اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د مرغومي اوولسمه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ځينو کمېسيونونو د کاري رپوټونو د اورېدو سربېره، د هېواد د اړينو مسايلو په اړوند بحثونه وشول.


17-Jadi96-JAL1.JPG

 

په آزادو بحثونو کې سناتورانو د کابل ښار بنايي سیمه  کې د بلوا ضد پوليسو د راټولېدو ځای کې ځان مرګی بريد د پوښتنې وړ وباله، ويې ويل په داسي حال کې چې پوليس د شپې تر ناوخته د شرابو او نشه يي توکو پلورونکو سره ښکېل وو،د اسلامي لارښوونو له پلوه ناموجه بريد چې له امله يې يو شمېر امنيتي ځواکونه او ملکي کسان په شهادت ورسيدل بايد اړوند ارګانونه جوته کړي چې دغه ځانمرګي بريد د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو پلورونکو سره څه اړيکې درلودې او د دغې خونړۍ پېښې تر شا د چا لاس دی؟ دغه راز د مجلس غړو پر پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو دنغدي مرستو ځنډول يو مثبت ګام وباله او د هر کلي تر څنګ يې ټينګار وکړ چې پاکستان د تروريزم اصلي پټنځای دی او تمه ده چې امريکا په دغه هېواد سياسي، اقتصادي او مالي تعزيرات وضع کړي او افغانستان هم بايد له دې فرصت څخه لويه ګټه واخلي.

يو شمېر سناتورانو د افغانستان  ملي محاذ د مشر سيد حامد ګيلاني خبرو څخه چې ويلي يې دي، د طالبانو زياتره مشران په بل هېواد کې نه؛بلکې په افغانستان کې دي، سخته نيوکه وکړه او په دې حساس وخت کې یې د پاکستان په ګټه د دا ډول څرګندونو څخه د خواشينۍ تر څنګ وويل شول چې ټول شواهد مستند شوي چې د طالبانو مشران اوامن مرکزونه یې په پاکستان کې دي او د ياد هېواد استخباراتي سازمان په افغانستان کې دجګړې لپاره ترې کاراخلي ؛ که چېرې ښاغلی ګيلاني خبر وي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې نه ؛ بلکې افغانستان کې دي بايد د هېواد د یوه سیاسي تنظیم دمشر په توګه د دوی د اوسیدنې دځای پته له امنيتي ځواکونو سره شریک کړي.

دغه راز سناتورانو يو ځل بيا د نفوسو د احوال د ثبت قانون د تصويب په تړاو د مشرانو جرګې په پخواني دريځ ټينګار وکړ، ويې ويل چې دغه مسله پای ته رسيدلې او خپل ټول قانوني مراحل يې بشپړ کړي، بايد د هېواد جمهور رئيس د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش بهير د قانون سره سم پيل کړي. مشرانو جرګې پر دې هم ټينګار وکړ، هرکله چې ولسي جرګه د نفوسو د احوال د ثبت قانون په خپلې کاري اجندا کې شامل کړي، د دواړو مجلسونو اړيکې به پرې شي او مشرانو جرګه به د ولسي جرګې هيڅ مصوبه په خپلې کاري اجنډا کې شامله نه کړي.

په غونډه کې يو شمېر سناتورانو د هېواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود په آدرس د ولسي جرګې د غړي عبيد الله بارکزي څرګندونې مجاهدينو او د افغانستان د خلکو مقاومت ته بي حرمتي وبلله، ويې ويل د هېواد ملي اتل د خپل عمر دېرش کلونه د هېواد د عزت، خپلواکۍ، آزادی، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي په لاره کې تير او پای کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا ډول خبرې نه د هېواد په ګټه دي او نه هم د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش سره اړيکه لري.

د مجلس غړو د ژمي په موسم کې د افغان کډوالو د بېرته راتګ په موخه د پاکستان حکومت ضرب الاجل سياسي او د امريکا دولت د فشار لامل وګاڼه او ويې ويل، د کډوالو جبري شړل د ټولو نړيوالو کنوانسيونونو خلاف عمل دی، بايد د بهرنيو چارو او کډوالو چارو وزارتونه دغه مسله د ديپلوماتيکو لارو وڅيړي خو يو شمېر نورو سناتورانو وويل، د ملي يووالي حکومت بايد د ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان څخه په عزت سره د کډوالو دراستنولو زمينې برابرې کړي ؛ځکه چې پاکستان تل سره له دې چې د کډوالو په شتون سره د پام وړ ګټې ترلاسه کوي،خودافغانستان په وړاندي دوی د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

 سناتورانو د ډالرو او نورو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د ټيټوالي او د لومړنيو توکو د بيو د لوړوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې مسئول ارګانونه دې د بهرنيو اسعارو دبیو په کنټرول او د افغانيو د ارزښت په ثابت ساتلوکي اړین ګامونه پورته او د قناعت وړ تدبيرونه دې ترلاسه لاندې ونيسي.

همدا راز يو شمېر سناتورانو د ولسي جرګې د مصئونيت او امتيازونو کمېسيون باندې؛ چې ويل کيږي د مادي امتيازونو د زياتوالي غوښتنه يې کړي، نيوکه وکړه او دا اقدام  يې د شخصي ګټو زيږنده وبلله ،زیاته يي کړه چې بايد د خپلو امتيازونو د لوړېدو پر ځاي د هېواد دوسله وال پوځ، ښوونکو او ددولت د کارکوونکو د معاشونو د زياتوالي فکر وکړي.

د مشرانو جرګې غړو په اوسنيو شرايطو کې سياسي ناندری د اندېښنې وړ وګڼلې او ويې ويل چې د افغانستان خلک يووالي، ورورولۍ او پیوستون ته اړتيا لري او اوسنيو شرايطو کې اړتيا ليدل کيږي چې ټول هېوادوال د هغې نظريو او خبرو څخه چې د هېوادوالو تر منځ د واټن سبب ګرځي، ډډه وکړي او خپل زيات پام د ملي يووالي او ورورولۍ ټینګښت ته واړوي تر څو دښمنان له دي تشې ګټه پورته نه کړي.


17-Jadi96-JAL2.JPG

 

د ولسمشر د دويم مرستيال شکايت څخه یادونه چې ويلي يې دي د کابل ښاروالۍ سرپرست د ده تيلفون ته ځواب نه ورکوي، دمجلس دیوشمیر غړو ټیلیفونو ته دځواب نه ورکولو په اړه دمحلي ارګانودخپلواکې ادارې په رییس باندي نیوکه،دپخواني سناتور مرحوم حاجی بهرام خان څمکني روح ته دعا، د دلارام- زرنج سړک په اوږدو کې د طالبانو له خوا د ګمرک جوړېدل، د هېواد درغونې له پلان څخه د مرکزي او وروسته پاتې ولايتونو د اوبو راګرځولو بندونو په خارجولو باندي نيوکه، د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو دسرښندنو څخه مننه، د هغو افغانانود تلفاتو په اړه خواشيني چې د سوريې جګړې ته ليږل کيږي،دکرکټ دملي لوبډلې دپیاوړي لوبغاړي راشد ارمان  دوروستیو لاسته راوړنو له امله مبارکي او په یوې عمومي غوڼده کې دنوموړي څخه ستاینه، د غاصبينو له منګولو څخه د هندو او سکهه هېوادوالو د جايدادونو داسترداد حکم د صدور په هکله د جمهور رئيس څخه دمننې څرګندول، ولسمشر سره د څرخي پله زندان څخه د مشرانو جرګې د ليږل شوي پلاوى د کتنې د زمينې په برابرولو ټينګار، د پاکستان بورسونو د يو شمېر نوماندو محصلينو بي برخليکي، د امنيتي مسئولانو د څرګندونو پر بنسټ د تبيان فرهنګي مرکز په غير قانوني فعاليتونو څخه يادونه، کابل ښار کې د معلولانو د ستونزو په حل ټينګار چې په دي وروستيو کې د کابل ښاروالۍ له خوا رامنځته شوي دي، د ولسي جرګې د ځينو غړو د زورواکۍ او حتي فزيکي برخورد باندي نيوکه چې د پارلماني موازينو خلاف ترسره کيږي او ځينې نور موارد مطرح شول.

د پورتنيو مواردو په جمع بندۍ کې د مجلس رئيس يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د بريښنايي پيژندپاڼو موضوع د اساسي قانون له مخې حل شوې او مشرانو جرګه دخپلو تیرو پریکړوڅخه ملاتړ کوي، همدا راز یې څرګنده کړه چې د افغانستان د قومونو تر منځ د يووالي په موخه بايد سياسيون د سپکاوي وړ خبرو څخه ډډه وکړي، ځکه د هېواد ملي اتل په سيمې او قوم پورې منحصر نه دی او له بلې خوا هغوی هم چې دملي اتل د فکر د پيروۍ ادعاويې کوي، داسې کړنې بایدونکړي چې ياد شهيد ته اشاره وشي.

د مشرانو جرګې رئيس د ملي محاذ د رهبر وروستۍ څرګندونې د خواشينۍ وړ وګڼلې، ويې ويل بايد پير حامد ګيلاني د پرديو د خوشحالولو لپاره دا ډول څرګندونې ونکړي چې خلک پرې هم باور نه لري، ځکه نن د افغانستان حکومت او د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ نړيواله ټولنه د پوره او انکارنه منونکې شواهدو په لرلو سره باور لري چې د ترهګرو د امن ځالې د پاکستان په خاوره کې دي او له هغې ځايه سمباليږي، همدا راز له حکومته يې وغوښتل تر څو د هيڅ تروريستي ډلې پر وړاندې نرم چلند ونکړي او وحشي صفته ترهګر باید د هېواد په هرګوټ کې وځپې.

فضل هادي مسلم يار زياته کړه، د هېواد د امنيت د ټينګښت موضوع د افغان کډوالو د ستونزو له حل سره نږدې اړيکې لري ؛ اړتيا شته حکومت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د کميشنرۍ په همکارۍ په پاکستان کې د کډوالو ستونزو د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي او هم د افغانستان په دننه کې د راستنیدونکو له پاره اړین تدبیرونه ترلاسه لاندې ونيسي، دولت او اړوند وزارت بايد د پام وړ هڅې وکړي تر څو هېوادوالو ته د بېرته راتګ زمينه برابره او د پاکستان له لاس څخه دا ځواکمنه اله خپله کړي ترڅو پاکستان  نور کډوال د فشار دوسیلې په توګه ونه کاروي.

دغونډي رییس  په داسي حال کې چې د سرتيرو، افسرانو، ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو او حقوقو د کمښت څخه يادونه کوله، څرګنده يې کړه چې د عدالت او انصاف به ليرې وي چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ملي بودجې څخه ابزاري ګټه واخلي او دخپلو امتيازونو د زياتوالي غوښتنه کوي.

فضل هادي مسلم يار د بنايي سيمې تروريستي پېښه وغندله او ويې ويل، د ترهګرو او د نشه يي توکو د قاچاقبرو تر منځ ډیري نږدې اړيکې دي، ځکه د افغانستان پوليس چې د نشه توکو د ضبط له پاره خپله اسلامي او انساني دنده ترسره کوله د جنایتکارانو له خوا تر ځانمرګي بريد لاندې راغلل، د مجلس رئيس دغه موضوع د دفاعي چارو کمېسيون ته راجع کړه تر څو په دې برخه کې د امنيتي مسئولينو سره په اړيکه کي شي او هم یې د جرګې د دارالانشا دلوی ریيس، مرستيالانو او د ده تر امر لاندي کارکوونکو څخه چې د مرحوم بهرام خان څمکني د خاورو سپارلو او فاتحې مراسمو کې يې د پام وړ هڅې کړي دي، مننه او کور ودانی  وکړ.

 

17-Jadi96-JAL3.JPG


د غونډې په پاي کې سناتور نثار احمد حارس د معلولينو او عامه هوساينې د چارو کمېسيون د روان تقنيني کال د دويم اجلاس رپوټ، الحاج صالح محمد لالا ګل د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمسيون رپوټ، مېرمنې شفيقې نوروز خېل د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون رپوټ، رڼا ترين د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون رپوټ، سيد صفي الله هاشمي د نړيوالو چارو دکمېسيون رپوټ او ډاکټر محمدآجان منګل د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو دکمېسيون رپوټ وړاندي کړ چې ټاکل شوې د دوي تفصيلي رپوټونه سبا شپه د مشرانو جرګې د کمېسيونونو د خبرونو په رديف کې خپاره شي.