اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

   دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

 د۱۳۹۶ کال د مرغومي ۱۲مه نېټه

په پنځلسمه تقنیني دورہ کې د مشرانو جرګې د غړي حاجي بھرام خان څمکني د مړينې له امله د مشرانو جرګې د خواخوږۍ او غمرازۍ پيغام:

بسم الله الرحـــــــمن الرحــــــــــــــــــــــــیم

د ملي شورا مشرانو جرګې رئيس، اداري پلاوي، غړو او د یادې جرګې دارالانشاء لوی ریاست په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د څمکنیو د قوم مخور،متنفذ ، مصلح شخصیت او په پنځلسمه تقنیني دوره کې د دې مجلس غړی سناتور حاجي بھرام خان څمکنی د79کلنۍ په عمرد ورپیښې ناروغۍ له امله له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

انالله و انا اليه راجعون

12-Jadi96-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګه د سناتور څمکمي مړينه يوه تشه بولي، او خپل ژور خفګان او خواخوږي د خدای بښلي کورنۍ، خپلوانو،دوستانو،دڅکمنیو متدین قوم او دپکتیا ولایت پتمنو ولسونوته څرګندوي همداراز د لوی خدای(ج)له دربار څخه مرحوم څمکني ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د زغم غوښتنه کوي.  

ارواښاد حاجي بھرام خان څمکنی د مشرانو جرګې د فعالو غړو څخه وو او تل يې د دې جرګې په غونډو او نورو ناستو کې د هیواد د لوړو ګټو په بنسټ خپلې نظريې وړاندې کولې اود خپل ژوند په اوږدو کې يې د قومي مشر په توګه د ملي يووالي ټينګښت، ديني ورورولۍ او د افغانستان د کړېدلي ولس د هوساينې په لاره کې نه ستړي کیدونکي ھلې ځلې کړي.  

ارواښاد الحاج بهرام خان څمکنی په ۱۳۱۷لمریز کال د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کي زیږیدلی او له لومړنیو زده کړو وروسته د پولیسو په اکاډمۍ کې شامل او له فراغت څخه وروسته يې څه باندې پنځه دېرش کاله د پولیسو په بېلا بېلو څانګو کې هېواد ته خدمت کړی.روح دې خوشحاله وي

 

دملي شورا دمشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار