اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۶ کال د مرغومي اتمه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار چې څه موده وړاندې د عمرې حج د ادا کولو په موخه يوه غير رسمي سفر کې سعودي عربستان ته تللي وو، د جمعې په ورځ سهار هېواد ته راستون شو چې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د يو شمېر دوستانو، مينه والو، د ملي شورا د ځينو کارکوونکو او د ملي شورا مشرانو جرګې د دارالانشا د لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي له خوا يې تود هرکلې وشو.

8-Jadi96-GEN2.jpg

د مشرنو جرګې رئيس سعودي عربستان کې د خپل اقامت په وخت د ديني مراسمو د ترسره کولو سربېره په مدينې منوره کې د افغان محصلينو سره وليدل او د دوي غوښتنې او ستونزې يې واورېدې.

مسلم يار په دي ناسته کې د هېواد د اوسني اقتصادي او امنيتي وضعيت د توضيح تر څنګ، په ډاګه کړه چې د هېواد د آبادولو او پرمختګ په برخه کې د متخصصو او تحصيل کړو ځوانانو رول ګټور دي او د قدر وړ محصلين بايد د هېواد د اوسني وضعيت په درکولو سره د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې جدي او نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي او هېواد ته د راتګ وروسته د خپلې پوهې، تخصص او علم څخه په دولتي او بېلا بېلو ټولنيزو برخو کې ګټه واخلي او د خپل جګړه ځپلي او کړيدلي ملت څو کلن ټپونه پري ټکور کړي.

8-Jadi96-GEN5.jpg

همدا راز څو  تنو محصلانو د نورو په استازيتوب ملي موضوعګانو کې د مشرانو جرګې د رئيس دريځ څخه د ملاتړ او تائيد تر څنګ خپلې يو لړ غوښتنې او ستونزې څرګندې کړي چې د مشرانو جرګې رئيس ژمنه وکړه چې د يادو ستونز حل لارې به وپلټي.

له بلې خوا فضل هادي مسلميار په جده کې د يوې جلا ناستې په ترڅ کې سعودي عربستان کې د ميشتو افغانانو، سوداګرو، سياسي او علمي شخصيتونو سره وکتل او د دوي غوښتنې، ستونزې او نظريې يې واورېدې.

8-Jadi96-GEN1.jpg

په دي کتنه کې څو تنو د خپلو غوښتنو او ستونزو د څرګندولو تر څنګ د مشرانو جرګې او په ځانګړې توګه د فضل هادي مسلميار له دريځه ملاتړ او يادونه وکړه، ويې ويل چې د مشرانو جرګې او د يادې جرګې د رئيس دريځ په ملي مسايلو او په ځانګړې توګه اوسني نظام څخه د ملاتړ، بريښنايي پيژندپاڼو کې د ملت، دين او قوم کلمو په ځايولو سره د نفوسو د احوال د ثبت قانون په اړه د جمهور رئيس فرمان څخه د مشرانو جرګې د پريکنده ملاتړ او د ملي يووالي حکومت مشرتابه ته د ګټورو مشورو وړاندي کول د افغانستان لوړو ګټو سره سم دي او ټول ملت ورڅخه ملاتړ کوي.

همدا راز د مشرانو جرګې رئيس د خبرو په ترڅ کې د هېواد د روان وضعيت په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چې د افغانستان خلک او زړه ور امنيتي ځواکونه په يوه ليکه کې د لوي رب په مرسته هېواد کې امنيت ټينګوي او دپرديو شومې موخې او د دوي تروريستي اعمال له منځه وړي.

8-Jadi96-GEN3.jpg

فضل هادي مسلميار د هېواد آبادولو او د بيکارۍ او فقر لمنځه وړو کې د سوداګرو او پانګه والو رول ګټور وباله، څرګنده يې کړه چې په هېواد کې د پانګونې زمينې برابري دي او افغان سوداګر بايد په دي برخه کې خپل پور ادا کړي او هم يې ژمنه وکړه چې يادې ستونزې به ياد داشت او هېواد کې به يې د مجلس د ځانګړو کمېسيونونو له لارې حل کړي.

8-Jadi96-GEN4.jpg

د مشرانو جرګې رئيس همدا راز سعودي عربستان کې د خپل اقامت په وخت جدې ښار کې د افغان قونسل حضرت الله ذکي د رپوټ اورېدو وروسته ټينګار وکړ چې په بهر کې افغاني ديپلوماتان دي د خپلو دندو په ترسره کولو کې ملي لوړې ګټې او ديني او فرهنګي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.