اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د لیندې ۱۱نیته

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یارنن دیوې ناستې په ترځ کې دپکتیا ولایت دیو شمیر اوسیدونکوشکایتونه واوریدل.

11-Qaws96-MUL1.JPG

پدې ناسته کې څوتنو دنور په استازیتوب په خپلوخبروکې وویل چې دکلونو راهیسې دګردیزښارته څیرمه ددفاع وزارت اړوند ځمکو په عسکری فامیلیو کې ژوندکوو؛خو اوس یوشمیرد ځمکوغاصبین او مافیا  پدې بهانه چې ګواګې دحکومتي لوړپوړو چارواکولخوا ورته اجازه وکړل شوې، هڅه کوي چې په دې سیمه کې ښارګوټی ودان کړي،موږ د دوی دا کار غیر قانونی او دځمکې دغصب یوه پلمه بولو اوپه دې هکله دمشرانوجرګې د رییس همکاري غواړو.

وروسته د مشرانوجرګې رییس په دي اړه  څرګنده کړه چې دا موضوع به ستاسو په حضور د اړونده ادارو له چارواکو سره شریکه اود حل لاري به يي ولټوو اوداړتیا په وخت کې به دهیواد دولسمشر سره ستاسو دلیدلو زمینه برابره کړم.