اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د مرغومي ۱۸نیټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن په کابل کې دترکیې جمهوریت له نوي سفیر اوزان آر طغرل سره دپیژندګلوۍ کتنه وکړه.

پدې کتنه کې دترکیې سفیر ددواړو اسلامي هیوادونوترمنځ له تاریخې اودوستانه اړیکوڅخه  په نیکی یادونه وکړه او ویې ویل ترکیه د افغانستان د خلکوله دردونوخبره ده او له همدې امله یې دنړیوال ایتلاف په چوکاټ کې دخپلو امنیتي سرتیرو داستولو ترڅنګ دښونې اوروزنې،کرنې،روغتیا او دافغان پولیسو په روزنه کې يي خپله ونډه ترسره کړې او دامرستې به دوام ولري.

طغرل زیاته کړه ترهګري دټولې نړۍ  لپاره ګواښ دی او تمه کیږي چې ددې شومې پدیدې په له منځه وړلوکي باید نړیوال په ګډه مبارزه وکړي،نوموړي دپارلماني اړیکو پرپیاوړي کیدو اوپراخیدو هم ټینګار وکړ اوددې غوښتونکی شو چې دمشرانوجرګې یو پلاوی دې دیاد هیواد له پارلمان څخه لیدنه وکړي.

 18-Jadi96-MUL1.JPG

ورپسې دمشرانوجرګې رییس دترکیې جمهوریت دګټورو مرستوڅخه دمننې ترڅنګ وویل چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دیني او کلتوري مشترکات  اودوستانه اړیکې زموږ دملتونو د نژدیوالې لامل دی اوزیاته یې کړه زمونږ هیوادو وال دتپل شوې جګړې او د نړیوالې ترهګرۍ ښکارشوي؛هیله کیږي چې نړیواله ټولنه او په ځانګړي توګه دترکیې په څیر پیاوړي اسلامي هیوادونه دي دسولي د تامین په لارکي له افغانانو سره مرسته وکړي.

فضل هادي مسلم یار په ترکیه کې داسلامي هیوادونو دکنفرانس په جوړیدو، چې دبیت المقدس په اړه یې دامریکې دمتحده ایالتونو دولسمشر پریکړه رد او وغندله هم یادونه وکړه اوپه یاد کنفرانس کې یې دافغانستان د ولسمشرد دریځ او دترکیې حکومت او خلکو څخه هم ستاینه وکړه اوویل چې داهڅې دنړۍ دمسلمانانو لخوا دپراخ ملاتړ وړ وګرځیدې.

په همدي توګه دمشرانوجرګې رییس په نړیوالو موضوعګانو اوپه ځانګړې توګه دمسلمانانو په اړه دترکیې دولسمشررجب طیب اردوغان مدبرانه او پریکنده دریځونووستایل اوزیاته يي کړه چې ددواړو هیوادونو دپارلماني اړیکو دپیاوړتیا په اړه به اړین اقدامات تر سره کړي.