اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ يم کال د ليندۍ ١٥ مه نېټه

د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې غونډه د دغې جرګې د لومړي نايب په مشرۍ او د دويم نايب، منشي، د کمېسيونونو د ريسانو او مرستيالانو او د دارالانشا د عمومي رئيس په ګډون جوړه شوه.

د ريسانو کمېټې د راتلونکې اونۍ اجندا وټاکله چې د ليندۍ د نولسمې نېټې عمومي ناسته کې به د آزاد بحث سربېره، د جمهوري رياست د حقوقي بورد رئيس به د حکومت پر وړاندې د محمد عمر داوود زي، رحمت الله نبيل او ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د څرګندونو په اړه معلومات وړاندي کړي او هم به د ليندۍ د يو ويشتمې نېټې په غونډه کې د آزاد بحث سربېره د د دولتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنيو د ثبت او شاعې قانون په اړه تقنيني فرمان کې د تعديل طرحې په اړه کار وشي.

15-Qaws96-Komita-Rowasa.JPG

د ريسانو کمېټې همدا راز د عدليې وزير، د بهرنيو چارو، کورنيو چارو معينانو، د لوي درستيز مرستيال او د جمهوري رياست د چارو ادارې مرستيال سره د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستا له خوا د اغزن تار د غځولو، د کنړ ولايت سرحدي سيمو باندې د ياد هېواد د راکټونو د توغولو او د دولتي لوړپوړو چارواکو د معاشونو قانون د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې، خو دا چې د يادو ادارو لومړې درجه چارواکو حضور نه درلود، د اغزن تار د غځولو او د پاکستان د راکټونو د توغولو د مسلې په تړاو د دوي په نه راتګ د سختې نيوکې تر څنګ تمرکز ونه شو.

د غونډې رئيس ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې دي ژر تر ژره د خپلو اجرااتو رپوټ او پلانونه مشرانو جرګې ته وړاندي کړي تر څو موضوع په راتلونکو ناستو کې د بهرنيو چارو، دفاع، کورنيو چارو د وزيرانو، د ملي امنيت شورا سلاکار، د ملي امنيت عمويم رئيس او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په حضور بحث کې مطرح شي.

خو د عدليې وزير ډاکټر عبدالبصير انور د دولتي عالي رتبه چارواکو د معاشونو قانون د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه وويل، په دي برخه کې کومه ستونزه نه شته او اړوندې ادارې مکلفي دي چې د ګټو سره سم د امنيت په ټينګښت، د سياسي پاسپورتونو د صدور او د ملي شورا پخوانيو غړو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو په برخو کې اقدام وکړي او کومې کتنې چې د پاسپورت قانون کې شتون لري ژر به حل او رسمي جريده کې به خپاره شي.

همدا راز امنيتي مسئولانو سره چې د ريسانو د کمېټې په غونډه کې يې ګډون درلود د غزني او نورستان ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د امنيت د ټينګښت، د غزني- شرن او مزار- فارياب د لويو لارو د امنيت او د پکتيا ولايت د اوسېدونکو د غوښتنو او ځينو نورو مسايلو په اړوند موارد مطرح کړل.

دغه راز د ريسانو کمېټه کې د امريکا له خوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس د رسميت پيژندلو احتمال څخه سختې اندېښنې څرګندې شوې او وويل شول چې ددې پريکړې عمل کول به په ټولنې نړۍ کې د مسلمانانو غبرګون راوپاروي، ځکه بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او سره ليکه ده چې بايد د امريکا متحده ايالات د دا ډول پريکړې لاس په سر شي چې ژر به په دي برخه کې د مجلس له خوا اعلاميه صادره شي.