اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱نیټه

دملی شورا دمشرانوجرګې اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

11-Jadi96-Payam.jpg

دمشرانوجرګې رییس ،اداري پلاوی، غړي او ددې جرګې ددارالانشا لوی ریاست، دننګرهارولایت دجلال آباد ښار پرونی ترهګریز برید په کلکه غندي اوددې ناوړه پیښې پرعاملینو او لاره اچونکوو نفرت وایي.

اجیرو،بیګانه پرستو اووحشي صفته ترهګرو دخپل بادارانو په لار ښوونه ، د جنازې په مراسمو کې دتروریستي برید په ترسره کولو یو ځل بیا په ډاګه کړه چې دوی دابلیس دلارې پیروان دې او دداسې ناوړه بریدونو په ترسره کولو غواړي خپلو بادارانو ته جوته کړي چې دهغوی دخوشحالولو لپاره دهرې چارې  ترسره کولوته چمتودي.

مشرانوجرګه د دې غمیزې دقربانیانو دکورنیو سره ځان په غم کې شریک بولي اوله اړونده چارواکو غواړي ترڅو دټپیانو په درملنه کې له شته امکاناتو ګټه واخلي او هغوی ته لازمه رسیدګي وکړي،همداراز له کشفي او استخباراتي ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دداسې ناوړه پیښو په کشف او مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندی کری.

مشرانوجرګه باور لري چې دهیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه به دتیرپه شان دخپلو هیوادوالو دوینې او ژوندانه غچ دبی غیرته او مزدور صفته دښمن څخه اخلي او دطالب،القاعده،داعش اونورې ټولې تروریستي ډلې به دهیواد په ګوټ ګوټ کې ځپي او له منځه به یې وړي.

په پای کې دپرونۍ ورځې پیښې شهیدانوته دفردوس جنت او ټپیانو ته دسملاسي روغتیا هیله کوي . انالله واناالیه راجعون

 

دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار