اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د ليندۍ ٢٧ مه

د مشرانو جرګې د منشي نايب ډاکټر محمد فيصل سميع په مشرۍ د ملي شورا د دواړو مجلسونو مختلط پلاوي نن له غرمې مخکې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ځينو موادو د تعديل په اړوند د جمهور رئيس تقنيني فرمان د رايو په اتفاق تاييد کړ.

27-Qaws96-Adli.JPG

د ملي شورا د دواړو مجلسونو مختلط  پلاوي تر اوږدو بحثونو وروسته ،په بريښنايي پيژندپاڼو کې د دين، قوم او ملت کلمو په ځايولو سره د نفوسو د احوال د ثبت قانون کې د ځينو موادو د تعديل په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان تصويب کړ.

تر دې وړاندې ولسي جرګې ددې کلموځایول په یاد قانون کې ردکړی وو؛خو مشرانو جرګې د لړم د اته ويشتمې نېټې په عمومي غونډه کې په بريښنايي پيژندپاڼو کې د نوموړوکلمو ځایول د رایو په اتفاق تائيد کړ ؛چې نن د مشرانو جرګې پريکړه د ملي شورا ددواړومجلسونو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) دمختلط  پلاوي په غونډه کې درایو په اتفاق  تائيد شو.