اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د ليندۍ ٨ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د يوې ناستې په ترڅ کې د هېواد د معلولينو د يو شمېر استازو غوښتنې او وړانديزونه واوريدل.

په دي کتنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب وويل چې د معلوليت لرونکو اشخاصو غوښتنو او ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه د معلولينو د عالي شورا جوړېدو، په مهموملی مسلو کې معلولينو ته د ونډې او د معلولينو د خپلواکې ادارې جوړېدوته اړتيا لري.

8-Qaws96-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې رئيس د معلوليت لرونکو اشخاصو دقربانيو څخه د ستاينې تر څنګ وويل چې د هېواد معلولين د افغانستان د لوي ملت د ميړانو ژوندۍ بیلګه ده او ژمنه يي وکړه چې د دوی وړانديزونه او غوښتنې به د هېواد له جمهور رئيس سره مطرح کړي.