اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د مرغومي ١٦ مه نېټه

د مشرانوجرګې د کمېسيونونو په غونډو کې نن په بېلابېلو موضوعګانو خبرې او بحثونه وشول .

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو د مبارې معين، د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس او د ياد وزارت د اړوندو مسئولانو، د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې د مرستيال، د ملي دفاع وزارت د پيژندوال، د ملي امنيت د کادر او پرسونل رئيس سره د ځينو مسايلو په اړه بحث وشو. د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معين د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، يواځي د کابل په کچه ٧٢٨ تنه قاچاقچيان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي او زياته يې کړه چې د دي وزارت له عملياتو کې د چرسو، ترياکو، پوډرو، شيشې او تابليتونو په ګډون ګڼ شمېر نشه يي توکي د وسلو او نقليه واسطو سره د امنيتي ځواکونو لاسونو ته لويدلي دي او د دي تر څنګ د کورنيو چارو وزارت د عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ د دولسو زرو زيات په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه يې فنکس کمپ کې ځاي پر ځاي کړي دي او همدا راز د دي شومې پديدې سره د جدي مبارزې په موخه جدي هڅې رواني دي او د روږدو کسانو د راټولولو د حل لارو موندلې هم جريان لري.

د کورنيو چارو وزارت معين د کابل ښار بنايي کې د وروستۍ پېښې او د يادې پېښې څخه د رامنځته شوي لاريون په اړه رڼا واچوله، ويې ويل چې د کابل ښار د بنايي عملياتو کې يو شمېر مظنونين نيول شوي او د د ي تر څنګ الکولي څښاک، د کي ګولۍ، وسلې له سيمې څخه لاسته راغلي او په دي اړه پلټنې رواني دي. ورپسې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال په داسي حال کې چې د مرستو ځانګړتيا څخه د بيځايه شويو د شکايتونو په اړه معلومات وړاندي کول،وويل د هلمند ولايت د مرستيال د تبديلۍ په موخه درې ځلې پلاوې ياد ولايت ته سفر کړي او پلاوي خپل نظريات د ولسمشر سره شريک کړي خو تر اوسه ولسمشر په دي برخه کې لازمه لارښوونه نه ده کړې.

16-Jadi96-Dfai.JPG 

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو چارو کمېسيون په غونډه کې د ولسمشر تقنيني فرمان د افسرانو، بريد ملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون مطالعه او د نورو بحثونو لپاره راتلونکو غونډو ته وځنډيد. همداراز په غونډه کې د کابل ښار د بنايي په سيمه کې ځانمرګۍ بريد چې د ډيرو هېوادوالو ژوند يې واخيست په سختو ټکو وغندل شو او د کمېسيون غړو شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او زيانمن شويو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه وکړه .همداراز په غونډه کې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ايستلو په اړه خبرې وشوې او وويل شول پاکستان تېره چهارشنبې د ملګرو ملتونو د سازمان  د عالي کمشنرۍ سره د٤ .١ ميليونه افغان ګډوالو د ستنېدو په هکله خبرې کړي وې خو د افغانستان له حکومت سره يې هيڅ راز همغږي نه ده کړې چې دا ايجابوي ترڅو د افغانستان حکومت ژر تر ژره په دې اړه د ډيپلوماتيکو لارو د افغان ګډوالو د مودې د غزولو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي .

16-Jadi96-Aqwam.JPG 

د کمېسيون د مرستيال سيد صفى الله هاشمي په مشرۍ د بهرنيوچارو د کمېسيون غونډه کې د کابل ښار د بنايي په سيمه کې ځانمرګۍ بريد چې زموږ زيات شمېرهېوادوال يې شهيدان او ټپيان کړل په سختو ټکو وغندل شو شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او زيانمن شويو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه وشوه، دغه راز د هېواد له امنيتي ارګانونه وغوښتل شول د دې ډول حملو په مخنيوي کې خپل تدابير نور هم ټينګ کړي ترڅو دا راز خونړۍ حملې تکرار نشي . د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو د پاکستان د کابينې وروستۍ پرېکړه چې د ٣ .١ ميليونه افغان کډوال چې په ياد هېواد کې مېشت دي د دوى ستنېدل تائيد کړي د خپلې خواشينۍ د څرګندولو ترڅنګ يې وويل د تېري يوې نيمې مياشتې په شاوخوا کې په درې اړخيزه ناسته کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د سازمان د پناه غوښتنې د څانګې ترمنځ تړون په ياد هېواد کې  د افغان کډوالو پاته کېدل د ٢٠١٨ عيسوي کال تر پايه لاسليک شو د پاکستان هېواد نشي کولاى په يو اړخيزه توګه تصميم ونيسي، ياد بهير بايد په خپله خوښه او تدريجي توګه ترسره شي دغه راز ډاډ څرګند شو چې ياده ستونزه د ډيپلوماتيکو لارو او دواړو حکومتونو همداراز د ملګرو ملتونو د سازمان د پناه غوښتنې څانګه دي په دې اړه د حل لار ولټوي. د غونډې په پاى کې په دې اجلاس کې د کمېسيون پر کاري کړنو خبرې وشوې او لازم تصميونه ونيول شول .

16-Jadi96-Bio.JPG 

د الحاج ميرحاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصونيت او امتيازونو د کمېسيون غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړلو سربېره، د ولسمشر تقنيني فرمان د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو په اړه د ذاتي چارو قانون مطالعه او د کمېسيون له خوا تائيد شو. همداراز په غونډه کې د کابل ښار د بنايي په سيمه کې ځانمرګۍ بريد په سختو الفاظو د غندنې ترڅنګ شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د سم لاسي روغتيا هيله وشوه . د غونډې په پاى کې د لغمان ولايت د ځوانانو ستونزې واورېدل شوې او د حل لپاره اختصاصي کمېسيون ته محول شوې . 

16-Jadi96-Emtiazaat.JPG 

د مېرمنې شفيقې نوروزخيل په مشرۍ د ښځوچارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون د څلورنيمو مياشتو کړنې وارزول شوې او پتېيل شوې د مشرانوجرګې په عمومي غونډې کې ارايه شي . دغه راز د ولسمشر تقنيني فرمان د ځورونې د مخنيوي قانون مطالعه او د کمېسيون د غړو له خوا د تائيد وړ وګرځېد . د غونډې په پاى کې د افغانستان د جزا په کود کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې د مخنيوي قانون د مدني ټولنې او د ښځوچارو د وزارت  په همغږۍ خبرې وشوې او پرېکړه وشوه ترڅو ياده موضوع د ښځو چارو له وزارت سره مطرح کړي .

 16-Jadi96-Zanan.JPG

د مولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو كمېسيون په غونډه كې د ولسمشر تقنيني فرمان د ځورونې د مخنيوي د قانون لومړۍ شمېره ضميمه په جلا توګه مطالعه او پرېكړه وشوه ترڅو په راتلونكو غونډو كې پر ياده موضوع هراړخيز بحث وشي .

16-Jadi96-Adli.JPG 

د الحاج صالح محمد لالاګل په مشرۍ د نړيوالو چارو د كمېسيون غونډه كې د ۱۳۹۷ يم كال په پراختيايي پروژو چې د حلقوي سړكونو، لويې لارې او د اور ګاډي پټلۍ شامل دي خبرې وشوې او وپتېيل شوه د ټولګټو وزارت دي د كړنو رپوټ چې د حلقوي سړكونو د رغاوونه څرنګوالى او د نوي مالي كال د پراختيايي پروژو د عامه لارو يا سركونو د ښه تطبيق په هكله دي راوليږي . او همداراز پرېكړه وشوه د كابل ښاروالۍ مسئولين دي د ښار دننه د سړكونو د رغاونې په اړه د كمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي ترڅو په دې هكله ياد مسئولين توضيحات وركړي دغه راز په ملي شورا كې د كمېسيون د اووم اجلاس د شپاړسمې دورې د كړنو رپوټ مطالعه او وڅېړل شو . 

16-Jadi96-Mali.JPG 

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون غونډه كې د مجلس د يوه تن غړي شكايت چې د نيمروز د ولايت په سفر كې د ځينو مسئولينو دوه ګونۍ چلند د كرهنې او مالدارۍ د وزير او د ټرانسپورت او هوانوردۍ وزارت د معين په شتون كې مطرح شو .  د كرهنې او مالدارۍ وزير چې نيمروز ولايت ته يې د ياد سفر د هيئت مشري يې په غاړه درلوده په خپلو خبرو كې وويل ياد وزارت د ملي شورا د مجلسينو هيڅ غړي ته خبر نه و وركړى، په داسې حال كې چې د دولت چارواكي د محلي پروژو په پرانيسته كې د مجلسينو د غړو حضور لازم وبلي، دا وزارت به په خوشۍ سره د مجلسينو د دواړو خونو غړي دعوت كړي. د كمېسيون غړو د دوه ګوني چلند پر ځينو مواردو ټينګار وكړ ترڅو وزارتونه د افغانستان اسلامي جمهوريت د كابينې د هدايت سره سم ياد موارد په پام كې ونيسي . چې د كرهنې وزارت وزير او د ټرانسپورت وزارت معين د ياد امر په پلي كېدو وعده وكړه او له دې وروسته به ياد شوي موضوعات په پاملرنه كوي .   د غونډې په بله برخه كې د يوه تن قراردادي شكايت چې د هرات ولايت د وينې د بانګ د ودانۍ پروژه د عامې روغتيا د اداري معين له سرپرست، د پلان او پاليسۍ رئيس، مالي رئيس او د هرات ولايت د عامې روغتيا له رئيس سره مطرح شو . نوموړۍ ادعا لري چې د ودانۍ ۹۵ سلنه كار يې بشپړ كړى او د عامې روغتيا وزارت د څو كلو را په دې خوا ياده ودانۍ نه تسليموي .مسئولينو د عارض ادعا رد كړه او و يې ويل د شركت كار د قرارداد او د وړاندې تعين شوو معيارونو  سره سم نه دى ترسره شوى او ځكه وزارت ته د منلو نه دى، كمېسيون د دواړو غاړو د اظهاراتو په اورېدو سره ټينګار وكړ چې د عامې روغتيا وزارت دي نافذه قوانينو ته په كتو سره د عارض قناعت حاصل كړي او د نوموړي وړانديز د نه ګټور توب په صورت كې، ياده موضوع به اړونده نهادونو ته راجع شي همداراز په غونډه كې، د كابل ولايت د چاپېريال ساتنې د ادارې رئيس په ياد ښار كې د چاپېريال او ككړتيا د بد وضعيت په اړه معلومات وړاندې كړل او و يې ويل د نفوس ډېروالى، د كاناليزاسيون نشتوالى، په ښاري ټرانسپورت كې بې نظمي، د ګچو كارخانې او د خښتو داښونه، حمامونه، سقاوې او نانوايي په خپلو غير معياري فعاليتونو سره د هوا د ككړتيا عمده عوامل بلل كيږي او زياته يې كړه د چاپېريال ساتنې ادارې له څه مودې را په دې خوا ۸۵۰ د خښتو داښونه تړلي همداراز ۱۴۰۰ نانوايي، ۶۰۰ هوټلونه او ۸۷ حمامونه يې ګازي سيستم ته اړولي . نوموړي په داسې حال كې چې د د هوا د ككړتيا پر عواملو او د حل پر لارو ږغېدى

 16-Jadi96-Shikayat.JPG

و يې ويل د ګرمايښت له پاره د سوند د توكو د غيرمعياري كارونې هم د هوا د ككړتيا په ډېروالي كې رول لري د ډبرو د سكرو كارونه چې په كورونو كې كارول كيږي هغه بايد په معياري ډول وكارول شي ترڅو مضر كيمياوي مواد يې خنثى شي او دولت هم بايد د ګازو د بيو په ټيټېدو كې هڅه وكړي ترڅو د ډبرو د سكرو پر ځاى وكارول شي . په مقابل كې د كمېسيون غړو د نوموړي خبرې د قناعت وړ و نه بللې او زياته يې كړه د چاپېريال ساتنې ادارې په تېرو څو كلنو كې د هوا د پاكوالي لپاره هيڅ ډول اقدام نه دى كړى دا ايجابوي ترڅو په راتلونكي غونډه كې د چاپېريال ساتنې عمومي رئيس، د كورنيوچارو د ترافيكو عمومي رئيس او د كابل ښاروالۍ سرپرست د خپلو تدابيرو په هكله د سناتورانو پوښتنې ځواب كړي .