اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د ليندۍ ١١ مه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسيونونو نن د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه بحثونه وکړل.

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د بي کيفيته سون توکو د واردولو په اړه پرله پسې شکايتونه د نورم او ستندرد د عالي ادارې رئيس، د ګمرکونو عمومي رئيس او د سوداګرۍ وزارت يو شمېر اړوندو مسئولانو سره مطرح شول. د نورم او استندرد عالي ادارې رئيس د څرګندونود وړاندې کولو تر څنګ زياته کړه چې د بي کيفيته تيلو واردول، معمولاً د معافيت لرونکو تيلو سره يو ځاى او د قاچاق له لارې افغانستان ته وارديږي چې د بي کيفيته تيلو د راتګ علت عربي هېوادونو او په ځانګړې توګه صادروونکو هېوادونو کې شته کورنۍ جګړې او نيمګړتياوې دي او زياته يې کړه چې په يادو هېوادونو کې د نامطلوبه وضعيت په دليل د نفتي توکو د استخراج او تصفيې بهير په شفاف ډول نه عملي کيږي خو سره له دې هم د جيوکم کمپنۍ، شاروالۍ او د نفتي توکو رياست د نفتي توکو د کيفيت د تثبيت مسئوليت په غاړه لري،د نورم او ستندرد اداره يواځي څارنيزه واک لري او د جيوکم کمپنۍ قرارداد د افغان حکومت سره د پاى ته رسېدو په حال کې دي.نوموړي وويل، د نفتو د اته پنځوس واردوونکو شرکتونو جواز د تخلفاتو پر بنسټ لغوه شوى او پنځلس نور شرکتونه هم تر څېړنې لاندي دي او د يوې مياشتې په موده کې يې ٢١٦٠ ليتره بي کيفيته تيل مسترد کړي، نوموړي د سوپر تر نامه لاندې د تيلو شتون رد کړ او زياته يې کړه چې معمولا د ٩٢ کيفيت درجې څخه لوړ باخصوصيته تيل د سوپر په نوم نومول شوي وو چې هيڅ شرکت تر اوسه نفتي توکي په دې کيفيت سره نه دي وارد کړي،همدا راز د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي رئيس هم د خپلو اجراآتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اړوندو مسئولانو د څرګندونو سره سم يې ډاډ ورکړ چې ياد وزارت به لازم تدابير تر لاس لاندې ونيسي.د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کې د سرپرستانو له خوا د اوولسو رياستونو اداره کولو څخه راغلي شکايتونه د ياد وزارت معين سره مطرح شول. د ترانسپورت وزارت معين د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وويل چې د بستونو اعلان د سي بي آر کمېټې ته استول شوې او د څو ليکونو په لېږد سره تر اوسه يادې کمېټې د نوموړو بستونو اعلان په خپلې کاري اجندا کې نه دى نيولي، هيله مند يو چې کمېسيون په دې برخه کې همکاري  وکړي.

11-Qaws96-Shikayat.JPG

نوموړي د جمهوري رياست لخوا د هرات ولايت د ترانسپورت رياست د کارکوونکو د انفکاک په اړه آوازې رد کړې، ويې ويل چې دعالي مقام يو پلاوى د موضوع د څېړنې په موخه ياد ولايت ته تللی چې د پلاوي د رپوټ د مطالعې وروسته د جمهوري رياست مقام د ترانسپورت وزارت ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې خپله طرحه څرګنده کړي، کمېسيون د ترانسپورت وزارت د معين د څرګندونو د اورېدو تر څنګ ټينګار وکړ چې د دولتي کارکوونکو کاري مصئونيت ته په پام سره نبايد د دوى د غير موجه انفصال په تړاو ګام پورته شي او په هغه صورت کې چې هر دولتي کارکوونکې په اداري فساد او غير قانوني مواردو تورن وي، موضوع دي د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا وڅېړل شي. همدا راز دکورنیو چارووزارت په سټاف کالیج کې د امنيت د نشتوالي په اړه د دي کالیج د محصلينو شکايت د کورنيو چارو وزارت د معينيت سرپرست، د ښوونې او روزنې رياست مرستيال او د سټاف کالج قوماندان سره په بحث کې مطرح شو چې يادو مسئولانو په دې برخه کې خپل نظريات د کمېسيون غړو سره شريک کړل چې د دوى څرګندونې د کمېسيون له خوا د قناعت وړ ونه ګڼل شوې او د يادې موضوع د ښه والي له پاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې. د غونډې په پاى کې د ټولګټو وزارت معين او د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال د ژمي فصل په رارسېدو او کليو او بانډو کې د زړه بوږنوونکو پېښو احتمال ته په پام سره د خپلو کاري پلانونو په اړه ليکلې رپوټ کمېسيون ته وړاندي کړ.

د کمېسيون د مرستيال محمد عظيم قوياش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون غونډې په هېواد کې د خوړو او سون توکو د بيو د لوړوالي د عواملو په اړه بحث وکړ، څرګنده شوه چې په هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، اړتيا شته چې د غذايي او سون توکو سوداګر او پلورونکې د ګران پلورنې او احتکار څخه مخنيوى وکړي ترڅو د خلکو سره همکاري وشي. په همدې اړه پرېکړه وشوه چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين، د نفتي توکو عمومي رئيس او د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال دي د کمېسيون دلیندی د٢٢ مې نېټې په ناسته کې ګډون وکړي تر څو د موضوع په اړه هر اړخيزه بحثونه وشي. د غونډې په پاى کې د کابل ښاروالۍ د پرمختيايي پروژو د درېيمې ربعې د کړنو او اجراآتو رپوټ چې د ملي بودجې څخه تمويليږي، مطالعه شو، کمېسيون د کابل ښار بېلا بېلو څنډو کې د سړکونو د اسفالت په برخه کې د يادې ښاروالۍ فعاليتونه مثبت و ارزول، ټينګار وشو چې د يادې ادارې مسئولان دي د کمېسيون په يوې ناسته کې د ياد بنسټ د پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي کړي.

11-Qaws96-Mali.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه خبرې او پريکړې وشوې او د دې تر څنګ وويل شول چې د هېواد يو شمېر سياسيون د نظام د ړنګېدو غوښتونکې دي چې د دوى دغه کړنې د ملي منافعو په ګټه نه دي او بايد ورڅخه ډډه وکړي او د دفاعي او کورني امنيت د چارو کمېسيون د دا ډول مفکورو سره مخالف دي. دغه راز په غونډه کې خلکو سره د هېواد د دفاعي او امنيتي يو شمېر ځواکونو د ناسم چلند څخه د هېوادوالو راغلي شکايتونه په بحث کې مطرح شول، ټينګار وشو چې مسئولان بايد د هغو کسانو مخه ونيسي چې د خلکو سره ناسم چلند کوي او د پوښتنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړاي شي. د غونډې په پاى کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ځينو موادو د تعديل په اړه د جمهور  رئيس د تقنيني فرمان په اړه خبرې وشوې او د ولسي جرګې له خوا راغلي تعديلونه تاييد شول.

11-Qaws96-Dfai.JPG

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو ، قبايلو ، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ايکو سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د هڅونې او ملاتړ هوکړه ليک تر بحث لاندې ونيول شو او د کمېسيون د غړو له خوا تائيد شو. همداراز د غونډې په بله برخه کې د پکتيا ولايت د ګردېز د ښار د شمال لويدځې برخې د اوسېدونکو شکايت چى د پنځوسو کلنو راهيسې په ياده سيمه کې اوسېږي او شرعي قباله هم په لاس لري خو يو شمېر د ځمکو مافيايي کړۍ هڅه کوي په نوموړې ځمکه کې ښارګوټې جوړ کړي . د کمېسيون د يادو اوسېدونکو شکايت واورېد او پرېکړه يې وکړه چې ياده ستونزه به اړوندو چارواکو سره مطرح او مناسبه حل لار به يې وپلټي. همدا راز د کمېسيون غړو د افغانستان او آذربايجان هېوادونو تر منځ پنځه تړونونه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسليک شول او ياد تړونونه د اقتصاد، پوهنې، لوړو زدکړو، سوداګرۍ او د ملي پوليسو د روزنې په برخه کې وو، ياد تړونونه د هېواد په ګټه او د اقتصادي پرمختګ ښه لار وګڼل شوه چې له امله يې د کمېسيون غړو خوښي څرګنده کړه.

11-Qaws96-Aqwam.JPG

د کمېسيون د منشي مېرمنې عزيزې مصلح په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د اسلام د ستر پيشوا حضرت محمد مصطفي(ص) د اخلاقو په اړه خبرې وشوې، د انحضرت ص د ميلاد له امله يې د افغانستان ټول دين داره ولس ته مبارکي وويله، د غونډې په بله برخه کې راغلو عريو ته د رسيدګۍ تر څنګ د ايکو د غړو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامه مطالعه او د کمېسيون د غړو له خوا تائيد شوه.

11-Qaws96-Adli.JPG

د نثار احمد حارس په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار د ککړې هوا، د دودجنو موټرو د شتون، د ډبرو سکرو او زړو ټيرونو څخه د ښار د ډوډۍ پخوونکو او حمامونو بې حده استفادې په اړه خبري وشوې، پريکړه وشوه تر څو د چاپيريال څخه د ساتنې د ملي ا دارې مسئولين او کابل ښاروالۍ د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې د موضوع په اړه څرګندونې وکړي. د غونډې په بله برخه کې د زورواکو له خوا د غير قانوني لوړ پوړيزو ودانيو د جوړېدو او د اړوندو بنسټونو له خوا د يادو ودانيو د کار د نه ځنډ په اړه د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحاديې د بلاکونو د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه تر څو اړوند مسئولان د کمېسيون په يوې راتلونکې غونډه کې بحث او لازمې پريکړې  وکړي.د غونډې په وروستۍ برخه کې ننګرهار ولايت کې د کډوالو او کورنيو بيځايه شويو د وضعيت او په راتلونکې ژمي کې د بېړنيو حالاتو کمېټې د تدابيرو او تياريانو او د سالنګ لويې لارې په اړه بحث او لازمې پريکړې وشوې.

11-Qaws96-Rifai.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د جزا کد د جزايي مواردو په اړه خبرې او وپتييل شوه چې د موضوع د روڼوالي په موخه دي د عدليې او ښځو چارو وزيران، د مدني ټولنې فعالين او د البا پروژې تقنيني مشاور د کمېسيون يوې غونډې ته راوبلل  شي.

11-Qaws96-Zanan.JPG

د قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، د ا يکو غړو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامه مطالعه او د غړو له خوا تاييد شوه. د غونډې په بله برخه کې د کندهار ولايت کې د هېواد د سياسيون غونډې د جوړېدو په اړه خبرې او ټينګار وشو چې د دا ډول مجلسونو جوړېدول بايد د ملي ګټو تامينوونکې او د هېواد په خېر وي.

11-Qaws96-Emtiazat.JPG