اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د ليندۍ ١٣ مه نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه بحثونه او نظريې بدلې او د هرې موضوع په اړه يې پريکړې وکړې.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وشوې او د ننګرهار ولايت جلال آباد ښار کې د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو پرله پسې بريدونه په کلکو ټکو وغندل شول او ټينګار وشو چې د دغه بشري ضد جنايت په لاره اچونکي دې ژر تر ژره وپيژندل شي او د خپلو اعمالو په سزا دي ورسول شي.

ورپسې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې آمر او د څلورمې او يوولسمې حوزې مرستيالانو د جنايي جرمونو، وسله والو غلاوو او ځينو نورو مسايلو د زياتوالي څخه د مخنيوي په مورد کې د خپلو تدابيرو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

په پيل کې د پنځلسمې امنيتي حوزې آمر د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وويل، جنايي جرايم د يادې حوزې په مربوطاتو کې کم شوي او يو تن صراف چې وژل شوې وو عاملين يې پيژندل شوي او نيول شوي دي چې په اړه يې څېړنې دوام لري، خو د څلورمې او يوولسمې حوزو مرستيالانو په يادو سيمو کې د پوليسو د لاسته راوړنو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د خلکو د کميت له مخې د پوليسو د تشکيل د زياتوالي غوښتونکي شول مګر د يوولسمې حوزې د مرستيال څرګندونو د کمېسيون قناعت حاصل نه کړ.

د غونډې په پاى کې د اسلام قلعه سرحدي کميسار او د يادې سيمې د ګمرک قوماندان د خپلو کاري چارو او په ځانګړې توګه د يوه اندازه تيزابي موادو چې د مبلاینو  په نوم ثبت شوي دي د کمېسيون غړو ته پوره معلومات وړاندې کړل، و يې ويل چې د يادې قضيې عاملين په بند کې دي او د اړوندو ارګانونو له خوا څېړنې دوام لري، کمېسيون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره ټينګار وکړ چې د يادې ادارې کارکوونکې بايد په جدي توګه د غير قانوني شيانو د راتګ څخه مخنيوی وکړي.

13-Qaws96-Dfai.JPG

د نثار احمد حارس په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې چارو د کمېسيون په غونده کې د کمېسيون د لړم د څلرويشتمې نېټې د پريکړې په اړه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او  معلولينو وزارت د نه اجراآتو څخه خواشيني څرګنده شوه، يادې غونډه کې د قراردادي له خوا د علاالدين روزنتون ته د يوې اونۍ څخه په کمې موده کې د خوړو او اوبو د نه رسولو د ستونزې په اړوند چې د روزنتونونو د عمومي رئيس او د کار، ټولينزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د روزنتونونو د انسجام د رئيس په حضور تر څېړنې لاندې نيول شوى وه اوً د ياد وزارت د سرپرست څخه غوښتنه شوې وه تر څو د قرارداد د فسخې تر څنګ موضوع په جدي توګه وڅيړي او کومو کسانو چې د موضوع په تړاو دنده کې ناغيړي کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته دي معرفي کړاى شي او د خپلو اجراآتو څخه دي کمېسيون خبر کړي خو د دوو اونيو په تېرېدو سره کمېسيون ته ډاډ نه دى ورکړل شوى.

د معلولينو چارو کمېسيون يو ځل بيا دغه موضوع د کار او ټولنيزو چارو وزارت مالي او اداري معين او د ياد وزارت د روزنتونونو عمومي رئيس سره مطرح کړه او پريکړه یې وکړه چې: د وزارت مسئولين بايد ژر تر ژره د روزنتونونو چارو د انسجام د رئيس څرګندونې چې د لړم د مياشتې په څلرويشتمه نېټه يې اعتراف کړى وو چې د څو ورځو له پاره د علاالدين روزنتون ماشومانو له پاره خواړه نه وو برابر شوي، څېړنه وکړي او کومو کسانو چې په دې اړوند خپلو دندو کې ناغيړي کړې، دندې دي تعليق او څارنوالۍ ته دي معرفي او د پايلو څخه دي کميسيون خبر کړي.

13-Qaws96-Rifai.JPG

د يو بل خبر له مخې د ياد کمېسيون غړو هر يو سناتور عبدالباقي بريال او مېرمنې نفيسې سلطاني پرون د ډسمبر د درېيمې نیټې په مناسبت چز د معلوليت لرونکو افرادو د نړيواله ورځ وه، د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د معلوليت لرونکو افرادو د ملي استراتيژۍ د نهايي کېدو، د جمهوري رياست د دويم مرستيال په مشرۍ او د مسئولو ادارو د لومړۍ درجه مسئولينو په ګډون  د معلوليت لرونکو افرادو ستونزو ته د رسيدګۍ د عالي شورا د جوړېدو، ملي او مشورتي جرګو ټولو پريکړو کې د معليوليت لرونکو افرادو د مشورو په پام کې نيول، د عدليې  وزارت له خوا د معلولينو د ملي فدراسيون د جوړېدو له پاره د جواز د ورکړې، د مرکزي احصائيې ادارې له خوا د معلوليت لرونکو افرادو د دقيقې احصايې او معلوليت لرونکو افرادو او د شهيدانو وارثانو اړوند د بنسټونو د پياوړتيا په اړه يو لړ غوښتنې وړاندې کړې او له حکومته يې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د بهرنيو چارو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې ځانمرګې بريد وغندل شو د دغه جنايت پرعاملينو د نفرت ويلو تر څنګ د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده شوه او د امنيتي مسوولينو څخه وغوښتل شول تر څو د دا ډول وحشتونو څخه په مخنيوي کې خپلې کشفي او استخباراتي هڅې ګړندى کړي ځکه د هېواد دښمنان هيڅ ډول فرصت د هېوادوالو په نښه کولو کې د لاسه نه ورکوي .

 د غونډې په بله برخه کې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ ګډ  نظامي مانورونه او همداراز د امريکا او شمالي کوريا تر منځ د رامنځ ته شويو ستونزو په اړه بحثونه وشول او څرګنده شوه چې په سيمه او نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو تر منځ ترينګلتيا د هيچا په ګټه نه ده او بايد هراړخيزه هڅې وشي تر څو دا ستونزې د خبرو له لارې حل شي ، د کمېسيون غړو په پاى کې د افغانستان او ترکمنستان د پارلمانونو تر منځ د دوستۍ  کمېټې د غړو نوملړ جوړ او د اجراآتو په موخه يې اړوندې مراجعو ته واستاوه . 

13-Qaws96-Bio.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د البا پروژې سلاکارانو د افغانستان د جزايي کد په اړه د کمېسيون غړو ته معلومات وړاندې کړل او د کمېسيون د غړو له خوا يو لړ لازم نظريات او وړانديزونه وړاندې شول.

13-Qaws96-Zanan.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو، کوچيانو او کډوالو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار کې ځانمرګې بريد چې له امله يې شپږ تنه شهيدان او ديارلس تنه ټپيان شول، په سختو ټکو وغندل شو.

همدا راز د چابهار بندر د لومړي فاز پرانيستل چې د افغانستان او هندوستان د چارواکو په حضور د ايران د جمهور رئيس له خوا پرانيستل شو د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه  کې ستر ګام وګڼل شو او څرګنده شوه چې د ياد بندر د فعاليت په پيل سره به نه يوازې د افغانستان او هندوستان تر منځ بلکې د ايران او منځني ختيځ هېوادونو سره هم سوداګريزي راکړي ورکړې پياوړي شي.

13-Qaws96-Aqwam.JPG

دغه راز سناتور قاري میرحاتم تره خیل دمشرانوجرګې په پرونی غونډه کې کنړولایت ته دقومونو،قبایلو اوسرحدونو چارو دکمیسیون رپوټ وړاندې اوویل:

چې د پلاوى غړو د ياد ولايت ملکي او پوځي مسئولينو، د ولايتي شورا غړو او بېلا بېلو اقشارو سره په خپلو کتنو کې ترلاسه کړل چې د لړم د شلمې نېټې څخه د ليندۍ تر پنځمې شاوخوا ١٧٥٩ توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا په کنړ ولايت توغول شوي چې له امله يې دوه ملکي وګړي شهيدان، اته تنه ټپيان او ٥٧٠ کورنۍ بيځايه شوې دي، همدا راز وويل شول چې د ياد ولايت مسئولينو د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پوستو د جوړېدو، د امنيتي تشکيل د ډیرښت، د درنو وسلو ترلاسه کول، د بيځايه شويو ستونزو ته رسيدګي، د لس ميګاواټه بريښنا انتقال، د محبوسينو ستونزو ته رسيدګي، د بانکي شعبو رامنځته کول، اسمار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو منظورېدل، د چارتراشو لرګو قاچاق څخه مخنيوى او ځينې نورې موضوعګاني د مجلس استول شوي پلاوى سره مطرح او د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتونکې شول.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د پلټنې د عمومي رياست مسلکي مرستيال او د ماليې وزارت د مالياتي عوايدو د انسجام رئيس ګمرکونو او مستوفيتونو کې د مالياتي عوايدو او په ځانګړې توګه د ١٣٩٤ کال راستول شوي رپوټ په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

په سر کې د پلټنې د عمومي رياست مسلکي مرستيال د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وويل، د ولايتونو مستوفيتونو کې د ټيټ ظرفيت شتون، په ټاکلي وخت د قطعيې نه لېږد، ماليې وزارت کې د مالياتي عوايدو د پلان نشتوالې او د راټولو شويو عوايدو سره ولايتونو کې د مستوفيتونو د پلان نه پلي کېدل د عوايدو په راټولولو کې د نيمګړتياو او ستونزو له جملې څخه شمېرل کيږي، هيله مند يو چې په دي برخو کې کوښښ وشي تر څو د هېواد عوايد په شفاف ډول راټول شي.

 خو د ماليې وزارت د مالياتي عوايدو د انسجام رئيس پلان سره د عوايدو د راټولولو د شمېر مطابقت يو معمول امر وباله او ويې ويل چې د ماليې وزارت د مالياتي عوايدو د حصول او راټولولو په برخه کې اوږدمهاله پلانونه تر لاس لاندې لري خو هيله کيږي چې د ولايتونو د امنيه قوماندانان د عوايدو په راټولولو کې د ماليې وزارت سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

 کمېسيون د يادو مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره ټينګار وکړ چې د ماليې وزارت دي د لويو او کوچينو ماليه ورکوونکو څخه د مالياتي عوايدو د راټولولو په برخه کې لازم او جدي اقدمات تر لاس لاندي ونيسي تر څو د هېواد د عوايد د ضايع کولو څخه مخنيوى وشي.

13-Qaws96-Adli.JPG

د محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شكايتونو د اورېدو كمېسيون په غونډه كې د فساد سره د مبارزې معين او د يادې ادارې اړونده مسوولين د خپل ورځني كار او لاسته راوړنو په هكله د معلوماتو د وركولو تر څنګ وويل نوموړي ادارې د دفاع ، كورنيوچارو او ښارجوړونې وزارتونو دوسيې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې د خوا څېړل شوي دي د ځينو كسانو ۱۰۷ نسبتي دوسيې او د دولتي كاركوونكو ۱۱۶ دوسيې د خاصو څېړلو وروسته د لازمو لارښوونو لپاره د جمهوري رياست مقام ته لېږل شوي .نوموړي مسوولين په داسې حال كې چې د لوړپوړو چارواكو د شتمنۍ د ثبتولو د فورم څرنګوالى ، او له متهمينو څخه د يو څه پيسو د حصول په هكله د معلومات وركولو تر څنګ وويل ياده اداره يو شمېر پلانونه د اصلاحاتو د لا ښه والي لپاره تر لاس لاندې لري تر څو د ملت او خلكو آرمانونه پوره شي اوهغه پروپاګند چې د يادي ادارې د ادغام په هكله شتون لري د يادې ادارې د كاركوونكو انګېزه يې ضعيفه كړې په دې هيله يو تر څو مسوولانه چلند په پام كې ونيول شي .

همداراز په غونډه كې د كابل ښار د درېيمي ناحيې شكايت د خپلسرو لوړو پوړو ساختمانونو د نه مخنيوي ، د كثافاتو د ډېروالي چې راز راز ناروغۍ يې ډېري كړي او ځينو نورو مسايلو په باب د ناحيې له رئيس او د امنيتي حوزې د آمر سره مطرح شول چې يادو مسوولانو خبرو د كمېسيون قناعت حاصل نه كړاى شو او تاكيد وشو تر څو د خلكو شكايتونو ته په وخت سره رسيده ګې وشي .    په دې ډول سره د غزني ولايت د يوه تن اوسېدونكي شكايت چې د ياد ولايت د ورزشي لوبغالي د جوړونې پروژه يې بشپړه كړې او پيسې يې ندي ترلاسه كړي د بدني روزنې او سپورت رياست له مسوولانو سره مطرح شول . يادو مسوولانو د نوموړي شكايت د تائيد وړ وباله او څرګنده يې كړه كه چيري د ماليې وزارت موافقه وكړي پيسې شتون لري او نوموړي ته به وركړل شي . دراخیرجلسه شکایت یکتعداد باشنده گان تپه سلام شهرکابل ازپرچاوی های برق وبرخورد نا مناسب مسوولین جکشن

13-Qaws96-Shikayat.JPG

 وسروگروپ جکشن با مشتریان با مسوولان ذیربط مطرح شد.د غونډې په پاى كې د تپه سلام سيمې د اوسېدونكو شكايت د برښنا د پرچاوي او د جكشن د سرګروپ او مسوولينو نامناسب چلند په هكله مطرح شول . يادو مسوولانو د توضيحاتو پر مهال د جكشن د كاركوونكو په هكله وويل په سړه هوا كې نشوكولاى خلكو ته شپه او ورځ برښنا ورسوو خو نه ستړي كېدونكي هڅې مو دا ده چې د برښنا پرچاوي لږ شي .

د كمېسيون د مرستيال محمد عظيم قوياش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجي چارو د كمېسيون په غونډه كې د ۱۳۹۶ يم مالي كال عادي او انكشافي بودجې ته د نو مرستو رپوټ چې د ضميمې په توګه د ۱۳۹۶يم كال ته منظور شوى مطالعه او وپتېيل شوه چې اړونده مسوولين دي د ملي اقتصاد په يوه غونډه كې معلومات وړاندې كړي .   

  دربخش دیگرجلسه پیرامون بهره برداری فازنخست بندرچابهارایران که روزگذشته با حضورمقامات جمهوری اسلامی افغانستان، جمهوری اسلامی ایران وهندوستان رسماً گشایش یافت صحبت به عمل آمده خاطرنشان گردید که درحال حاضر دراین بندرکشتی های صدهزار تنی قابلیت پهلوگیری را دارد که این امرسبب رشد صادرات وواردات خواهند شد امیدواریم که به زودی بخش دیگراین بندرنیزبه بهره برداری سپرده شود وبه همین منظورفیصله به عمل آمد که مسوولان وزارت تجارت وصنایع درمورد تدابیروبرنامه های شان دریکی ازنشست های کمیسیون توضیحات ارایه نماید.

د غونډې په بله برخه كې د چابهار بندر د لومړۍ فاز چې تېره ورځ د افغانستان ، هندوستان او د ايران هېوادونو د چارواكو له خوا په رسمي توګه پرانيستل شو او د خبرو په ترڅ كې وويل شول په اوس مهال كې په ياد بندر كې د سلو زرو ټنو كښتيو د تشيدو ظرفيت لري چې په دې توګه به د صاداراتو او وارداتو كچه لوړه شي هيله مند يو چې د ياد بندر بله څانګه هم ګټې اخستنې ته چمتو شي او په دې سره وپتېيل شوه چې په دې هكله دي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواكي د كمېسيون په يوه غونډه كې په دې هكله توصيحات وركړي .