اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د  ليندۍ ١٤

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ايکو غړو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامه تائيد او د اسرائيلو د صهيونستي رژيم د مرکز په توګه د بيت المقدس د رسميت پيژندلو په اړه د امريکا د حتمالي پريکړې څخه اندېښنه څرګنده شوه.

ياده م موافقتنامه چې د مشرانو جرګې کمېسيونونو کې مطالعه شوې وه د نړيوالو چارو د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د رايو په اتقفاق تاييد شوه او هم د هوايي خدمتونو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت او عرب متحده اماراتو تر منځ موافقتنامه معرفي او د مطالعاتو په موخه ځانګړي کمېسيون ته راجع شوه.

14-Qaws96-JAL1.JPG

په غونډه کې يو شمېر سناتورانو د امريکا له خوا د اشغالګرو اسرائيلو د مرکز په توګه د بيت المقدس د رسميت پيژندې احتمال څخه په کلکه اندېښنه څرګنده کړه، ويې ويل چې د دي پريکړې عملي کول به خطرناکې پايلې ولري او په ټوله نړۍ کې به د مسلمانانو سخت غبرګون راوپاروي، ځکه بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او ځاي دي چې بايد د امريکا متحده ايالات د دي ناسنجيده او عجولانه پريکړې څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

د غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د امريکا د متحده ايالاتو د نوى ستراتيژۍ د نه پلي کېدو، پاکستان ته د ياد هېواد د دفاع وزير د سفر او د امريکا د استخباراتو سي آي اي د رئيس څرګندونو په اړه خپلې نظريې وړاندې کړي، ويې ويل افغانستان او جنوب آسيا کې د امريکا د نوى ستراتيژۍ اعلان څخه څو مياشتې اوړي خو دغې ستراتيژۍ د لمس وړ پايلې نه درلودې او پر پاکستان لازم سياسي او اقتصادي فشارونه نه دي وارد شوي تر څو ياد هېواد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او د ترهګرو د تمويل، تجهيز او ملاتړ څخه ډډه وکړي او موږ د دي غوښتونکې يو چې د امريکا متحده ايالات په رښتيني توګه عمل او هغه مرستې چې د پاکستان د پياوړتيا سبب ګرځي، ډډه وکړي.

همدا راز په غونډه کې د چين، افغانستان او پاکستان د درې اړخيزه ناستې په اړه چې د دي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه جوړيږي، هم نظريې وړاندې شوې چې دا ډول ناستې به د امريکا او ناټو د حضور پرته ښه پايلې ونه لري او هيله کيږي چې د چين جمهوريت د نږدې اړيکو څخه چې پاکستان سره يې لري، ياد هېواد پوه کړي تر څو د سولې بهير کې همکاري وکړي او افغانستان ته د وېره اچوونکو د لېږد، تجهيز او تمويل څخه ډډه وکړي او زياته يې کړه چې د روسي چارواکو سره د ملي يووالي حکومت د اجرائيه مشر ليده کاته هم يو فرصت وو چې بايد حکومت ورڅخه لويه ګټه پورته کړي او هڅې وکړي تر څو د نړۍ لوي قدرتونه په افغانستان کې خپلې سيالۍ غاړي ته پريږدي او له تروريزم او سرچينو سره يې جدي چلند وکړي.

سناتورانو د حکومت د يولسو وړانديز شويو نوماند وزيررانو ته د ولسي جررګې د اعتماد رايې څخه قدرداني وکړه خو ويې ويل چې وړانديز شوې يوې مېرمن نرګس نهان ته د نه اعتماد رايه چې مسلکي څېره هم وه، د خواشينۍ وړ وباله او غوښتنه يې وکړه چې د ملي يووالي حکومت دي د ټولو سرپرست وزيرانو د وړانديز په وخت د مېرمنو ونډه په کابينه کې په پام کې ونيسي.

همدا راز په غونډه کې يادونه وشوه چې شمال او شمال ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه کندز، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونو کې د داعش ترهګرې ډلې بي څارې پراخېدو د سيمې د اوسېدونکو په ژوند ناوړه اغيزې غورځولي او دغې تروريستي ډلې د سرتيرو د جلب، د شتمنيو د غصب او د خلکو د جوماتونو د ملا امامانو څخه د دوي د بيعت سربېره يې د وحشت او وېرې فضا حاکمه کړي او د خلکو عادي ژوند يې ګډ وډ کړي چې بايد ورته پاملرنه وشي.

په آزادو بحثونو کې همدا راز د حکومت مرکزي ادارو کې د هېواد د قومونو او په ځانګړې توګه د بلوڅانو د کم رنګه حضور چې د ملي يووالي حکومت په وخت کې د پام وړ کم شوي او يو لړ لاسونه د بلوڅانو د شاته پاتې کېدو له پاره کار کوي، د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د سرحدي پوليسو د يو ځاي کېدو څخه هرکلې، د ژمي په موسم کې د کورنيو بيځايه شويو د ستونزو حل له پاره ټينګار، په ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو په جوړېدو ټينګار او ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اختلافونو په هم ټينګار، د مزار- فارياب او غزني- شرنې د لويو لارو په اوږدو کې د جدي ناامنيو د شتون، بهرنيو هېوادونو سره د ولسمشر د موفقتنامو او سفرونو څخه ملاتړ او هرکلې او ځينې نور مسايل وو چې مطرح شول.

د بحثونو په پاي کې د مجلس رئيس شمال او شمال ختيځو ليکو کې د امنيتي ستونزو او د داعش ترهګرې ډلې د فعاليتونو د پراختيا څخه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې حکومت د خلکو د امنيت د نيولو مسئوليت په غاړه لري او اړتيا شته چې په روان ژمي کې د ترهګرو د ټکولو په موخه دقيق عملياتي پروګرامونه په لاره واچوي او هم ټاکل شوې چې د مشرانو جرګې د ريسانو کمېټې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او نورو اړوندو مسئولانو سره په دي برخه او نورو مواردو په اړه خبري وشي.

د مشرانوجرګې رئيس د رايې وركول او نه وركول د ولسي جرګې د صلاحيتونو څخه وبلل و يې ويل  يوې ښځينه نوماند وزيرې ته د تائيد رايې د نه وركولو په اړه دخلكو د استازو د پرونۍ پرېكړې يوه برخه د خواشينۍ وړ وه سره له دې هم له دوى څخه د يوولس نوماند وزيرانو د ټاكلو په موخه مننه كوو او غوره به واى تر څو په ګډه له حكومت سره همكار واوسو او د نظام د پياوړتيا او ملاتړ په موخه كار وكړو .

د جرګې رئيس زياته كړه، افغان حكومت بايد د چين له ناستې څخه مثبته ګټه واخلي ځكه نړيوالو ته د پاكستان د دوه ګونې او ظالمانه سياست ښودل د افغانستان د حكومت له خوا مهم دى او زياته يې كړه موږ دا نه غواړو چې پاكستان دي له انزوا سره مخ شي خو هغه هېواد دى چې د څلوېښتو كلونو را په دې خوا يې د جګرې اور زموږ په هېواد كې بل ساتلى او سياسيون بايد له دې دردونكى وضعيت څخه له وتلو با تدبيره برنامې تر لاس لاندې ونيسي .

د مجلس رئيس د امريكا هېواد د آسيا د جنوب لپاره ستراتيژى ته په اشارې سره زياته كړه په خواشينۍ سره د امريكا هېواد هغه تعهدات چې د افغانستان له هېواد سره د پاكستان په وړاندې كړي وه په هغه يې عمل نه دى كړى حال دا چې د ياد هېواد كانګريس ځيني مشروطې مرستې پاكستان ته تائيد كړي همداراز ډيپلوماتيكې او سياسي همكارى يې د ياد هېواد سره رغولي او بايد د امريكا هېواد خپل سياست څرګند كړي تر څو زموږ د هېواد خلګ پوه شي چې د ياد هېواد سياست كوم لورې ته روان دى ځكه د افغانستان د مخالفينو د جګړې يوه بهانه د بهرنيو پوځونو شتون په هېواد كې بولي او د دې غوښتونكى شو ترڅو ترورستانو پټنځايونه په پاكستان هېواد كې له منځه ولاړ شي او ياد هېواد د نړيوالې ټولنې په تور لست كې شامل شي د دې هېواد پر سياسيونو سياسي، اقتصادي، او نظامي بنديزونه ولګول شي .

14-Qaws96-JAL2.JPG

د جرګې رئيس زياته كړه د مسلمانانو لومړنۍ قبله يا بيت المقدس د خاص عزت او ځانګړتياوو څخه برخمن دى هيڅ مسلمان ته به دا د منلو نه وي چې بيت المقدس دي د اسرائيلو د صهيونستي رژيم د پلازمينې په توګه ونومول شي د امريكا هېواد بايد په داسې كار لاس پوري نكړي چې د مسلمانانو احساسات راوپاروي او يا هم ورته سپكاوى وکړي، له دې نه پرته په راتونكي كې به هر ډول مسووليت د ياد هېواد په غاړه وي .

د مجلس رئيس د خپلو خبرو په ترڅ كې د بلوڅانو او ټولو قومونو د حقونو څخه ملاټړ څرګند كړ او له حكومته يې وغوښتل تر څو هغه قومونه چې د هېواد هر غم او درد كې له يو بل سره دي له پامه و نه غورځوي او د حقونو  وركړې  ته يې لازمه پاملرنه وشي .

همداراز د سلام خصوصي پوهنتون يو شمېر استادانو او محصلينو د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د روزنيزو پروګرامونو په چوکاټ کې د مشرانو جرګې د عمومي غونډې له جريان او د ملي شورا د نورو برخو څخه ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د ديني چارو د کمېسيون رئيس عبدالطيف نهضت يار او د دارالانشا مرستيال تيمور شاه قويم له دوى سره وکتل او د حکومت له کړنو څخه د څارنې د څرنګوالي او په ملي شورا کې د قوانينو د طي مراحلو په اړه يې د ياد بنسټ استادانو او محصلينو ته معلومات وړاندې کړل.