اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د مرغومي ١٢ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د زندانونو او توقيف خانو قانون د ځينو موادو د تعديل او زياتوالي طرحې د تصويب سربېره د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.

ياده طرحه چې د مشرانوجرګې کمېسيونونو کې لوستل شوې وه، د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د جرګې د غړو له خوا تصويب شوه، د تعديل او زياتوالي طرحه د زندانونو د عالي شورا تشکيل د

12-Jadi96-JAL1.JPG 

څرنګوالي او د زندانونو او توقيف خانو داخل ته د دولتي چارواکو د دخول په ګډون ده، يو شمېر سناتورانو د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ترامپ تازه څرګندونې يو مثبت ګام وباله او د نوموړي خبرو څخه د ملاتړ تر څنګ يې هيله څرګنده كړه چې دغه مسئله په رسمي توګه د امريکا د متحده ايالاتو له خوا اعلام او عملي کړاى شي، په داسې حال کې چې ځينو غړو د پاکستان پر وړاندې د امريکا د جدي کړنو څخه ترديد درلود.

دغه راز سناتورانو د ننګرهار و لايت مربوطاتو کې د يوې جنازې په مراسمو کې چاودنه چې د پام وړ تلفات يې درلودل، د طالبانو له خوا د سرپل کوهستاناتو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د غړو په مرميو ويشتل او د کابل ښار پنځمه ناحيه کې د نن ورځې چاودنه په سختو ټکو وغندله او دغه کړنې يې جنايت وباله، څرګنده شوه چې مسئول ارګانونه دي د يادو جنايتونو طرحه کوونکې او عاملين وپيژني او مجازات دې کړي او زياته يې کړه چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ ګرځېدلې، اړتيا شته چې په ښاري سيمو کې کورونه، دوکانونه او شکمنې سيمې د امنيتي ځواکونو له خوا په دقيق ډول وپلټل شي او لازم چاڼيز عمليات په لاره واچول شي.

په غونډه کې يو ځل بيا يو شمېر سناتورانو د نفوسو د احوال د ثبت قانون په اړه د ولسي جرګې د ځينو غړو تحريکوونکې هڅې غير موجه وبللې، و يې ويل چې په ياد قانون کې اختلافات د ملي شورا د دواړو مجلسونو د مختلط پلاوى له خوا د اساسي قانون سره سم حل شوې دي او ياد قانون خپل ټول مراحل طي کړي او د اجراا وړ دي او په دې برخه کې هر ډول خبرې بي مورده او غير عملي دي او بايد حکومت د بريښنايي پيژندپاڼو په وېش کې اقدام وکړي او په دې برخه کې د هېوادوالو اندېښنې حل کړي.

د مشرانوجرګې غړو په خاصه توګه په كابل ښار كې د ككړې هوا پر زياتوالي او د يادې هوا څخه د ناروغيو د رامنځ ته كېدو په هكله اندېښنه وښوده او و يې ويل، د بې كيفيته سوند توكو، ډبرو سكرو، دود لرونكو موټرو څخه ګټه اخيستنه ، د ښار دننه د خښتو د داشونو شتون، حمامونه، خامه سړكونه او نور، د ښار چاپېريال  ككړ او ويروسي كړى چې راز راز ناروغۍ يې رامنځ ته كړي چې بايد مسئول ارګانونه په دې هكله جدي تدابير تر لاس لاندې ونيسي او په دې توګه سناتورانو د كابل ښاريانو څخه وغوښتل چې د كابل ښار د هوا او چاپېريال پاكولو په برخه كې زياته همكاري وكړي او خپل مسئوليت ادا كړي . او پرېكړه وشوه چې په دې برخه كې دي د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسئولين يوې عمومي غونډې ته راوبلل شي .

د مشرانوجرګې يوه غړي زياته كړه د رسېدلو اطلاعاتو د مخې د ايران هېواد د سپاهې پاسداران ډلې د نيمروز په ولايت كې پوځي عمليات كړي چې بايد د كورنيوچارو وزارت په دې اړه په افغانستان كې د ايران هېواد مېشت سفيراحضار كړي خو ځينو سناتورانو د ياد ولايت د مسئولينو په وينا دا مسئله بې اساسه وبلله خو د مشرانوجرګې رئيس د يادې موضوع د اهميت درلودلو پر بنياد په دې هكله د نيمروز ولايت د والي سره تيليفوني اړيكه ونيوله چې د نيمروز والي هم ياده موضوع رد كړه او هغه يې بې اساسه وبلله . د شرنې _ غزني په مواصلاتي لاره كې بې امني، د معتادينولاسرسۍ په آسانه توګه مخدره توكو ته په خاصه ډول په زندانونو كې او په آزاده د يادو توكو خرڅلاو، د هېواد دننه د بېځايه شويو  ستونزو ته په جدي توګه كتنه، د روغتيا په برخه كې د ملي بودجې كموالۍ او په ياده برخه كې په ملي بودجه كې پر زياتوالي ټينګار، د زندانيانو د ستونزو نه حل كېدل، په خوراكي بيو كې جګوالۍ، د نورستان ولايت د پوليسو په تشكيل كې تنقيص، د جهادي شوراګانو د پرونۍ ناسته چې د بلخ ولايت د قضيې د تطبيق غوښتنه يې كوله يادوونه، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو په خپل وخت سره ټينګار او ځينې نور مسايل مطرح شول .    

12-Jadi96-JAL2.JPG 

د مجلس رئيس د آزادو بحثونو په پاي کې د ننګرهار او سرپل ولايتونو د وروستيو قربانيانو کورنيو سره د غم شريکۍ تر څنګ وويل، د هېوادوالو مکار او زبون دښمن هيڅ ارزښت ته قايل نه دى بلکې د خپلو بادارانو د خوشحالولو له پاره په هر ډول جنايت کارانه عمل لاس پورې کوي او حتي د جنازې په مراسمو بريدونه کوي، دوى د امنيتي ځواکونو وغوښتل تر څو د افغانستان د خلکو امنيت ونيسي او دښمن د هېواد په ګوټ ګوټ کې وټکوي.

فضل هادي مسلميار د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس د وروستي دريځ په اړه څرګنده کړه چې دا يو مثبت دريځ او د افغان حکومت او ولس پخوانۍ غوښتنه ده چې د ترهګرو امن ځالي په پاکستان کې دي چې بايد ځالي يې ونړول شي. د مجلس رئيس زياته کړه، افغانستان تل د سيمې او په ځانګړې توګه د پاکستان سره د دوستۍ او برابرۍ په کوښښ دي خو بدبختانه ياد هېواد د څلويښتو کلونو راهيسې د افغانستان ورانولو او زموږ د خلکو د وژلو له پاره هيڅ فرصت له لاسه نه دى ورکړى او اړتيا شته چې ياد هېواد د دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په برخه کې رښتيني همکاري وکړي.

د مشرانو جرګې رئيس وويل، د بريښنايي پيژندپاڼو موضوع د قانون له مخې پاى ته رسيدلې، بايد د هېواد جمهور رئيس د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش عملي بهير پيل کړي.

نوموړي د کابل ښار د هوا ککړتيا د اندېښنې وړ او خطرناکه وبلله او د دې غوښتونکې شو چې بايد اړوند ارګانونه د پوهاوي ورکولو له لارې دې امر ته ورسيږي او هم دي خلک خپل پام چاپيريال ساتنې ته واړوي، مسلميار د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو پر جوړېدو د ټينګار تر څنګ د معلولينو د لاريونونو په تړاو څرګنده کړه چې بايد په دې برخه کې عدالت تامين کړاي شي او هم د نشه يي توکو د زياتوالي، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو کې د روغتيايي ستونزو موضوعګاني د رسيدګۍ په موخه اړوندو کمېسيونونو ته راجع شوې.

دغه راز سناتور نثار احمد حارس د ملي شورا څنګ کې د معلوليت لرونکو افرادو او لاس پلورونکو د راټولېدو د څرنګوالي څخه د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون رپوټ غونډې ته وړاندې کړ، ويې ويل چې د عمومي غونډې د پريکړې سره سم د کمېسيون پلاوي د دې افرادو يو شمېر استازو سره د کابل ښاروالۍ او لاس پلورونکو تر منځ د شخړې اړونده سيمې ته ولاړ او د لاس پلورونکو او د ښاروالۍ مسئولينو سره يې وکتل چې ښاروالۍ غواړي د ښار بېلا بېلې سيمې منجمله پل باغ عمومي د ترافکي ستونزو په موخه د لاس پلورونکو له شتون څخه تخليه کړي خو معلومه شوه چې يو شمېر استفاده کوونکې افراد د معلوليت لرونکو اشخاصو په نوم لسګونه ځايونه د لاس پلورنې له پاره اشغال کړي او وروسته يې نورو اشخاصو ته په اجاره ورکړي دي او دوى د ښاروالۍ طرحې ته چې دي معلولينو له پاره په يوې ټاکلې سيمه کې غرفې ورکوي او سيمه دي تخليه کړي خو دغه استفاده کوونکې اشخاص ياده طرح نه ده منلې خو د کابل ښاروالۍ پلاوى د څارنوالۍ، محکمې او پوليسو د استازو په حضور د دوى د غرفو په تخريب لاس پورې کړ.سناتور حارث زياته کړه چې په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست، د آسمايي ١٠١ زون د امنيتي مرستيال، د کابل د ولايتي شورا د يو شمېر غړو، د کابل د ګارنيزون قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست د  استازو، د لويې څارنوالې ادارې، د مدني ټولنې د بنسټونو، د کابل ښار د ناحيو د ګذر و کيلانو اتحاديې او د لاس پلورونکو د استاذو، او معلوليت لرونکو افرادو په حضور کې د بحث وروسته هوکړې ته ورسېدل، د کابل ناحيو په کچه ټولو معلولينو چې د تابعيت تذکرې او معلوليت کارت لرونکې وو د اړوندې ناحيې د ګذر وکيل د تائيد وروسته هر کس ته د يوې غرفې او يوې کراچۍ د فعاليت اجازه ورکول کيږي.

همدا راز ټولو لاس پلورونکو چې د غرفو او کراچيو شتون يې د ترافيکو ګڼې ګوڼي او سړکونو د بندښت سبب شوى، د اړوندو ناحيو له خوا ټاکل شويو او مشخصو سيمو کې تنظميږي او د کابل ښار د ناحيو د ګذر وکيلانو د اتحاديې رهبري شورا د کابل ښاروالۍ او د ناحيو رئيسانو سره لازمې همکارۍ ترسره کوي.

12-Jadi96-JAL3.JPG 

دغه راز د معلولينوچارو او عامه هوساينې د كمېسيون د هوكړې او مجلس د پرېكړې سره سم هر هغه معلول ته چې د كابل په ښار كې د هعاليت اجازه نه وي وركول شوې ښاروالۍ ته دي ور وپېژندل د ثبت او راجستر وروسته دي يادو كسانو ته د دوى د استوګنې په سيمه كې د كراچيو يا غرفو د فعاليت اجازه وركول شي او هغه سيمې چې د ترافيكو د آسانتيا او نظم لپاره پاكېږي د پاكولو د مرحلې وروسته د پوليسو د اړوندې حوزې، د ناحيې رياست او د سيمې د ترافيكو په ګډون ګډ كمېسيون ته سپارل كېږي او دوى مكلف دي چې د سيمې د ساتلو لپاره لازم تدابير ونيسي او متخليفينو سره قانوني چلند.خو په خواشينۍ سره د مستحيقو او واقعي معلولينو څخه په ګټې اخيستنې سره يو شمېر افراد او اشخاص سره له دې چې منطقي او قانوني دلايل نلري كومې پرېكړي او ژمنې يې چې كړي عمل پرې نه كوي، د دې ليدنو په جريان كې وكتل شول چې ځينې يې د ښار په بېلابېلوسيمو كې د سلو پورته كراچې او غرفې لري او په كرايه يې وركړي دي او د دې د لاسه وركولو په موخه هيڅ لار او اصولو ته پابند نه دي .