اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ يم لمريز كال د ليندۍ ۲۹ مه نېټه

د مشرانو جرګې د لومړي نائب محمد علم ايزديار په مشرۍ د دوهم نائب، منشي، د كمېسيونونو رئيسانو، مرستيالانو او د دارلانشا د عمومي رئيس په ګدون د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې غونډه جوړه شوه .

په ياده غونډه كې پرېكړه وشوه چې د ليندۍ درېيمه د يكشنبې په ورځ د آزدوبحثونو سربېره د بهرنيوچارو، د دفاعي چارو، د كورنيوچارو وزيران، د ملي امنيت د شورا سلاكار، د ملي امنيت عمومي رئيسان، د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې رئيس د پاكستان له خوا د ډيورند پر فرضي كرښې د اغزن تار د تيرولو، پر كنړ ولايت د راكټونو د توغولو او ځينو نورو مهمو مسايلو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب كړي او هم دي د ماليې وزير د ١٣٩٧ کال د ملي بودجې مسوده کې د سناتورانو د نظريو د ځايولو په موخه د مرغومي د پنځمې نېټې د سې شنبې ورځې په ناسته کې ګدون وکړي او په همدې ورځ دي د دولتي کارکوونکو او چارواکو د شتمنيو د ثبت او شاعې قانون په اړه تقنيني فرمان په اجندا کې شامل کړاي شي.

همدا راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د مرغومي د لسمې او دولسمې نېټې په عمومي غونډه کې د مسکور څخه د سناتورانو رپوټ واوريدل شي او د هرات ولايت د يوه اوسېدونکې چې د قرآنکريم حافظ دي او په خپلو ګوتو يې دغه لوي کتاب ليکلې دي، ستاينه وشي او هم پريکړه وشوه چې په يوې عمومي غونډه کې دي لوي څارنوال، د قانون د احکامو د تنفيذ، د آزادي د سلب پر سيمو د څارنې او د بګرام محبس ريسان دي د اړوندو مسايلو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

29-Qaws96-Komita-Rowasa.JPG

همدا راز د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د خورشيد تلويزيون د خبريالانو څخه د يوه د توقيف په اړه د ياد خصوصي تلويزيون شکايت او د افغان ترک ښوونځي په ليليه د امنيتي ځواکونو د يورش څخه راغلي شکايتونه واوريدل شو او ټينګار وشو چې د مجلس ځانګړي کمېسيون دي د مسئولانو په حضور سره ياد موارد وڅيړي او دخپلو اجرااتو پايلي دي وړاندي کړي.

همدا راز د ريسانو دکمېټې په غونډه کې وويل شول چې د حکومتي اړوندو ادارو مسئولان دي د ملي اقتصاد، مالي او  بودجې د کمېسيون ناسته کې ژمنه کړى چې ژر تر ژره به هر ليتر تيلو کې پنځه افغانۍ، هر کيلو ګازو کې شاوخوا پنځلس افغانۍ او يوه خروار لرګو کې د زرو زياتې افغانۍ راټيټي کړي، د ريسانو کمېټې د دي مسلې څخه د هرکې تر څنګ ټينګار وکړ چې اړوند کمېسيون دي موضوع وڅيړي.

دغه راز په غونډه کې د ملي امنيت عمومي رياست د راستول شوي مکتوب په اړه دا چې د ملي شورا غړى يادې ادارې ته د ورتګ سره سم هوشمند تيليفونونه نه راوړي او د ملي شورا د غړو له خوا د څرخکو څخه د استفادې د محدوديت پر وضع د ملي دفاع وزارت راستول شوى مکتوب مطالعه او دواړه موارد د ريسانو د کمېټې له خوا بي اساسه وبلل شول او دارالانشا ته دنده وسپارل شوه چې د سناتورانو نظريې يې له موجه دلايلو سره د يادو بنسټونو عنواني وليږي.