اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۶ کال د لړم۲۱مه نیټه

په پنځلسمه تقنیني دوره کي د مشرانو جرګې د غړي حاجی شهنواز خان خروټي د مړيني له امله د مشرانو جرګې دخواخوږۍ او غمرازی پيغام؛

د ملي شورا مشرانو جرګې رئيس، اداري پلاوي، غړو او د یادي جرګې دارالانشاء لوی  ریاست  په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د خروټو دقوم مخور،متنفذاو مصلح شخصیت او په پنځلسه تقنیني دوره کي ددي مجلس غړی سناتور حاجی شهنواز خروټی د ورپیښې ناروغۍ له امله د دري اویا کلنی  په عمر په کابل کې له نړۍ څخه سترګې پټی کړي .

انالله و انا اليه راجعون

21-Aqrab96-Payam.JPG

د ملي شورا مشرانو جرګه د سناتور خروټي  مړينه  يوه تشه بولي، او خپل ژور خفګان او خواخوږي د خدای بښلي  کورنۍ، خپلوانو،دوستانو،دخروټومتدین قوم او دغزني ولایت پتمنو ولسونوته څرګندوي همداراز د لوي خداي(ج)له دربار څخه مرحوم خروټی ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د زغم غوښتنه کوي.

ارواښاد حاجي شهنوازخروټی د مشرانو جرګې په غونډو او نورو ناستو کې د هیواد دلوړو ګټو په بنسټ خپلي نظريې وړاندې کولي اود خپل ژوند په اوږدو کي يي دقومی مشر په توګه د ملي يووالي ټينګښت، ديني ورورولۍ او د افغانستان د کړيدلي ولس د هوساينې په لاره کي نه ستړی کیدونکي هلي ځلې کړي دي.

سناتور حاجی شهنوازخروټی د حاجي دفتاڼي زوی چي په ١٣۲۳ لمريز کال کې د غزني ولایت دقره باغ ولسوالی په يوه دين داره کورنۍ کې زيږيدلي وو ؛نوموړي دولسي جرګې په دیارلسمه دوره کي دکوچیانو د وکیل په توګه غړیتوب درلود او په ۱۳۸۴کال په ټاکنوکي يي د مشرانو  جرګې په پنځلسمې دوري کي د انتخابي سناتور په توګه غړیتوب ترلاسه کړ.

روح دي خوشحاله وي

دملی شورا دمشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار