اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د ليندۍ ١٥ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت له استوګن سفير محمد رضا بهرامي سره د ملي شورا په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي بهرامي د مشرانو جرګې رئيس ته د ايران د اسلامي شورا د رئيس بلنليک د ورکړې تر څنګ وويل، د چابهار بندر د لومړي فاز پرانيستل او د تورغونډۍ او زرنج ښار د اوسپنې پټلۍ تمديد د دواړو هېوادونو د ورورولۍ او سوداګرۍ د پراخوالي څرګندويي کوي چې د دغې بندر د بنسټونو د رغاونې، تجهيزاتو او ګټې اخيستنې له پاره يو ميليارد ډالره پانګونه شوې ده چې د دوو څخه تر اتو ټنو سوداګريزو مالونو د ظرفيت توان لري.

همدا راز د ايران سفير زياته کړه چې هېواد يې د افغان کډوالو د هوساينې له پاره ځينې اسانتیاوې برابري کړي او په روان کال کې شاوخوا دوه سوه زرو تنو ته يې د استوګنې ويزې صادري کړي دي، خو افغان کډوال خپلو کورنيو ته د پيسو د لېږد په هکله له ستونزو سره مخ دي، اړتيا شته تر څو د افغانستان بانک په دې برخه کې له کډوالو سره همکاري وکړي.

15-Qaws96-MUL1.JPG

ورپسې فضل هادي مسلميار د خپلو خبرو په ترڅ کې د ايران د پخوانيو همکاريو څخه په نيکۍ يادوونه وکړه او ويې ويل، هيله مند يو چې افغان کډوال د ایران په اسلامي جمهوريت کې د حکومتي چارواکو د لا زياتې پاملرنې او شفقت وړ وګرځي.

همداراز د مشرانو جرګې رئيس څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د تپل شوي جګړې له امله هره ورځ قرباني ورکوي، هيله کيږي چې د ايران حکومت د داعش او طالب تروريستي ډلو پر وړاندې د افغانستان له حکومت سره ټینګې همکاري وکړي او زياته يې کړه چې د سيمې هېوادونه له يو بل سره په نږدې همکارۍ کولاۍ شي د تروريزم ځالې وځپی او په دې توګه به په افغانستان او سیمه کې ډاډمن امنيت رامنځ ته شې.

د مشرانو جرګې رئيس د چابهار بندر پرانيستل د دواړو هېوادونو تر منځ د پاملرنې وړ وباله، هيله يې څرګنده کړه چې دغه بندر باید په ښه توګه سمبال شي او پاتې برخې يې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شي ؛تر څو د دواړو دوستو هېوادونو خلک د ياد بندر د اقتصادي ښیګڼو او ګټو څخه برخمن شي، په پای کې يې د اسلامي شورا د رئيس له بلنلیک څخه يي د مننې د څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه چې په مناسب وخت کې به د ايران له اسلامي جمهوريت څخه لیدنه وکړي.