اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱نیټه

دیوبل خبرله مخې دمشرانوجرګې منشي استاد محمدطیب عطا نن دیوې ناستې په ترڅ کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دیوشمیراستازانو او مسؤلینوسره وکتل.

11-Jadi96-MUL1.JPG 

پدې کتنه کې چې سناتورانو ډاکټرمحمداجان منګل او محمدعثمان رحماني هم ګډون درلود،دافغانستان دعلومو اکاډمۍ داستادانو په استازولی دوه تنه استادانو خبرې وکړې اوڅرګنده یې کړه چې دا اکاډمۍ دهیواد په کچه دعلمي څیړنو ترټولوړه او معتبره اداره ده او دبشری،طبعی او اسلامی علومو په څانګو کې  خپل فعالیتونه  دکادري استادانو لخوا پرمخ بیایي، نوموړو استادانو زیاته کړه دافغانستان دعلومواکاډمۍ لس کلن سټرا تیژیک پلان جوړکړی او هم یې پدې اداره کې دفساد سره دمبارزې په لاره کې اړین اقدامات ترسره کړي خو تمه ده چې حکومت په مالي برخو کې د اکاډمۍ ستونزو ته لازم پام وکړي.

یادو استادانو په مختلفو هیوادنیو مسایلو کې دملي شورا دمشرانوجرګې دپریکړو او موقفونو څخه هم یادونه وکړه وویل دافغانستان دعلومو د اکاډمۍ استادان اواداري پرسونل ددې جرګې دفعالیتونوڅخه ملاتړ او خوښي څرګندوي.

ورپسې دمشرانوجرګې منشي استاد محمدطیب عطا دخپلو خبرو په ترڅ کې دوی سره ژمنه وکړه چې شته ستونزې به یې دحل لارو دپیداکولو په موخه اړونده حکومتي چارواکوسره مطرح کوي او هم يې دافغانستان دعلومو داکاډمۍ دټولو استادانو او اداري پرسونل دهڅو،فعالیتونو او زحماتو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د سناتورانوډاکټر محمداجان منګل او محمدعثمان رحماني  په ملتیایې دمشرانوجرګې ستاینلکونه په غونډه کې موجودو استادانو ته وویشل او هغوی ته یې په چاروکې دلابریاوو هیله څرګنده کړه.