستونزو او اعتصاب دحل  په موخه هم دوه ځلې له یاد زندان څخه لیدنه کړې او هغوی ته یې قناعت ورکړ چې داعتصابه لاس په سرشي اوهم یې دویډیو کنفرانس له لارې دکورنیو چارو وزارت او محلي ارګانونو داستازو په حضور کې دهلمند ولایت دامنیتی مسؤلینو غوښتنې واوریدې او په اړه یې هم اجراات ترسره شول او هم ددې اجلاس په لړ کې دملي دفاع وزیر،دکورنیوچارو وزیر، دمخدره توکو پروړاندې دمبارزې وزیرې په ګډون یې ۷۲تنه لوړپوړي حکومتي اراکین استجواب کړي دي اوهم یې شاوخوا دوسوه عرض پاڼې دقانوني مراحلو دبشپړولو لپاره حکومتي اداروته استول شوي دي.

 د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون په غوډه كې، د عامې روغتيا وزارت د صحي قوانينو د څېړنې او نظارت رئيس د ځينو خصوصي روغتونونو او خصوصي شركتونو د فعاليت، د بې كيفيته او قاچاقي دواګانو ورود او ځينو نورو مسايلو په هكله د سناتورانو پوښتنې ځواب كړې .  د عامې روغتيا د صحي قوانينو د څېړنې او نظارت رئيس په خپلو توضيحاتو كې وويل د هېوادوالو روغتيا ډېر ارزښ لري او ياد وزارت د ښو خدمتونو د وړاندې كولو لپاره به د هرې ممكنې لارې خپلې هڅې وكړي او زياته يې كړه تر اوسه ۱۸۲ تجارتي شركتونه او ۵۴ ختصوصي روغتونونه چې په دې نه وه بريالي شوي ترڅو په معيارونو ځانونه برابر كړي له اعتباره وتلي او هلې ځلې رواني دي چې ډېرۍ د دواوو شركتونه او روغتونونه په معيار او قانون برابر نه وي د هغو په هكله هم كار په بېړه روان دى . د غونډې په بله برخه كې د كابل ښاروالۍ د ملكيتونو له رئيس، په ياده اداره كې د هېوادوالو ډيرۍ شكايتونه د فساد د لوړې كچې په هكله، د نمره شويو ځمكو د نه ويش چې پيسې يې هم د كلنو راپه دې خوا تحويل شوي او ځينو نورو مسايلوپه هكله معلومات وړاندې كړل، خو كمېسيون پرېكړه وكړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه دي د كمېسيون په يوه غونډه كې د شپاړسمې ناحيې له رئيس سره نوموړۍ هم ګډون وكړي . 

همدا راز د کابل ارغندي- خوست څخه د بريښنا د لېږد پروژې د يو شمېر زيانمنو شکايت چې د يادې پروژې په تطبيق سره يې ملکيتونه، کرهڼيزه ځمکې، ميوه لرونکې او شنډې ونې لمنځه تللي او تراوسه يې بدله نه ده ورکړل شوې چې ياده موضوع له مسئولانو سره مطرح شوه. يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ د عارضينو د ملکيت د استملاک د څرنګوالي د پروژې د پلي کېدو او ځينو نورو مسايلو په اړوند معلومات وړاندي کړل او ډاډ يې ورکړ چې تر شپږو راتلونکو مياشتو به دي ستونزې ته لازمه رسيدګي وکړي. په پاي کې د بانترانودوکار فدراسيون د انتخاباتو بهير کې د نه روڼوالي په اړه د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست د مسئولانو څخه د استاد عالميان شکايت د اړوندو مسئولانو سره مطرح شو، پريکړه وشوه چې د ياد فدراسيون ټاکنې دي د اساسليک سره سم ترسره شي او د رايې حق دي هغه چاته ورکړل شي چې د بانترانودوکا لوبې سره کامله بلدتيا ولري.

 18-Jadi96-Shikayat.JPG

د الحاج قاري ميرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په  غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان مطالعه او د غړو له خوا تائيد شو، همدا راز د هېواد اساسي قانون څخه د لمانځنې اونۍ په اړه خبرې وشوې تر څو دولتي مسئولين د هېواد اساسي قانون په خپلو ټولو رسمي چارو کې پلي او عملي کړي، د غونډې په وروستۍ برخه کې د څښاک اوبو او بريښنا د نشتوالي په هکله د بادغيس ولايت د يو شمېر اوسېدونکو شکايت واوريدل شو او د رسيدګۍ په موخه ځانګړي کمېسيون ته وړاندي شو. 

دغه راز دمشرانوجرګه په پرونۍ عمومي غونډه کې داقوام،قبایلو،سرحدونو اوکوچیانو چارو دکمیسیون رییس ډاکټرمحمداجان منګل ددې کمیسیون دروان تقنینی کال د دويم اجلاس کاري رپوټ وړاندې کړ چې په هغې کې د۳۷غونډو دترسره کیدوڅخه دیادونې ترڅنګ ویل شوي وچې دکډوالو اوراستنیدونکوچارو دزورات مرستیال،دکوچیانو چارو دلوی ریاست مرستیال اویوشمیر نور ولایتی او مرکزي مسؤلان غونډوته رابلل شوي و چې هغوی سره دکوچیانو اړوند ستونزې دحل په موخه لازمې سلامشورې شوي دي.

ډاکټرمنګل زیاته کړه دې کمیسیون په ۱۶قوانینو،تقنینی اسنادو،فرمانونو،موافقتنامو،کنوانسیونونو او دمشرانوجرګې ددالانشا دلوی ریاست په داخلي طرزالعملونو بحثونه اولازمې پریکړې کړي دي او هم یې پر یوشمیر رارسیدلو عرض پاڼو دخبرو وروسته اوړونده حکومتي ادارو ته درسیدګۍ په موخه کارونه کړي دي.

ډاکټرمنګل همداراز وویل دې کمیسیون دمشرانوجرګې دعمومي غونډو دپریکړو په اساس دسترحدي ولایتونو ستونزې،دکوچیانو اوقبایلو چارو دادارو څخه دنظارت اویوشمیر نورو موضوعاتو دڅیړلو په موخه پکتیا او کنړو ولایتونو ته کاري سفرونه لرلي دي او داړوندو چارواکو سره یې لیده کاته کړي او هم یې شته ستونزې دحل په موخه حکومتي اداراتو ته استولي دي.