اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د لیندې  ۱۱نیته

مشرانوجرګې د قرآن عظیم الشان په ختم سره د بشريت د ستر لارښود حضر محمد مصطفي(ص) د نیکمرغه  ميلاد لمانځنه وکړه.

11-Qaws96-GEN1.JPG

دسرورکاینات دباسعادته میلاد په مناسبت  نن له غرمې مخکې د مشرانوجرګې د رئيسانو کمېټې په تالار کې د یادې جرګې د رئيس فضل هادي مسلمياردمجلس د لومړي نایب ، دويم نايب ، يو شمېر سناتورانو او د دارالانشا دکارکوونکو په ګډون د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو.

ګډونوالو د قرآن عظيم الشان له  ختم څخه وروسته  د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفي(ص) متبرکې روح او په هېوادکي  د سولې او ټیکاو لپاره دعاګاني وکړې.

11-Qaws96-GEN2.JPG

د اسلام ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفي(ص) په ٥٧٠ ميلادي کال  د سعودي عربستان د مکې مکرمې  په ښار کې زيږيدلې او څلويښت کلنۍ کې په پيغمبرۍ مبعوث شو او په درې شپيته کلنۍ کې يې رحلت وکړ او د اسلام مبين دين يې په ټوله نړۍ کې تل پاتې او جاويدانه پريښود.