اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۷ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

     د۱۳۹۶ کال د مرغومي ۱۳ مه

په پنځلسمه تقنیني دوره  کې د مشرانوجرګې دغړي ارواښاد حاجي بهرام خان څمکني د جنازې لمونځ او دخاورو سپارلو مراسم د ملې شورا نوي ماڼۍ ته په څیرمه هدیره کي ترسره شول.

د خدای بښلی الحاج بهرام خان څمکنی دجنازي لمونځ د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار،د ولسي جرګې ددوهم نایب حاجي محمد نذیر احمدزی، په مشرانوجرګي او ولسي جرګي کې د خلکو دیو شمیر استازو، د مشرانوجرګې د دارالانشا لوی ريس اوکارکونکو او د خدای بښلي دخپلوانو په ګډون ادا او وروسته د ملې شورا نوي ودانۍ ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه.

په دي مراسموکې فضل هادي مسلم یار په مشرانوجرګه کي د نوموړي دغوره خدمتونو د بیانولو په ترځ کي وویل چې  خدای بښلی سناتور الحاج بهرام خان څمکنی د جرګې دهیواد پال غړي او د قومونو،سرحدونو او کوچیانو د کمیسیون دمنشي په توګه خپل رسالت په ښه ډول تر سره کړی او دمشرانوجرګي په غونډو او نورو ناستو کې به يي  تل د هیواد د لوړو ګټو په بنسټ خپلې نظريې وړاندې کولې اودده کړنې به ددي جرګې په تاریخ کي تل پاتي وي او وروسته بیا د خدای بښلي څمکني سوانح د نوموړي دکورنۍ دیو تن خپلوانو له خوا ولوستل شوي. 

دارواښاد الحاج بهرام خان څمکنی فاتحه دمشرانوجرګې او دنوموړي دکورنۍ له خوا ،سبا پنجشنبي د مرغومي دمیاشتی په څوارلسمه نیټه د ماسپیښین له ۱:۳۰تر۳:۳۰بجو پوری د دارالامان سړک ترڅنګ دملي شورا په الحاقیه(پنځم ریاست) کي اخیستل کیږي،دوستان دي خبر وي.