اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د  ليندۍ ١

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ او د دويم نايب، منشي نايب، د کمېسيونونو د ريسانو او مرستيالانو او د دارالانشا د لوي رئيس په ګډون د يادې جرګې د ريسانو د کمېټې غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې پريکړه وشوه چې د يکشنبې ورځې عمومي ناسته کې دي د آزاد بحث سربېره د آلمان هېواد څخه د مجلس د پلاوي رپوټ واوريدل شي او د ليدۍ د اوومې نېټې غونډه کې دي د آزاد بحث سربېره په کنړ ولايت د پاکستاني د راکټي بريدونو په اړه د مجلس د پلاوى رپوټ واوريدل شي.

همدا راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د ليندۍ د دولسمې نېټې عمومي غونډه کې دي د ايکو د غړو هېوادونو تر  منځ د پانګونې څخه د هڅونې او ملاتړ موافقتنامې او افغانستان کې د بهرنيو اتباعو د اقامت او مسافرت قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت په اړه تقنيني فرمان دي تر بحث لاندي ونيول شي او هم دي د ليندۍ د څوارلسمې نېټې د سې شنبې ورځې په غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د لغوې په اړه د ولسي جرګې طرح وڅېړل شي.

1-Qaws96-Komita-Rowasa.JPG

د غونډې په بله برخه کې د بهرنيو چارو وزارت معين او سرپرست او د ياد  وزارت سلاکار سره د ملي شورا د پخوانيو او اوسنيو غړو ته د سياسي او خدمت پاسپورتونو د وېش د څرنګواي په اړه بحثونه وشول.

په غونډه کې د بهرنيو چارو اداري معين او سرپرست ډاکټر نصير احمد اندېشه د سياسي، خدمت او ځانګړو پاسپورتونو څخه د استفادې او وېش په اړه د څرګندونو تر څنګ وويل، په دي برخه کې د پاسپورت قانون او لوړپوړو چارواکو د معاشونو او امتيازونو قانون کې تناقض شتون لري چې په حل سره به يې دي برخې ته لازمې اسانتياوې برابري شي، هيله مند يو چې مشرانو جرګې په دي برخه کې همکاري و کړي او نورو ادارو سره ګډه ناسته جوړه کړي تر څو د سياسي، خدمت او ځانګړو پاسپورتونو څخه د مستحقينو قانون سره سم ګټه واخيستل شي.

همدا راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تارغځولو، د کنړ ولايت په سرحدي سيمو د ياد هېواد د راکټونو توغول او د بهرنيو چارو، دفاع، کورنيو چارو، عدليې وزارتونو او د جمهوري رياست د چارو ادارې د لومړې درجه مسئولانو د معاشونو او امتيازونو قانون د پلي کېدو د څرنګوالي په موخه د ريسانو د کمېټې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي تر څو د مطرح شويو مسايلو په اړه مفصل بحث او لازمې پريکړې وشي.

د غونډې په پاي کې لس عنوانه کورنۍ کړنلارې چې د مشرانو جرګې آرشيف، د جرګې د غ ړو د کتنو چارو تنظيم، د پارلماني بحثونو ثبت او د غونډو د تخنيکي چارو تنظيم، د غړو او د جرګې د کارکوونکو د کورنيو او بهرنيو سفرونو د تنظيم، د بين الپارلماني دستۍ ګروپونو، د دارالانشا د عمومي رياست د کارکوونکو اصول، جرګې ته د دولتي او غير دولتي مسئولانو او اشخاصو د رابللو تنظيم، د مشرانو جرګې د تلويزيون او اساسليک په اړه چې د مجلس د دارالانشا له خوا ترتيب شوې وي، قرائت او د ريسانو کمېټې له خوا تاييد شوې.