اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د ليندۍ ٨ مه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو د خپلو نننيو غونډو په ترڅ کې يو لړ موضوعګانې تر بحث او څېړنې لاندې ونيولې.

د کمېسيون د مرستيالې مېرمنې ليلما احمدي په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د نفوسو د ثبت او احوال قانون د ځينو موادو د تعديل او حذف طرحې په اړه د جمهور رئيس ٢٧٤ ګڼه تقنيني فرمان مطاله او د ياد اووه شپېتمه او نهه شپېتمو موادو کې راغلي تعديلونه تائيد شول. غونډې په هېواد کې د تعليمي او تحصيلي عمومي وضعيت او د نيمه عالي تحصيلي بنسټونو د موثريت او د دوى د يو شمېر د ارتقاع په اړه بحثونه وشول، وويل شول چې غوښتنې شتون لري تر څو د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين ارتقاع وکړي چې دغه تحصيلي بنسټ وکولاى شي محصلان د ليسانس په کچه فارغ کړي، په دې برخه کې کمېسيون وپتييله چې يوې مشورتي ناسته کې دي د پوهنې وزارت سرپرست، د لوړو زدکړو وزارت علمي معين او نور اړوند مسئولان دي يوې ناستې ته حاضر او د دې مسلې په اړه دي بحث او نظريې بدلي شي.

8-Qaws96-Farhangi.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د ايرکو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامې په اړه د بحث سربېره، د کمېسيون غړو د مېړه د کورنۍ له خوا د مېرمن ليمې د وژل کېدو څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه، ټينګار يې وکړ سره له دې چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منعې قانون او د ښځو د زورونې د منعې مقررې لرونکې دى، بيا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه ده، دوى په سمه توګه د قانون نه پلي کول او د ښځو حقوقو او قوانينو څخه د خلکو نه پوهاوې د تاوتريخوالي د زياتوالي اصلي دلايل وبلل.

8-Qaws96-Zanan.JPG

د سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون غړو د قطر هېواد په مالي مرسته د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د شهيدانو وارثانو له پاره د استوګنې زرو واحدونو د رغاونې پروژې افتتاح څخه هرکلې وشو او د ټولو دوستو هېوادونو څخه وغوښتل شول تر څو د افغانستان د بيا رغاونې او رغاونې په برخو کې د قطر هېواد په شان بنسټيزو او پرمختيايي پروژو په برخو کې فعاله ونډه واخلي. د غونډې په بله برخه کې د ايکو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامې د مطالعې سربېره په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو پوځي ځواکونو د قوماندان وروستۍ څرګندونې چې ويلي يې دي افغانستان به د داعش ترهګرې ډلې مرکز وګرځي او خپلې اډې به د افغانستان په داخل کې مستحکمې او متمرکزې کړي، کمېسيون دا ډول څرګندونې غير مسئولانه وبللې او د امريکا د متحده ايالاتو يې وغوښتل تر څو د تروريستي ډلو د لمنځه وړو او ختمولو په برخو کې د افغانستان سره همکار او همګام و اوسي.

8-Qaws96-Bio.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف پ مشرۍ د  تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د لويې څارنوالې د ادارې اداري مرستيال ، مالي او اداري رئيس د ١٣٩٦ کال د تدارکاتي پلان، لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه څرګندونې وړاندې کړي، ويې ويل چې يادې ادارې په روان کال ٩٣ سلنه عادي بودجه او د اتياو سلنو زياته پرمختيايي بودجه لګولې ده او هم د هېواد پنځو ولايتونو کې د څارنوالۍ ودانيو کار پيل شوى دى او همداراز دوى له حکومته د څارنوالانو او اداري کارکونکو د امنيت د نيولو غوښتونکي شول د نوموړو رپوټونه د کمېسيون د غړو قناعت حاصل کړ په بله برخه کې د ثبت او نفوسو د احوالو د قانون په ځينو موادو کې ځيني تعديلات او حذف د تائيد وړ وګرځېدل .

8-Qaws96-Adli.JPG

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معني پوهنمل مژګان مصطفوي سره د ماکسيم نوين شرکت شکايت چې وايي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په بلخ ولايت کې د چشمۀ شفا پروژې د رغاونې قرارداد په غاړه درلود خو د پروژې د تکميل او د نهه سلنه اضافه کارۍ د ترسره کولو وروسته، تراوسه پيسې نه دي ورکړل شوي.د ياد وزارت معين د وزارت د پخوانيو مسئولانو له خوا د پيسو په نه ورکړې نيوکه وکړه، ژمنه يې وکړه چې د ماليې وزارت د هوکړې په صورت کې به په وخت سره اقدام وکړي چې کمېسيون د نوموړي د څرګندونو د اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه مسله به د ماليې په وزارت کې هم تعقيب کړي. د غونډې په بله برخه کې د کورنيو چارو وزارت د لويو لارو قوماندان او د ماليې وزارت د ګمرکونو رئيس په نه راتګ نيوکه وشوه، ټينګار وشو چې په راتلونکې ناسته کې ياد مسئولان د پيسو اخيستو او د طالبانو له خوا د څېړنو تم ځايونو د شتون په اړه د ايران پولې پورې د فراه ولايت په تګلوري کې د نقليه واسطو خاوندانو د پرله پسې شکايتونو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب وړاندې کړي.همدا راز د حاجي محمد نبي او حاجي محمد حسن  شکايتونه چې وايي، کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې د دوى د ملکيت د استملاک په بدل کې د خوشحال خان مېنې په ج سيمه کې عارضينو باندې نوي نمرې ويشلې وې او په داسي حال کې چې سند په لاس لري خو د سيمې يو شمېر اوسېدونکو په خپل سر د حضر عمر فاروق(رض) د جومات د پراخېدو په پلمه د عارضينو ملکيت خپل کړى دى.چې موضوع د کابل ښاروالۍ د ملکيتونو د عمومي رئيس، د تکيه خانو او جوماتونو د رئيس، د حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رئيس، د پنځمې ناحيې د رئيس او د کابل ښار د پنځمې ناحيې د حوزې د آمر په حضور د کمېسيون په غونډه کې مطرح شوه چې د کابل ښاروالۍ مسئولانو په غونډه کې د عارضينو اسناد تائيد کړل او د حج او اوقافو وزارت مسئولينو د جومات د اوسېدونکو د خپلسرو کړنو يادوونه وکړه او زياته يې کړه چې د اوسېدونکو دغه کار د حج او اوقافو وزارت په هوکړې سره نه دى ترسره شوې.کمېسيون د دواړو لورو د څرګندونو د اورېدو تر څنګ ټينګار وکړ چې د عارضينو د شته سند او د کابل ښاروالۍ د تائيد سره سم د ياد سند په صورت کې چې د جومات پراخوالي په غصب ساحه کې ترسره شوى وي د اسلامي فقې د متن سره سم ياد مکان کې عبادت شرعي جواز نه لري او د  حج او اوقافو وزارت او کابل ښاروالۍ په دې برخه کې ديني او شرعي مسئوليت لري او بايد د عارضينو اسناد په ذيصلاح محکمه کې طي مراحل شي او د محکمې د قطعي حکم د صدور وروسته دي په دې برخه کې مقتضي اجراآت وشي.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د آسمايي ١٠١ زون قوماندانۍ سرپرست لوي پاسوال محمد سالم احساس او د کابل د ملي امنيت رئيس تورنجنرال عبدالصبور ثابت څخه کابل ښار کې د امنيت وضعيت، د جنايي جرمونو او تښتونو د زياتوالي، د غير مسئولو وسله والو کسانو تګ راتګ، د تورو شيشو او بي پليټه موټرو څخه د نه مخنيوي، د پوليسو د ذاتي چارو قانون د نه پلي کېدو او ځينو نورو مسايلو په اړه يو لړ پوښتنې مطرح شوې.

يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، ملي پوليسو د شته امکاناتو په لرلو سره څلرويشت ساعته د هېوادوالو په چوپړ ې دي او قربانۍ يې هم زغملي، څرنګه چې د خيرخانې د لب جر پېښه کې اتو تکړه ځوانانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل او اړتيا شته چې خلک او په ځانګړې توګه مشران د ملي پوليسو سره په هره کچه کې جدي همکاري وکړي.

يادو مسئولانو وويل، تېره مياشت د پنځو پېښو څخ مخنيوي شوې او د دي تر څنګ ٢٤٦ تنه مظنونين په بېلا بېلو جرمونو کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او زياته يې کړه، د تښتونو ګراف په دي اندازه نه دي چې د يو شمېر کسانو له خوا ښودل کيږي خو سره له دي هم د کابل امنيتي ټيم په ګډه د جرمونو د کمښت په موخه فعاليتونه کوي او د نجيب الله صراف د قضيې عاملين نيول شوي چې دوي په خپل جرم اعتراف کړي او د وسله والو غلو دوو ډلې په يولسمې او دولسمې حوزې کې نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

يادو مسئولانو همدا راز د بد اخلاقۍ، د الکولي مشروباتو د پلور، نشه يي توکو، دولتي ځمکو د غصب، د لوړ پوړيزو ودانيو او غير قانوني کورونو د جوړېدو څخه د مخنيوي په اړه خپل تدابير او کړنو په اړه معلومات وړاندي کړل.

د کمېسيون غ ړو د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د امنيت د لا ښه کېدو په موخه يو لړ لازمې لارښوونې وړاندې کړي، هيله يې څرګنده کړه چې د ټول هېواد  وګړي دي د امنيتي ځواکونو سره چې تل يې خپل ځانونه قرباني کړي، هر اړخيزه همکاري وړکي تر څو د جرمونو کچه راټيټه او د تروريستي بريدونو څخه مخنيوى وشي.

8-Qaws96-Dfai.JPG

د كمېسيون د مرستيالې ميرمن ګلالى اكبري په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو چارو كمېسيون غونډه د كورنيو چارو وزارت د ترافيكو رئيس او د كابل ښار د ترافيكو مدير كابل ښاروالى ته د ترافيكو خدماتي صلاحيتونو د لېږد ، د يوې كلى د وسايطو د اسنادو د ستونزو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وړاندې كړې د ولسمشر د هدايت په اساس د ترافيكو د ښه مديريت ، كابل ښاروالى ته د كورنيو چارو وزارت د ترافيكو خدماتي صلاحيتونو په باب جوړه شوې وه د كمېسيون پرېكړه پر دې وشوه تر څو د كابل ښاروالى سرپرست د كمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي .

هغوى د يوې كلى د موټرونو په هكله وويل د ملي امنيت د شورا د مصوبې په اساس ياد وسايط چې نمبرپلېټ نلري شپږ مياشتې وخت وركړل شوى ترڅو د خپلو اسنادو مراحل طى كړي دوى زياته كړه اوس مهال تر شپږسوه زرو ډير دا ډول وسايط په كابل ښار كې تګ راتګ كوي چې له يوې خوا د كابل ښار د دومره وسايطو ګنجايش نلري او له بل پلوه بې نظمي او امنيتي ستونزو لامل ګرځي او و يې ويل دا موټرونه د پرزه جاتو په نامه د ننګرهار ، هرات او فراه ولايتونو له ګمركونو څخه هېواد ته داخلېږي او د وسايطو د دې بهير د درولو لپاره مو اړونده چارواكو ته مكتوبونه لېږلي دي خو هيڅ ډول اقدام نه دى ترسره شوى د كمېسيون غړو په دې هكله پرېكړه وكړه تر څو د ګمرك عمومي رئيس له بې سنده موټرونو څخه د ګمركي محصول د اخيستلو په اړه د كمېسيون په يوه غونډه كې ګډون وكړي .

د ترافيكو مسوولينو په كابل ښار كې د ګڼه ګوڼې په هكله وويل د تم ځايونو د نه شتون ، د ملي بسونو نشتوالى، كراچيو او لاس پلورونكو ته د مناسب ځاى نه لرل او د سركونو كمښت د ګڼه ګوڼې عوامل بلل كېږي همداراز ۳۲۸ عمومي او فرعي سركونه او پياده روونه د ترافيكو په مخ تړل شوي دي .

كمېسيون پرېكړه وكړه ترڅو د كابل ښار د ۱۰۱ آسمايي زون قوماندان د كمېسيون په يوې غونډه كې ګډون او په دې اړه وضاحت وركړي .  

د غونډې په بله برخه كې د پوهنې وزارت له خوا د ده افغانانو د په سيمه كې د پاركنګ د ولكه كولو چې په ښار كې د نظم د خرابوالي سبب ګرځېدلى وپتېيل شوه تر څو د پوهنې وزارت سرپرست دې د كمېسيون په يوې غونډه كې د سناتورانو د پوښتنو د ځواب لپاره راوبلل شي .

8-Qaws96-Mukhabirat.JPG

د غونډې په بله برخه كې د كابل ښار د برق د پارچاوى په اړه د برښنا شركت عملياتي او تجارتي مرستيالانو په خپلو خبرو كې وويل په ټول كابل كې ۳۰۰ منګاواټه برق شتون لري چې ۲۹۰ ميګاواټه وارداتي او نور يې د ماهيپره لاس ته راځي او په ټوله كې د كابل ښاريانو ۵۳ سلنه اړتيا پوره كوي په دې توګه د كابل ښار ۶۳۰ ميګاواټه برښنا ته اړتيا لري په دې سره ياد شركت د برښنا اړتياوو له پاره د حرارتي او ډيزلي منابعو څخه كار اخلي نوموړو زياته كړه د يوه مليارد افغانيو په شاوخوا كې د دوى مشتركين پوروړي دي ډېرى يې سياسيون او زورواكي دي او د يادو كسانو نوملړ مو جمهوري رياست ته لْېږلى دى نوموړو په پاى كې د نوو ترانسفرمرونو د نصبولو خبر وركړ او ويې ويل ډېر ژر به د  كابل ښار په ټولو سيمو كې د برښنا د پرچاويو ستونزه حل شي .