اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرگې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۶ مه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دیوې ناستې په ترڅ کې، د هیواد دمعلولینو دیوشمیر اتحادیو داستازو شکایتونه واوریدل.

16-Jadi96-MUL1.JPG 

پدې ناسته کې څوتنو دنورو په استازیتوب وویل دکابل ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې، دښاروالی او امنیتي مسؤلینو لخوا دمعلولینوغرفې لرې او ویجاړې شوې دي اوسره ددې چې دمشرانوجرګې دعامه هوساینې او معلولینو چارو کمیسیون په منځګړیتوب دکابل سرپرست شاروال ژمنه وکړه چې د دوی غرفي به په یوه بله  سیمه کې ځای پرځای کړي ِ خو ددې ترڅنګ چې تراوسه داکار ندی عملي شوی شپږتنه معلولین هم دپولیسو لخوا توقیف شوي دي او ادعا يی وکړه چې دښاروالۍ مسؤلین دوی سره توپیري چلند کوي؛ یوازي دمعلولینو غرفې دښار له مختلفوسیمو لرې کوي.

دمشرانوجرګې رییس د دوی دشکایتونو له اوریدو وروسته وویل پدې اړه به دمعلولینونو داستازو په شتون کې د اړونده چارواکو سره خبرې وکړي ترڅوعدالت پلی شي اوکه دا اقدام دکابل ښار دصفایی په موخه وو نو دبدیلو لارو دپیدا کولو هڅه به وکړي مګر که ولیدل شي چې دا یو توپیري چلند دی او یاهم دیوشمیر کسانو لخوا  دمعلولینو په نوم ناوړه ګټه پورته کیږي پدې صورت کې به چاته دظلم اجازه نه ورکول کیږي.

دیوبل خبرله مخې، دمشرانوجرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی نن  دملي امنیت دلوی ریاست دکادر اوپرسونل درییس او دکورنیو چارو وزارت دپیژنتون ریاست دمرستیال داجرااتو رپوټونه  واوریدل.

16-Jadi96-MUL2.JPG 

داکتر صدیقی د دوی د رپوټونو له اوریدلو وروسته تاکید وکړ چي اوسنۍ حساس نظامي وضیعت ته په کتوسره باید ،دهیواد ملي او امنیتی ارګانونه هڅه وکړي چي ژمن ، کارپوه او متخصص کادرونه استخدام کړي ، ترڅو زموږ ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د دښمنانو کرغیړن پلانونه په وخت شنډ اود خونړیو ناوړه پیښو مخه ونیول شي   .