اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦کال د مرغومي ١٣ مه نېټه

د فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د رئيسانو د کمېټې غونډه  د مجلس د منشي، د کمېسيونونو د رئيسانو، مرستيالانو او د دارلانشا د عمومي رئيس په ګډون سره ترسره شوه .

په غونډه کې پرېکړه وشوه د مرغومي د اولسمه د يکشنبې ورځې په غونډه کې د آزادو بحثونو سربېره د ملي اقتصاد، دفاعي چارو، ښځوچارو، معلولينو او عامه هوساينې، بهرنيوچارو او قومونو او قبايلو چارو د کمېسيونونو د کړنو رپوټونه دي وړاندې شي . او د مرغومي د نولسمې نېټې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مشرانوجرګې د دارلانشا د عمومي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي د کړنو د ستايلو سربېره،    د افغانستان د اسلامي جمهوريت او متحده عربي اماراتو تر منځ د هوايي خدمتونو په هکله او همدا شان د دواړو هېوادونو د قلمرو څخه دباندې بحثونه وشي .

13-Jadi96-Komita-Rowasa.JPG

دغه راز د رئيسانو په کمېټه کې پرېکړه وشوه د مرغومي په ٢٤ مه عمومي غونډه کې د ځورونې د مخنيوي تقينيي فرمان او يو شمېره ضميمې پر بحث سربېره، د ديني او فرهنګي چارو، شکايتونو د اورېدو، مواصلاتواو مخابراتو، تقنيني چارو، ولايتي شوراګانو مصونيت او امتيازونو د کمېسيونونو د کړنو رپوټ دي وړاندې شي . همداراز د مرغومي د ٢٦ مې نېټې په عمومي غونډه کې د افسرانو، بريدملانواو ساتنمنانو د ذاتي چارود قانون د تقنيني فرمان سربېره د مالدارۍ د تنظيم د چارو قانون دي په اجندا کې ونيول شي .  

دغه راز د رئيسانو د کمېټې په غونډه کې پرېکړه وشوه د مرغومي د دېرشمې نېټې په غونډه کې د مشرانوچرګې فوق العاده ناسته ترسره او د مجلس د يو کلن تقنيني کړنې وړاندې او د مجلس دغړو ژمني تعطيلات اساسي قانون ته په کتو سره اعلان شي . د رئيسانو د کمېټې په غونډه کې همداشان د پنځلسمې دروې سناتور حاجي بهرام خان څمکني روح ته دعا وشوه او د نوموړي  کړنې چې ترسره کري وې ستاينه وشوه .

د رئيسانو د کمېټې د غونډې په پاى کې د مسئولو ارګانونو له خوا د موټرونو د تورو ښيښو د پاکولو پر تګلارې او د ملي شورا غړو ته د اسلحې د کارتونو پر وېش د مسئولو چارواکو سره خبرې وشي .