اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د ۱۳۹۶ کال د ليندۍ ٨ مه

د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې غونډه د يادې جرګې رئيس په مشرۍ او د دويم نايب، منشي نايب، د کمېسيونونو د ريسانو او مرستيالانو په ګډون جوړه شوه.

په دي غونډه کې پريکړه وشوه چې د ليندۍ د مياشتې د دولسمې نېټې په عمومي غونډه کې دي د آزادو بحثونو سربېره د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځينو موادو د تعديل او حذف په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان باندې بحث وشي او په کنړ ولايت د پاکستان د راکټونو د توغولو څخه د مجلس د پلاوى رپوټ دي واوريدل شي او د ليندۍ د څوارلسمې نېټې عمومي غونډه کې دي د آلمان هېواد څخه د مجلس د پلاوى د سفر رپوټ او د ايکو د غړو هېوادونو تر منځ د پانګونې څخه د ملاتړ او هڅونې موافقتنامه دي په اجندا کې شامله شي.

8-Qaws96-Komita-Rowasa.JPG

همدا راز په غونډه کې د ريسانو د کمېټې پخوانۍ پريکړه باندې ټينګار وشو چې د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستا له خوا د اغزن تارغځولو څخه د مخنيوي، د کنړ ولايت سرحدي سيمو باندې د ياد هېواد د راکټونو د توغولو او د دولتي لوړ پوړو چارواکو د معاشونو او امتيازونو قانون د پلي کېدو د څرنګوالي په موخه دي د بهرنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، کورنيو چارو، عدليې وزارت او د جمهوري رياست د چارو ادارې لومړې درجه مسئولان د ريسانو د کمېټې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي تر څو مطرح شوي مسايل تر پراخو بحثونو لاندي ونيول شي.

همدا راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې ټينګار وشو چې د مشرانو جرګې اړوند کمېسيون دي د کورنيو بيځايه شويو او په ځانګړې توګه د ننګرهار د کډوالو د ستونزو او د سالنګ لويې لارې ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅيړي او خپل رپوټونه دي وړاندي کړي.

دغه راز د ريسانو د کمېټې په ناسته کې څرګنده شوه چې د بريښنا شرکت مسئولان دي د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غړو ته ډاډ ورکړې دي چې د دوو اونيو په لړ کې به د کابل ښار د بريښنا د پريکولو چارې کمې شي چې بايد اړوند کمېسيون د د کابل خلکو د جدي اړتياو د حل په موخه د دغې بهير څخه دقيقه او جدي څارنه وکړي.